صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

اعلان د موضع د مرتد سلمان رشدی په ماجراکی:

پوهيږو مرتد سلمان رشدی ليکونکی دی هندی ټباره مسلمان روزل سوی او تحصيل کړی په غرب کی، لومړی داستان (رمان) ئی د (ګارسيا مارکز) د کارو څخه تقليد کړی ؤ په نامه د (نيمی شپی هلکان) پسله انقلاب په ايران کی ترجمه سو او د مطالعی جماعت د لومړی پلا د پاره د رشدی په نوم آشنا سول. دوهم رمان يا (خراپنامه) د هغه د شيطانی آياتو کتاب ؤ چی  د مخه تر ترجمی په فارسی ژبه په خاطر د دی چی  کينه او دښمنی د اسلام د دين سره او بی احترامی او بی شرمی د قرآن کريم او حضرت رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) و مقام ته معلوم سو نو د ميليونو مسلمانانو غضب په سرعت سره په ټول جهان کی راپورته سول. د ايران خلګ لومړی وار د حضرت امام خمينی د اعلاميو د لاری څخه د دی کتاب سره آشنا سول پسله هغه د ميليونو ايرانی د رسول مبارک د خاندان دوستان احساسو طوفانی او خروښانه سول چی  د هيواد ټول ځايونه ئی په لږ مدت ونيول او مرتد سلمان رشدی د مسلمانانو په غضب او دښمنی اخته سو. شروع د دی جوښ، خروښ او غضب يوه لنډه اعلاميه وه چی  په سهار د دلوی پر 25 په کال 76 د اسلامی انقلاب د رهبر امام خمينی له خوا چاپ او خپور سو. دا غمناکه اعلاميه داسی شروع سو:( انالله و انااليه راجعون، د نړی غيرت مندو مسلمانانو و اطلاع ته رسوؤ، ليکونکی د شيطانی آياتو کتاب چی  د اسلام، قرآن او پيغمبر پر ضد کتاب ليکلی او تنظيم کړيدی او چاپ کوونکی د هغه ټوله په اعدام محکوم دی، د غيرت مندو مسلمانانو څخه غواړم چی  په هره نقطه چی  دوی ئی پيدا کړل ژر تر ژره دوی اعدام کړی. او د امام (رحمة الله عليه ) قطعی حکم چی  قابل د نوی کيدو او فرجام (آخر) نه درلود داسی پايان پيدا کول چی  (څوک که پدی لار کی ووژل سی شهيد دی. انشاء الله تعالی).

دغه حکم په هغه لومړنی ګړيو کی لکه برق (بريښنا) د نړی په شرق او غرب کی خپور سو. او په سرعت سره د رشدی مرسته کوونکی فرنګی ميږيانو سوری او بو واخيستل، په رښتيا سره ميدان د مقابلی پر هغه جمعيت داسی تنګ سو چی  تر مدتو پوری بيهوشه او بی حاله وه چی  څرنګه او د کمی لاری څخه وکولای سی چی  د دی فرمان څخه وتښتی ليکن هيڅ فرصت او هيڅ چاره ئی نسوای پيدا کولای.

کلونه د دی ماجرا او داستان څخه تير سو ترڅو چی  غربيانو جرأت پيدا کړل چی  خپل عکس العمل ښکاره کړی، غربی دولتونه خپل مقابلی د هغو قرار دادو او معاملاتو په واسطه چی  د ايران سره درلود شروع کړل او حتی خپل رابطی ئی په کښته سطح (درجه) مخ ته وړل او لږ لږ دا فرصت ئی پيدا کړل چی  د حکم د لغوی او بی تاثيری خبری وکړی او د دوی آرزو او غوښتنه داوه چی  کاشکی ايرانی مقامات وکولای سی د امام د حکم مضمون زړيدلی او بی تکليف وبولی. کله چی  دا زمزمی پورته سوی دا پلا نوبت د تقليد د مراجعو سو چی  هم زړه او هم ژبه د راحل امام او په قدرت سره د رشدی د طرفدارانو پر مات سوی کوښښو لار وتړی.

