صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

بسم الله الرحمن الرحيم

د حضرت علی (عليه السلام) د زيږيدنی په مناسبت

د کعبی مولود:

د رجب د مياشتی ديرلسمه مبارکه ورځ رارسيدل، د کعبی د مولود، د حضرت محمد (صلی الله عليه و آله وسلم) په حق وصی، د معصوم امامانو پلار او د شيعيانو لومړی امام حضرت علی بن ابيطالب (عليه السلام) ميلاد مخصوصاً د آنحضرت پر شيعيانو او ټولو مسلمانانو مبارک او تبريک عرض کړی، اميد لرو هغه ورځ راورسيږی چه آرمانونه (آرزوګانی) د هغه لوی امام، د انسانيت قهرمان، د عدالت او تقوی نمونه او د آزادی منادی (ندا ورکونکی) د هغه بزرګوار زوی حضرت مهدی موعود (عجل الله تعالی فرجه الشريف) په مبارک لاس په ټول نړی پراختيا پيدا کړی، او بشريت (ټول نړی) د هغو کمالاتو مفهوم او معنی چه امير مؤمنان علی (عليه السلام) منادی ئی دی په خپل ټول وجود احساس وکړی.

شرح ورکول د دغه  شخصيت د ټول خواص په باره د يوی مقالی د توانه څه وتلی دی ليکن په همدی خوښبخت او مبارک مناسبت يوه مقاله د کعبی د مولود تر عنوان لاندی علاقه لرونکی ته تقديميږی اميد لرو چه د خدای (جل جلاله) رضايت حاصل سی.

ډيری پټی پوښتنی زموږ په فکر او باطن يو فرصت او وخت ته انتظار باسی تر څو چه ځان ښکاره کړی ( د حضرت علی (عليه السلام) زيږيدل په کعبه کی) يو د هغو دی. کله چه حج ته ځی، ګام و مسجد الحرام ته ايږدی ليدنه او سترګه دی وکعبی ته لويږی او د هغه پر شاوخوا طواف کوی دغه پوښتنه په زړه کی دی ګرځی او په باطن کی دی پيدا کيږی چه آيا د امام علی (عليه السلام) زيږيدل په کعبه کی حقيقت لری او يا د خيال جوړونکی او خبری کوونکی د ژبی او فکر د شرح او بيان په واسطه جوړ سويدی؟ که رښتيا دی، په څه طريقه او څه ډول وه؟ او د شيعی او سنی په قديمی او پخوانی مصادرو(منابع او آثار) کی د هغه څخه ياد سويدی؟ دغه ليکنه و دغه پوښتنی ته ځواب ورکوی.

د شيخ صدوق کلام:

شيخ صدوق په دری کتاب کی ئی د خپل متصل سند په سعيد بن جبير، د هغه څه نقل کوی چه وويل: ما د يزيد بن قعنب څه واوريدل چه داسی وويل: زه د عباس بن عبدالمطلب او يوه جمع د (بنی عبدالعزی) سره د کعبی و مخامخ ته ناست ؤ چه ناڅا په فاطمی بنت اسد د حضرت امير المؤمنين علی (عليه السلام) مور پداسی حال چه نه مياشتی په هغه حاملی او د زيږيدنی درد هغی نيولی وه، د خدای (جل جلاله) د خونی (کعبی) وخواته راغله: هغه وخت لاس په دعا پورته کړله او داسی ئی وويله: پروردګاره زه په تا، پيغمبران او هغه کتابونه چه ستا د خوا راغلی دی ايمان لرمه او د خپل نيکه ابراهيم خليل (عليه السلام) خبره او دا چه هغه دا (بيت عتيق) آزاده خونه ئی بنسټ کښيښود تصديق او قبولومه. نو په حق د هغه چه دا خونه ئی بنسټ کښيښود او د دغه اولاد په حق چه په نس کی لرمه، زيږيدل پر ما آسانه وفرما.

يزيد بن قعنب وويل: موږ وليدل د کعبی شا خلاصه سوه او فاطمی هلته ننوتله او زموږ د  سترګو څخه پټه سوله او ديوال سره يو ځای سو. ورلو چه د کعبی د دروازی قلف خلاص کړو ترڅو د داستانه څخه با خبر سو قلف خلاص نسو او موږ پوه سولو چه دغه يو الهی امر دی.

