صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د مرجعيت  د مقام درلودل:

هغه کسانوته چی  د شاګردی او تر مرجعيته پوری دغه سخته لار نده معلومه بايد چی  توضيح ورکړه سی چی  تلل پدی سخته لاره يعنی سفر د ډبری څخه تر لعل پوری يعنی تيريدل د څاڅکی څخه تر دريابه پوری يعنی د صفره څخه تر بی نهايته پوری. نو مرجعيت  هغه کاميابه لوړه رتبه د حوزی دی.

ډير کسان پدی لارکی روان دی او کوښښ کوی چی  ځان و دغه مرحلی ته ورسوی ليکن لږ کسان دی چی  ورسيږی او مرجعيت  د پوهی هغه لوړ مقام دی.

اوس د روحانيت د جامعی د پيغام چی  د استاذ آيت الله فاضل د مرجعيت  په باره کی دی غور او تحقيق پر کؤو او احتياج نسته چی  نور شی پر هغه اضافه کړو.

تاريخ د اسلامی امت په ژوندانه کی خپل ځان د هغه نوميالی کسانو چی  په دی لارکی کوښښ کوی پوروړ (مديون) بولی د خدائی علومو بنايان په هره دوره کی نوی دينی، فلسفی او فقهی کارونه د نوی نسل د پاره کړيدی.

د جهادی شيعی تاريخ د داسی کسانو نوم خپور کړيدی چی  د رسولانو په ډول پاکی کالی پر بدن د سر لوړی خولی پر سر او د فکر توره پر ښوندان نيولی تر څو چی  د وليانو د علومو څخه څارنه وکړی. موږ دغه لوی جهاد په علمی – فقهی او د اصول په سنګروکی وينو چی  پدی باره کی يو مختصر توضيح ورکوؤ.

د حضرت امام مهدی صاحب (عج) د غيبت کبری  په دوران کی ممکن نه ؤ چی  د هغه سره څوک په طبيعی ډول ارتباط ولری نو د دينی احکامو مسؤليت او زده کړی و (فقها) لوی عالمانو ته ورسيد چی  د هغه تاريخ راپدی خوا د دغه ستر مسئوليت د پاره کوښښ شروع سو.

د غيبت کبری په دوران کی (فقها) لوی عالمان بايد د خلګو د ورځنی سوالونو ځوابګوی وی چی  د قرآن او اسلامی منابعو څخه بايد ګټه واخلی او د حکم الله ارزشتمند ګوهر ځينی راوباسی او اسلامی ټولنی  ته وښيی چی  دغه مسئوليت د لوی عالمانو پر اوږه باندی ؤ. پدغه خاطرؤ چی  د انديشی خاوندان ګران آثار (ليکنی) ئی لکه (مبسوط)، (شرايع الاحکام)، (نهاية الاحکام)، (جامع المقاصد)، (جواهر الکلام) او (مکاسب) د علمی حوزی ارزشتمند توښی او د پوهانو د لاری څراغ دی.

هغه شخصيت چی  پدی ځای کی رسيږی د اسلامی امت لارښود او ځوابګوی دی. موږ دوی د وليانو د پيژندنی او د (حصون الاسلام) (ورثة الانبيا) او (امناء الرسول) په نامه پيژينو پدی خاطر چی  د دين ساتندوی، د پاک خدای پيغام راوړنکی او د رسولانو امانت لرونکی دی لهذا مرجعيت  د غيبت په ټول دوران کی د لارښود محور دی چی  پدی باره کی حضرت امام خمينی (رحمة الله عليه) داسی فرمايش کړيدی: (فقه د جامعی ساتندوی د ځانګو څخه تر قبره پوری دی).

د مرجعيت  نقشه د تاريخ په هره دوره کی د توجه وړدی د ستمګرو حاکمانو او استعمارګرانو سره مبارزه او مخصوصاً د اسلامی ستر انقلاب د حضرت امام (رحمة الله عليه) په مشرواله او لارښود سره بريالی او د ولايت او امامت نظام بنسټ کښيښودل سو.

نن اسلامی نظام د لوړ الهی انسانانو په درلودلو سره د بين المللی سياست په نظام کی لوړ مقام ئی ګټلی دی او بی جهته ندی چی  نن نړی واله استکبار د مرجعيت  په باره کی بحث او زړه سوځوی د نړی د شيعه مذهبو د پاره د تقليد مرجع معرفی کوی.

پدی حساس شرايط کی چی  د اسلام قسم خوړلی دښمنان د آمريکا په مشری د دين او انقلاب په مقابل کی دريدلی دی او د شيعی د امامت او مرجعيت توښی غواړی چی  وسوځوی. موږ بايد په ډير قدرت د دوی و مخ ته ودريږو او دا انقلاب واصلی خاوندته ئی حضرت مهدی (عليه السلام) ته وروسپارو.

