صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د نړی د مسلمانانو سره ملاتړ:

په نظر رسيږی د اسلام (موقعيت) په ټوله هيوادوکی چی  د دين په نامه، اسلام ئی خپل رسمی دين قرار ورکړی دی، غير فعال او تشريفاتی موقعيت به وی تر فعاله، متحرکه او ژوندی. او ويل کيږی چی  په ډيرو هيوادوکی اسلام د يو دين په صفت دی چی  برخه د ټولنی اصلی او سنتی ترکيب ښکاره کوی، هغه هم لکه ژبه، نژاد (نسل) او قوم، او په هغه اندازه حساس توب او نه ډير، زموږ په هيوادکی هم ماجرا (داستان) پدغه اندازه مخ ته تلل، ليکن پسله انقلاب عقيده او عشق په محمدی دين پيدا سو، خلګ د دينی روښانه عالمانو په مرسته و پوهيدل چی  اسلام دين اضافه تر يوه وسيلی د ملی يووالی د پاره دی، او اسلام يو حرکت دی چی  د قومی په کوچنيو انداموکی نه ځائيږی او د جهان مسلمانانو د چين څخه نيولی په ليری شرقی آسياکی تر اسپانيی د اروپا د غرب په آخرکی پدی اصلی دليل چی  مسلمانان دی، روح او جان دی يو په مختلفو بدنو او قالبوکی نوبی شک هغه حساسيت چی  انسان د يو مسلمان د ګرفتار يو او زحمتو د پاره اوسيدونکی د شرقی تيمور په جزيروکی دی لری، کولای سی چی  په هغه اندازه حساسيت وی چی  يو مسلمان ساکن د مازندران د آشوراده جزيری په هغه مسايل لګيا دی.

خوا نيول او عکس العملونه زموږ د تقليد د مراجعو په مقابل کی د ګرفتاريو او مصيبتو د پاښل سوی مسلمانو خوندو او ورونو د جهان په ګوښو او کناروکی د غه لار او خط تعقيبوی او استاذ آيت الله فاضل لنکرانی يو د هغو مراجعو څخه دی چی  ويښ، پوه او هری خواته نظر لری چی  د نړی د مسلمانانو پر دينی کاروئی پام او عنايت سته.

د ايران روزنامی (اخبار) او نوری رسانی (دخبر رسولو واسطی) خبر د ملاتړ او مرسته کول د معظم له، له خوا نسبت په وضع د مسلمانانو سره چی  کيږی. په عنوان د نمونی کولای سو چی  د دوی په هغه پيغام اشاره وکړو چی  د کوزوو د غمناکو حوادثو په باره کی خپور سو او پوهيږی هغه چی  د بوسنی و هرزګوين او کوزوو پر مسلمانانو د صربانو له خوا راغلل د معاصر په تاريخ کی سابقه نه درلود د استاذ پيغام چی  د جمهوری اسلامی د روزنامی (اخبار) څخه نقل سويدی وايو: بسم الله الرحمن الرحيم د صربانو او ناټو مشترک جنايتونه، مخصوصاً امريکا د کوزوو د مسلمانانو پر ضد چی  نوی پاڼه د حرکت د اسلام او مسلمانانو پر ضد دی. د عالم مسلمين دی پوه سی، د دوی د وژلو او جنايتو نښه غيرله دی چی  د اسلام د منځه  تلل او د مسلمانانو د خواری او نابودی وی مخ نيوی ئی به ونسی. پرون بوسنی، نن کوزوو او صبا نور اسلامی هيوادونه. ټول مسلمانان مخصوصاً د ايران نجيب او شريف ملت چی  لوی حق د دی دين په ژوندی کيدو لری د کوزوو د مظلومانو سره مرسته به وکړی. او د جلا وطنو او ټپيانو سره مرسته به وکړی او پدی وخت کی خپل حق و اسلام ته تقديم به کړی. خدای د کفار او ظالمينو شر د عالم د مسلمانانو څخه لنډ او وګرځوی.

او د خبر وروسته حکايت لری چی  معظم له ډير مقدار پيسی (روپی) ئی د کوزوو د مسلمانو د مرستی د پاره اختصاص ورکړل.چی  بی شک دا عملونه سابقه داره او اوږده دی.