پسله څلور ورځی فاطمی د خدای (جل جلاله) د خونی څخه راووتله په داسی حال چه امير المؤمنين علی  (عليه السلام) پر لاس ئی ؤ. وروسته فاطمی داسی وويله: زه پر پخوانی ښځو ښه والی ورکړسوی يمه. ځکه آسيه د مزاحم لور، د فرعون ماندينه خدای ئی په پټه په داسی ځای عبادت او پرستش وکړله چه خدای متعال دوست نلری، فقط په اضطراری ځايو، پداسی ځای عبادت وسی: او مريم د عمران لور، د عيسی (عليه السلام) مور د خرما وچه درخته ئی وټکوله تر څو چه د هغه څه تازه خرما وخوری، اوزه بيت الله ته ننوتلمه او د جنتی طعامو او ميوو څخه می وخوړله او کله چه راووتلمه يو هاتف (غيبی ندا ورکونکی) ماته ندا راکړله چه: ای فاطمی، ددغه خپل اولاد نوم علی کښيږ ده ځکه چه هغه علی دی او علی اعلا خدای (جل جلاله) فرمائی: ما دهغه نوم د خپل نومه څخه مشتق (نيولی) او هغه می په خپل ادب، ادب کړيدی او هغه می پر خپل مشکل او پيچلی علم پوه کړيدی؛ هغه يو انسان دی چه بتان زما په خونه کی ماتوی او زما د خونی پر بام باندی اذان کوی او ما په پاکی او بزرګی يادوی؛ خوښا په حال د هغو کسانو چه هغه دوست ولری او د هغه اطاعت وکړی او بدوی پر هغو کسانو چه هغه دښمن ولری او ګناه وکړی.

د شيخ طوسی کلام:

شيخ طوسی په امالی د ابن شاذان په متصل سند سره داسی نقل کړيدی چه وويل: ابراهيم بن علی په خپل اسناد سره د حضرت امام صادق (عليه السلام) او هغه د خپل ګرانو پلرو څخه نقل کوی چه: عباس بن عبدالمطلب او يزيد بن قعنب د (بنی هاشم) او (بنی عبدالعزی) د جمعی په منځ کی د بيت الله الحرام په څنګ کی ناست وه: ناڅا په فاطمی بنت اسد د امير المؤمنين علی (عليه السلام) مور و مسجد الحرام ته راغله په داسی حال چه نه مياشتی په امير المؤمنين حامله وه. هغی د بيت الله په څنګ کی ودريدله او پداسی حال چه د زيږيدنی درد درلود، مخ د آسمان وخواته کړله او وويله: بار خدايا، زه په تا، ستا په پيغمبرانو او هغه کتابونه چه ستا د خوا نازل سويدی ايمان لرم او د خپل نيکه ابراهيم خليل (عليه السلام) کلام او دا چه هغه دا خونه ودان کړيدی قبول لرمه. نو په حق د دی خونی او هغه چه ودان ئی کړ او په حق د دغه اولاد چه په نس کی لرم او ز ما سره خبری کوی او په خپل خبرو زما ملګری او همدم دی اوزه يقين لرمه چه هغه ستا يو د آياتو او نښو دی ستاڅه غواړمه چه زيږيدل پر ما آسانه کړی.

عباس بن عبدالمطلب او يزيد بن قعنب وويل: کله چه فاطمی بنت اسد خبری وکړله، او دغه دعائی وکړله وموليدل د کعبی شا ديوال سوری سو او فاطمی هلته داخله سوه او زموږ د سترګو څخه غايبه سوه او هغه ديوال بيرته جوت او سره يو ځای سو او موږ د مرستی د پاره ورغلو چه د کعبی دروازه خلاصه کړو تر څو چه يوی برخی زموږ ښځی هغی ته ورسی، ليکن دروازه خلاصه نسوه او موږ پوه سولو چه يو الهی امر دی، او فاطمی دری ورځی په کعبی کی پاتی سوی د مکی نارينه او ښځی پدی باره په کوڅو او کورو خبری کول. پسله دری ورځی د کعبی ديوال د هغه ځايه څه لومړی سوری سوی ؤ بيرته سوری او فاطمی راووتله پداسی حال چه علی (عليه السلام) پر لاسوئی ؤ. فاطمی داسی وويله:

خلګو: خدای (جل جلاله) د خپل مخلوقاتو په منځ زه ئی قبول کړل او پر پخوانيو قبول سوی ښځو ښه والی راکړيدی. په پخوانی زمانو خدای آسيه د مزاحم لورئی قبول کړل او خدای ئی په پټه عبادت کوله په يو ځای کی، يعنی د فرعون په کور، چه خدای دوست نلری په داسی ځای مګر په يوه اضطراری وختو عبادت وسی، او مريم د عمران لور ئی قبول کړل ځکه چه د عيسی زيږيدل پر هغی آسانه کړل او هغی د بيابان د خرما وچه درخته ئی وښوراوه چه د هغی د پاره تازه خرما ولويدله، او خدای (جل جلاله) زه ئی قبول کړل پر هغی دواړو او پر ټولو پخوانيو. ښځو ښه والی راکړيدی. ځکه چه ما د خدای په خونه کی زيږيدنه کړيده او دری ورځی هلته پاته سولمه پداسی حال چه د جنتی طعامو او ميوو څخه می خوراک کوله او کله چه ومی غوښتله راووځمه او زوی می پر لاس ؤ هاتف ندا ورکړل، ای فاطمی پر هغه علی نوم کښيږ ده. ز علی اعلايم. ما هغه د خپل قدرت، عزت او عدالت څخه می خلق کړ، د هغه نوم می د خپل نوم څخه جلا کړی او نيولی او هغه می په خپل آداب، ادب کړيدی.