د تهران د مبارز روحانيت د جامعی مرکزی شورا پسله دی چی  حضرت آيت الله العظمی اراکی (رضوان الله تعالی عليه) ناروغه سو څو جلسی ئی جوړی کړی او پسله وفات ئی هم د مرجعيت  او تقليد په باره کی جلسی وسوی چی  پدی جلساتوکی د اسلامی امت غوښتنی او عقيده په ولايت فقيه چی  د انقلاب او امام خمينی (رحمة الله عليه) توښی او غوښتنی وی د خدای په توکل اعلام سو او دا کوښښ پر مبنا د څو مسئلو تشکيل سويدی چی  په لنډ ډول د اسلامی و امت ته پر عرض سو.

د اسلامی انقلاب دښمنان د ولايت فقيه د نظام د ما تولو د پاره سترګی ئی د حضرت امام خمينی (رحمة الله عليه) و ارتحال ته نيولی ؤ او داسی ئی فکر کاوه چی  پسله امام خمينی (رحمة الله عليه) قدرت د مراجع په منځ کی تقسيم او وروسته ضعيف کيږی ليکن د دوی شيطانی اميد د معظم آيات لکه اراکی او ګلپايګانی په ملاتړی سره چی  د حضرت آيت الله خامنه ای دامت برکاته د ولايت او امامته څخه ؤ په نا اميدی تبديل سو. دوی د دی شيطنته څخه لاس وانه اخيستل او پسله وفاته د دغه دوی لوی مرجع و دی لارته ادامه ورکړه چی  په دی طريقه د امامت او ولايت نظام ته تاوان ورسوی.

دين دار و خلګو د روحانيت څخه غوښتل چی  علمی او فقهی کسان د تقليد مهم کار د پاره معرفی کړی. دا وظيفی د روحانيت پر اوږه کی ؤ چی  شرافتمندو خلګوته فقهی شخصيت (لارښود) معرفی کړی.

چی  (وقايع سالفه) ئی تجربه وی د (حوادث واقعه) د پاره او د دغه احکام په درلودلو سره «صائنالنفسه، حافظاً لدينه مخالفا على هواه و مطيعا لامر مولاه» وی.

د تهران د مبارز روحانيت جامعه په ډير احترام سره و ټولو فقهی شخصيتو د قم د علمی حوزی عالمان، مرحوم حضرت آيت الله لعظمی حاج شيخ محمد علی اراکی (رضوان الله تعالی عليه) او نور فقهی مراجعو چی  دغه دروند بار او الهی مسئوليت ئی پر وږه کښلی  دی او د دی دنيا څخه سترګی پټی کړيدی مخصوصاً د ايران د اسلامی جمهوری بنسټ ايښيدونکی حضرت امام خمينی (رحمة الله).او روغتيا او اوږد عمر د اسلامی انقلاب عظيم الشان رهبر د پاره چی  د امامت او ولايت بيرغ ئی پورته نيولی نومان د عظام آيات او فقهی شخصيتو چی  تقليد د هغو مشرانو څخه جايز دی معرفی کوی.

- حضرت آيت الله حاج سيد على خامنه اى.

- حضرت آيت الله حاج محمد فاضل لنكرانى.

- حضرت آيت الله حاج ميرزا جواد آقا تبريزى.

د ويلو وړدی دغه دری عظام آيات پر فوت سوی مجتهد تقليد جايز بولی او هغه کسان چی  د خپل مرجع په دستوراتوکی لاس نلری کولای سی چی  د فوت سوی مجتهد په لارښود مثلاً امام خمينی (رحمة الله عليه) په فتواوی عمل وکړی او د رسالی د نه درلودلو بيره ونلری.

والسلام علي عباد الله الصالحين، د تهران مبارز جامعه (10/9/1373)

دغه بيانيه په ټولو اخباروکی په کال 73 د قوس په  12 ورځ په ټول هيوادکی خپاره سوه.

پدغه وخت کی د قم د علمی حوزی د مدرسينو جامعی هم پدی باره کی بيانيه ورکړل چی  په هغه کی هم استاذ آيت الله فاضل مرجع او د تقليد وړ معرفی سوی ؤ. پدی بيانيه کی استاذ آيت الله فاضل ئی لومړی معرفی کړی ؤ.

لهذا د قم د علمی حوزی د مدرسينو جامعی پدی باره کی څو جلسی وکړی ترڅو چی  په تاريخ 11/9/1373 د جمعی د ورځ په جلسه کی پدی نتيجه ورسيدل چی  حضرات آيات چی  نومان ئی ياديږی د مرجعيت  وړدی او تقليد د هر يو د هغو څخه جايز دی.

1. حضرت آيت الله حاج شيخ محمد فاضل لنكرانى

2. حضرت آيت الله حاج شيخ محمد تقى بهجت

3. حضرت آيت الله حاج سيد على خامنه اى (مقام معظم رهبرى)

4. حضرت آيت الله حاج شيخ حسين وحيد خراسانى

5. حضرت آيت الله حاج شيخ جواد تبريزى

6. حضرت آيت الله حاج سيد موسى شبيرى زنجانى

7. حضرت آيت الله حاج شيخ ناصر مكارم شيرازى (دامت بركاتهم)