حضرت آيت الله فاضل په اوله کی د سلمان رشدی د اعدام د حکم پر ټينګيدو اصرار او ټينګار درلود، د امام په غيبت کی هم په مختلفو مناسبتو د فرصته څخه ګټه اخيستل او د حکم پر اجرا باندی تأکيد او کوښښ کړيدی، د قم د جماعت د امامانو په ديدار کي يادونه هم کړيدی چی  ( تاسو وګوری په هره مسئله او قصه کی که لنډ نه راغلاست په هغه قصه کی کاميابه واست او د سلمان رشدی په قصه کی امام يو مطلب ئی وفرمايل، نور هم تعقيب کړل، اوس وګوری سلمان رشدی په څه خواری او بدبختی ژوند کوی، زما په نظر په ورځ کی سل پلا د ځان د پاره د مرګ غوښتنه کوی او که موږ پدغه قصه کی تنبلی کړی وای اوس و موږ ته په سلو سلمان رشدی جوړ کړی وای او دا د مسلمانانو مقاومت او امام حکم چی  ورکړل سبب سو چی  سلمان رشدی پدی حال ولويږی او انشاء الله د عمر تر آخره پوری پدغه حالت يا بد تره به وی او دوی و هغی ورځی ته منتظر دی چی  دغسی کسان په ټولنه کی آزاد ژوند وکړی او خپلی عقيدی و خلګوته ووائی او مسلمانان په ټوله معنی سره د لاره وباسی او  منحرف (بد لاره) ئی کړی).

حضرت آيت الله فاضل پدی قضيه کی کله چی  احساس کوی غربی هيوادونه مخصوصاً انګليس چی  د امام د تاريخی فتوا د لغوی خوب وينی په يوه عمومی پيغام سره د فتوا خوا نيولی او يوه پلا نور هم د حکم پر پاته کيدو ټينګار کوی. د هغه پيغام اصل او مضمون دا ډول دی.

پسله خپريدل د برخو خبرو خبرسوم چی  د نړی کفر مخصوصاً د انګليس هيواد حکومت پرله پسی کوښښ کوی چی  د حضرت امام تاريخی الهی فتوا د مرتد سلمان رشدی د قتل په باره کی لغوه او باطل کړی، ضرور مي وليدل پدی باره کی اعلان وکړم چی  دغه فتوا په هيڅ ډول، ماتيدونکی او تغير نه کوی، او اوس هم پر ټولو مسلمانانو د نړی د هغه اجرا (کول) واجب دی، او که د اسلامی جمهوری محترم دولت د دی فتوا د اجرا په باره کی نظارت ونه لری، ليکن بايد د دی فتوا د طرفدارانو او دوستانو په رديف (يوستوی ليک) کی وی او پوه سی چی  علمی حوزی او د ايران انقلابی امت زړونه سل په سل مربوط په امام حرکت کوونکی او تپانده دی او هيڅ کله اجازه نه ورکوی چی  دغه فتوا د لاس بازی د خارجی سياستو وسی او هم پوه سی چی  د سلمان رشدی کتاب په حقيقت سره د انګليس د حکومت کتاب دی. هغه ډول چی  سلمان رشدی د خپل حال په بيانو کی اقرار کوی چی  د دی کتاب ټولی سرلوحی د انګليس د دولت (حکومت) په ملاتړ دی. او دغه حکومت چی  توره سابقه د اسلام په مقابل کی لری څرنګه چی  وخت او قدرت پيدا کړی، په سلوسلو سلمان رشدی يا بد تره تر هغه به و روزی. خدای متعال د اسلامی جمهوری مقدس او پاک نظام د هر ضرر او تاوانه څخه وساتی. انشاء الله تعالی 5/7/1377)