اختيار می هغه ته ورکړی او هغه می پر خپل پيچلی علوم پوه کړيدی. هغه چه زما په خونه کی پيدا سويدی لومړنی انسان دی چه زما د خونی پر بام باندی اذان کوی او بتان ماتوی او ما په عظمت، بزرګواری او توحيد يادوی او هغه پسله حبيب، زما قبول او ټاکل سوی پيغمبر: محمد، امام او وصی د هغه دی؛ خوښا په حال د هغه څوک چه هغه دوست ولری او ياری ورسره وکړی او بدی پر هغه څوک چه د هغه نافرمانی او پر حق ئی منکر او انکار وکړی.

نوټ:

په څو مصدرو(منبع) راغلی دی (فرأينا البيت وقد انفتح عن ظهره و دخلت فاطمة فيه.) (وموليدل بيت الله د شاد خوا سوری سو او فاطمی هلته ننوتله) دلته دغه پوښتنه په فکر او ذهن کی راځی چه د (کعبی شا) چيری ده.

په ډيرو رواياتوکی د (کعبی مخ) راغلی دی او مقصد، هغه ضلع ده چه د کعبی دروازه په هغه کی قرار لری او د ابراهيم (عليه السلام) مقام په څنګ کی ئی دی. حتمی (د کعبی شا) د هغه مقابل ضلع ده چه د رکن يمانی او رکن غربی په منځ کی قرار لری.

پسله هغه چه  کعبی معظمی د سيلابو په واسطه ونړيد او خراب سو قريش په وړانول او جوړول  د هغه تصميم ونيول. ممکن دی ګمان وسی د امام علی (عليه السلام) زيږيدنی په کعبه کی په هغه زمانه واقع سوی دی چه د کعبی خونه نړيدلی او ديوال هم نه درلود نو بناپر دی د آنحضرت زيږيدنی په کعبه کی فضيلت (کمال) په شمير نه ځی. ليکن دغه  شبهه (شک) صحيح ندی.

د (عام الفيل) ديرشم او يوه برخه د هغه په اته ويشتم کال بللی دی مقايسه وکړو پدی چه د رسول الله (صلی الله عليه و آله وسلم) زيږيدنی په عام الفيل کی واقع سويدی نتيجه نيسو چه د کعبی د ودانول په وخت کی امام علی (عليه السلام) پنځه يا اوه کلن ؤ.

د ابن مغازلی کلام:

دوی تير سوی ليکنی د شيعی د لومړی درجی د دين عالمان ؤ. اوس د پنځم پيړی د سنی د پوهانو ابن مغازلی په کلام وګوری.

ابن مغازلی په متصل سند د حضرت موسی بن جعفر (عليه السلام)، د پلار ئی امام صادق (عليه السلام)، د امام باقر (عليه السلام) او هغه د امام سجاد (عليه السلام) څخه نقل کوی چه وفرمايل: زه او پلار می حضرت امام حسين (عليه السلام) د خپل نيکه (صلی الله عليه و آله وسلم) د قبر زيارت ته تللی ؤ. ډيری ښځی هلته راټولی وی د هغی جمعی څه يوه ښځه زموږ وخواته راغله، ما د هغی څه وپوښتل ته څوک ئی؟ خدای (جل جلاله) تا وبخښی!

هغی ويويله: زه (زيده) د (قريبة بن العجلان) لور د بنی ساعدی د قبيلی څخه يمه.

ومی ويل: آيا ستا سره مطلب سته چه موږ ته ووائی؟

ويويله: بلی والله، مورمی (ام عماره) د (عبادة بن نضلة بن مالک بن العجلان الساعدی) لور ماته نقل کړيده چه زه د عربو د ښځو د جمعی سره ناسته ومه چه ابوطالب پريشان او غمجن راغلی ما هغه ته وويله: ای ابوطالبه څه حال لری؟ ابوطالب وويل: فاطمی بنت اسد د زيږيدنی شديد درد لری، او وروسته لاس ئی پر تندی کښيښود چه ناڅاپه حضرت محمد (صلی الله عليه و آله وسلم) راورسيد او پوښتنه وکړل: اکا جانه، حال دی څه ډول دی؟ ابوطالب وويل: فاطمی بنت اسد د زيږيدنی د درد څخه شکايت کوی، پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) د ابوطالب لاس ئی ونيول او دوی د فاطمی بنت اسد سره د کعبی وخواته راغلل. آنحضرت هغی ئی په کعبه کی کښيښاوه او وويل: د خدای په نامه کښينه.

