صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د حضرت آيت الله العظمی حاج شيخ محمد فاضل لنکرانی (دامت برکاته) د ژوند ليک لنډيز:

زيږيدنی: دوی په 1310 شمسی کال د قم په مقدس ښار ودنياته راغلل. پلارئی مرحوم آيت الله فاضل لنکرانی (قدس سره) د قم د علمی حوزی د لويو عالمانواو استاذانو په شمير راغلل او مورئی د(مبرقع) د معروف او بزرګواروسيدانو پاکه اولاده وه.

تحصيلات ئی: پسله ابتدائی تحصيلات په 13 کلنی د اسلامی دانش (پوهی) ئی د قم په علمی حوزی کی شروع کړل او په خاطر د ډير هوښياری او پوهی د سطح او مقدمات دوره ئی د 6 کال په مدت پای ته ورسول او په 19 کلنی د حضرت آيت الله العظمی حاج آقا حسين بروجردی (رحمة الله عليه) د استدلالی اصول او خارج فقه په درس شرکت وکړل او د لږ عمر په سبب، ډير استعداد او ډير پوهی په خاطر د خپل بزرګوار استاذ او طلبو د توجه وړ وګرځيد. ډير نژدی دوست او هم بحث ېی د تحصيل په دوره کی د ايران د اسلامی جمهوری بنسټ ايښونکی لوی فرزند آيت الله شهيد مصطفی خمينی (رحمة الله عليه) ؤ.

استاذان ئی:

دوی 11 کاله د حضرت آيت الله العظمی بروجردی (رحمة الله) د اصول او د خارج فقه په درس او 9 کاله د حضرت آيت الله العظمی امام خمينی (رحمة الله) په درس شرکت درلودل او د دی دوو اسلامی علومو د منبع څخه ډير ګټی يوړل. کلونه د حضرت آيت الله علامه طباطبائی (رحمة الله) د تفسير او فلسفی په درس حاضر سوی او د دغه د برکت ډک خرمن څخه ډير ګټی واخيستل د دوی ډير استعداد او پرله پسی کوښښ په درس سبب سو تر څو چی په 25 کلنی د اجتهاد په لوړه درجه ورسيږی او دغه اجتهاد بزرګوار استاذئی حضرت آيت الله العظمی بروجردی (رحمة الله) تائيد کړل.

تدريس (درس ورکول):

کلونه د قم په علمی حوزه کی د سطح درسونه د ډيرو طلبو د پاره تدريس کړل او ډير تر 25 کاله دی چی د اصول او خارج فقه په تدريس مشغول دی د دوی د درس لوړتيا په داسی حد دی چی ډير تر سلو کسو د علمی حوزی فاضلان د دوی په درس حاضر کيږی او د دوی د خارج فقه درس د اسلامی جمهوری د راډيو څه خپريږی او ډير کسان په ټول هيواد او د هيواد د باندی د هغه څه ګټه اخلی.

د طاغوت د سلسلی او حکومت پر ضد سياسی مبارزی:

د هغه زمانی څه چی حضرت امام خمينی (قدس سره) خپل سياسی مبارزی د ظلم او فساد او د پهلوی طاغوتی حکومت پر ضد شروع کړل، حضرت آيت الله فاضل د حضرت امام خمينی د يارانو او ملګرو په صفت ؤ او ګام په ګام د اسلامی انقلاب د ملاتړو او مجاهدو په صف فعاليت درلودل او د قم د علمی حوزی د مدرسينو جامعی د فعالو غړو څخه ؤ او ډيری اعلامئی د اسلامی انقلاب د کاميابی او د اسلامی امت د روښنتيا او د امام خمينی (قدس سره) د رهبری او مرجعيت په ملاتړ صادر کړل چی څو پلا د پهلوی د حکومت د مامورينو له خوا د تحقيقاتو او سوال ځواب د پاره وغوښتل سو او محبس ته واچول سول او په آخر لنګی بندرته تبعيد سول او پسله څلور مياشتی تيرول هلته د يزدو ښارته منتقل سول او په مدت د دوه کال او نيم د تبعيد په ډول هلته تير کړل.

پسله اسلامی انقلاب هر وخت د حضرت امام خمينی (قدس سره) د اسلامی جمهوری بنسټ ايښونکی قوی ملاتړؤ او پسله دوی د حضرت آيت الله خامنه ای (مدظله العالی) د رهبری معظم مقام د پاره ؤ.

دوی د رهبری خبرګان د مجلس د انتخاباتو په لومړی دوره د ايران د اسلامی امت له خوا د دی مجلس د غړی په عنوان وټاکل سو، او ډير تر لس کاله د قم د علمی حوزی مديريت د ښورا عالی رياست ئی پر غاړه درلود.

