صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د استاذ سياسی مبارزی:

د استاذ په ژوندانه کی يو مهم دوران سياسی مبارزی دی. هغه وخت چی  حضرت امام خمينی (رحمة الله عليه) خپل سياسی او مذهبی مبارزی ئی شروع کړل او د ظلم، فساد، او کفر په مقابل کی قيام وکړل استاذ هم د خپل لوی معلم څخه  پيروی وکړ او سياسی مبارزی ئی شروع کړل او د حضرت امام (رحمة الله عليه) د سخت سرو شاګردانو څخه ؤ.

او ګام په ګام د امام وشاته روان ؤ. دا مبارزی هم په يواځنی توګه او هم د علميی حوزی د مدرسينو د جامعی د غړی په توګه چی  په هغه وخت کی ډير فعاله وه کيدل. په هغه اول سرکی اتفاق او يووالی د اسلامی انقلاب د بريالی توب مهمه مسئله وه چی  د استاذ په مبارزاتو کی اساسی نقش درلود.

دغه مبارزی او فعاليتونه وه چی  څو پلا د ظالم حکومت له خوا دستګير او تر سوال او ځواب لاندی ونيول سو څو پلا د بندی خانی او ظالم ساواکيانو د شکنجی او آزار خوندئی وڅښل او په آخرکی د هيواد په يوه بده منطقه کی تبعيد سو. اول د تبعيد ځای ئی د لنګی بندرؤ چی  د دوبی به موسم څلور مياشتی ئی وری تير کړل چی  د استاذ په قول 4 مياشتی د 40 کالو په اندازه سخت ؤ. پسله هغه استاذ د يزد په وچی  منطقه کی تبعيد سو او دوه نيم کاله د دوی شريف عمرئی هلته تير سو. چی  دا دوه نيم کاله داسی سخت ؤ چی  هيڅ نوم او توصيف نه پر جوړيږی.

استاذ د دغه تبعيده څخه ښه ګټه وکړه سر بيره پر ليکنی او علمی کارو د خلګو سره ارتباط درلود او دوی ئی د حضرت امام (رحمة الله عليه) د مبارزی پر لاره کی روښانه او ويښ کړل. په دی ډول چی  د انقلاب په ورځو کی د يزد خلګ په مبارزی او شهيد ورکو لوکی لومړنی کسان وه چی  په خالی لاس سره د تانګ – توپ او مرمی و جنګ ته ولاړل او په ورکوولو د ډير شهيدانو، په دلاوری سره پدی لارکی ودريدل. او د انقلاب د کاميابی د پاره ئی لوی ګامونه واخيستل.

د تبعيد دوره تمامه سوه څرنګه چی  د کفر او ظلم دوره هم تمام سو. بدی او بيری ولاړه پاکی او آزادی راغله د کفر تورتيا ورک سو او د اسلام روښانه لمر د وريځو د شا څخه پيدا سو دغه لمر چی  په ټوله نړی زړه وړونکی روښنائی ورکوی. او موږ نن د دغه لمر د روښنائی څخه ګټه اخلو او د دی په ايسته به هم دغه روښنائی به پيدا کړی. او بايد هير نه کړو چی  استاذ غوندی مشران ؤ چی  وريځ ئی د لمر د مخه څخه ايسته کړل او ډير لويه برخه ئی درلودل.