هغه وخت فاطمی په کعبه کی يو پاکيزه او نو پری سوی زوی وزيږيد چه ما په ښکلا د هغه ندی ليدلی، ابوطالب پر هغه علی نوم کښيښود او  پيغمبر (صلی الله عليه و آله و سلم) هغه ئی کورته ورساوه.

امام سجاد (عليه السلام) چه دغه حديث د ام عماری څه واوريدل وويل: په خدای قسم ما هيڅکله داسی کلام او خبره پدی ښکلا نه ؤ اوريدلی.

دغه کلام د ابن مغازلی که څه هم د شيعی د تيرسوی دوو روايتو سره توپير لری، ليکن د امام علی (عليه السلام) د زيږيدنی پر اصل په کعبی، په واضح او کامل ډول دلالت لری.

د نور پوهانو په کلام:

تراوسه دری روايت چه د امام علی (عليه السلام) د زيږيدنی داستان په کعبه کی په تفصيل سره بيان کاوه ستاسو د نظره څه تيرسو، ليکن د شيعی او سنی پوهان په خلص او لنډ ډول د آنحضرت زيږيدنی ئی په کعبه کی بيان کړيدی، يعنی د زيږيدنی پر اصل په کعبی کی واضح او معلوم کړيدی او د هغه په کوچنيو برخو ډير لږ شرح او بيان سويدی.

علامه امينی (رحمة الله عليه) د (الغدير) شريف کتاب، د امام علی (عليه السلام) زيږيدل په کعبی کی د اهل سنت د 17 معتبرو منبع او د شيعی 50 اصيل منبع څخه نقل کوی او د برخو تعبير او معنی لکه د هغه راوړی او د 41 لوی شاعر د دوهم هجری  پيړی تر حاضر پيړی پوری نوم وړی دی چه دغه موضوع ئی په نظم راوړی دی او د برخو اشعارئی نقل کړيدی.

علامه مجلسی (رحمة الله عليه) په (بحار الانوار) کی د 18 منبع څخه چه ټوله شيعه دی د آنحضرت زيږيدل په کعبه کی ذکر کړيدی چه په برخو د منابعو په دوو يا درو ځايو د هغو پدی مطلب واضح او معلوم داره بيان سويدی.

آيت الله العظمی مرعشی نجفی (رحمة الله عليه) د (احقاق الحق) د شرح په 7 جلده، د امام علی (عليه السلام) زيږيدل په کعبه کی د اهل سنت د 12کتابه څخه نقل کړيدی.

او په 17 جلد دغه مطلب د اهل سنت د 21 مصدره څخه نقل کړيدی. او وروسته د علامه سيد آقا مهدی صاحب د قبلی په نقل په خپل کتاب (علی والکعبه)، 83 نفره د اهل سنت پوهان او عالمان چه د امام علی (عليه السلام) زيږيدل ئی په کعبه کی پوهيدلی دی، په تفصيل سره نوم وړی دی.

توجه(د پام وړ): د شيعی او سنی منابعو په باره د عدد او شمير توپير په هغه سبب نه دی چه دغه عالمان بيهوده او بی  معنی خبری ويلی دی، بلکه د توپير علت د هغه منابعو په تعداد کی دی چه برخی په سعی او کوښښ کی نه ؤ او هغه څه د منابعو چه حاضر او په لاس کی درلودل نوم يوړل او يا د کتاب او امکانات د لږ والی په خاطر، په منابعو توان او قدرت نه درلودل او بعضو نور په سعی او کوښښ وه، امکانات او کتاب هم درلودل، او لهذا نن د مرجع د کتابو او امکاناتو د درلودل او د کار اسباب په خاطر، که څوک کوښښ او تلاش وکړی په يقين سره په ډيرو منابعو، مراجعو او عالمانو او پوهانو چه د امام علی (ع) زيږيدل ئی په کعبه کی پوهيدلی دی، لاس به پيدا کړی.

منابع

1- علل الشرايع /135. امالی صدوق /80. معانی الاخبار /62. روضة الواعظين /67. بشارة المصطفی / 8.

2- امالی الطوسی / 80-82، د البرهان د تفسير په نقل 3/108، او بحار الانوار 35/36-37.

3- طبقات الکبری 1/145.

4- بحار الانوار 35/5-44 او نور مصادر.

5- د ابن مغازلی مناقب 6-7.

6 - نشاطی

7- الغدير 6/21-38.

8 – بحار الانوار 35/2-42.

9 – تعليقات احقاق الحق 7/488-490.

10 – تعليقات احقاق الحق 17/368-372.

11 – تعليقات احقاق الحق 17/368-372.