د اهل بيت (عليهم السلام) سره دوستی او محبت:

د پخوانی زمانې څه د دوی کورنی د اهل بيت (عليهم السلام) د دوستانو په شمير تلل، او هميشه د عزاداری مجلسونه د جمعی په ورځو او د پاکو او معصومو امامانو د وفات په ورځو، او د جشن مجلسونه د هغو بزرګوارانو د زيږيدنی په ورځو د دوی د پلار په بيت (کور) کی وه او دغه برنامی تر اوسه ادامه لری.

د جماعت امام:

عشق په اهل بيت (عليهم السلام) سبب سوی ؤ چی دوی کلونه د قم د مقدس ښار د مداحانو او واعظانو مهم پايګاه يعنی (د آقا سيد حسن تکيه) د جماعت امام وی. د حضرت آيت الله العظمی نجفی مرعشی (رحمة الله) د وفات وروسته د قم د شريف خلګو او روحانيونو د غوښتنی په خاطر او د حضرت معصومی (سلام الله عليها) د مطهر حرم د سرپرستی په تقاضا د هغه مقدس مکان د جماعت امام سول، چی په زرو کسو عالمانو، طلبو او زائرينو د حضرت معصومی (سلام الله عليها)، د جماعت لمونځ د دوی په امامت په ځای کول.

مرجعيت:

د حضرت امام خمينی (قدس سره) د وفات وروسته ډير مؤمنين د تقليد په مسألی و دوی ته مراجعه وکړل، او پسله رحلت د حضرت آيت الله العظمی اراکی (قدس سره) هم د قم د علمی حوزی د مدرسينود جامعی له خوا د لومړنی نفر په عنوان د تقليد د لويو مراجعو څه و مسلمان امت ته معرفی سول.

تأليفات (ليکل سوی کتابونه):

دوی د تدريس او دينی علومو طلبو د تربيت په څنګ ډير کتابونه ليکلی دی چی د دوی د ارزښتمند آثارو په برخو اشاره کيږی:

1- د (تفصيل الشريعه) کتاب (عربی) چی استدلالی شرحی دی د (تحرير الوسيلی) پر شريف کتاب د مرحوم امام خمينی (قدس سره).

2- د (العروة الوثقی) د کتاب پر حايشی (عربی).

3- نهاية التقرير، د مرحوم آيت الله العظمی بروجردی د درس تقريرات په دری جلد (عربی).

4- جامع المسائل په دوه جلده (فارسی).

5- حدود او تعزيرات په دوه جلده (فارسی).

6- کتاب الطهاره (عربی).

7- کتاب الخمس (عربی).

8- المسائل المستحدثه (عربی).

9- ايضاح الکفايه د کفاية الوصول کتاب د تدريس يوه دوره په شپږ جلده (فارسی).

10- د عمری او حج په خلل (شکياتو) رساله (عربی).

11- الاحکام الواضحة (عربی فتواوی).

12- احکام الحج، حاشيی د (تحرير الوسيلی) د حج پر کتاب (عربی).

13- القواعد الفقهية (عربی).

14- نوی تحرير د شيعی د فقه اصول – د معظم له د فقه اصول د درسو تقريرات په لس جلده (فارسی).

15- تبيان الاصول – د معظم له د فقه اصول د درسو تقريرات (عربی).

16- معتمد الاصول – د امام خمينی د فقه اصول د درسو تقريرات د معظم له په قلم په دوه جلده (عربی).

17- رساله د تجاوز او فراغ په قاعده (عربی).

18- د معظم له د اصول د خارج درس تقريرات په شپاړلس جلده (فارسی).

19- د توضيح المسائل رساله (فارسی).

20- د حج مناسک (فارسی).

21- مدخل التفسير د قرآن په علوم (عربی).

22- د حمد د سوری تفسير (عربی).

23- تقيه کول (فارسی).

24- د حضرت علی (عليه السلام) په نظر د حکومت کول آداب (فارسی).

25- د انبيا عصمت.

26- اهل البيت (عليهم السلام) يا د تطهير په آيه کی روښانه څيری ( په فارسی او په عربی).

27- اطهار ائمه (عليهم السلام) يا د وحی پاسداران په قرآن کريم (دغه آخری دوه کتاب د مرحوم آيت الله اشراقی سره ليکلی دی).

28- د ځوانانو د پاره د احکام رساله (فارسی).

29- د حول الحج و العمرة استفتاأت (عربی).

30- مناسک الحج (عربی).

31- احکام العمرة المفردة (فارسی).

حضرت آيت الله العظمی فاضل نور ارزښتمند تأليفات هم لری چی تراوسه په چاپ نه دی رسيدلی.