صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د انتخاباتو په باره کی فوق العاده او مخصوص نظرئی:

بی شک په هغه نظام کی چی  د خلګو په رأيو او نظرياتو متکی دی د انتخاب (تاکل) او انتخاباتو مسئله فوق العاده حساس پايګاه او مخصوص مقام لری. او کله چی  د انقلاب راحل رهبر (رحمة الله عليه) په معروف کلام کی نظر  اچوؤ چی  (د ملت رای ميزان دی).

انتخابات لکه يو ميزان جوړونکی بنياد په ټولنه کی د توجه وړګرځی، ولی چی  انتخابات يوکرل سوی تخم دی په مځکه کی چی  راتلونکی ورته ګوری او حاصل ئی د ټولنی د مديريت مرکز دی، خلګ په لحاظ او خاطر د دغه اهميتو دی چی  د انتخاباتو مسئله په کوښښ او په جوش او خروش تعقيبوی، ليکن د ټولنی پوهان او فکری لارښووان د دوی او د تقليد مراجعو هم کولای سی چی  د خپل د خاص فکر او انديښی څخه راتلونکی لار د خلګو و مقابل ته ترسيم کړی يعنی يوه روښانه لار وښئی ترڅو چی  انتخابات د تبليغاتو تابع نسی او دا کار په ټولو هيوادو او د ټولو انتخاباتو په جريان کی عملی سابقه لری، هغه ډول چی  انتظار لرو د ملت د فکری او د عقيدو رهبرانو نظر و انتخابات ته بايد حزبی او جناحی (پلو داره) نه وی او د تعلقات او مربوطاتو څخه آزاد وی ترڅو چی  د انتخاب او آزادی لارونه وهل سی.

هغه جبهه چی  حضرت آيت الله فاضل د انتخاباتو په مقابل کی خلاصوی آزاد او خلاص ميدان دی چی  په هغه کی د انتخاب حق د خلګو، مقلدانو او د ټولنی دپاره آزاد پريږدی. معظم له د پنځم مجلس د انتخاباتو په جريان کی چی  په  کال 74 په ژمی کی وسو او هم د جمهوری رياست د انتخاباتو اومه دوره چی  د 1376 کال په پسرلی کی اجرا سو په مختلفو مناسبتو او په درسی مجامعوکی خپل نظرئی تر هغه ځايه چی  د هيواد او د ټولنی په ګټه ؤ او انتخاب کوونکی ئی هدايت، او انتخاب سوی ٍشخصيت ئی معرفی او بيانول.

د جمهوری رياست د انتخاباتو په جريان کی چی  د هيواد د اسلامی جامعی د مرکزی شورا اعضاؤ د دوی سره په قم کی ديدار درلود معلوم داره اعلان وکړل چی  و هغه شخص ته رأی ورکړی چی  ولايت فقيه وساتی او اجرائی قدرت ئی تر نورو تعين سوی کسان ډيروی. د قيامت په ورځ هغه ډول چی  دلمانځه پوښتنه ستاسو څخه به وسی. د دی موضوع څخه هم چی  وچاته او ولی رأی دی ورکړل سوال به وسی بنا پردی د جمهوری رياست د انتخاباتو په مسئله کی تنبلی او په پټه سترګه عمل ونه کړی.

دوی همدغسی اصرار کوی چی  هغه څوک انتخاب کړی چی  د اسلامی جمهوری نظام او د اسلام او مسلمانانو او مستضعفينو او د رهبری معظم مقام په ګټه کوښښ وکړی او وکولای سی چی  هيواد ودان کړی. آيت الله فاضل شرکت کول په انتخابات د يو عمومی وظِيفی په صفت ګوری او يا دوی چی  د انتخاباتو د صندوقو و څنګ ته حاضريږو او صالح شخص ته چی  تعين (نامزد) سوی دی رأی ورکوؤ. عزيز ملت په هوښياری او پوهی سره خپل صالح نامزد انتخاب به وکړی.

آيت الله فاضل تأکيد کوی چی  هر څوک آزاد دی چی  هر څوک ته چی  زړه ئی غواړی رأی ورکړی، اما د دی رأی ورکول د پاره بايد حتمی د خدای په حضورکی ځواب ولری.

هغه نظر چی  د ډيرو جريدو او اخبارو په عنوان کی مطرح سوی ؤ او د آيت الله فاضل فرمايشات ئی به ځان کی درلود داؤ چی  د ايران ملت قيم (سرپرست) نه غواړی او زه خاص نظر و هيڅ يو کانديد سوی شخص په باره کی نلرم دا مربوط کيږی په ملت چی  هغه شخص انتخاب وکړی چی  هر وخت د مستضعفينو، متوسط خلګو او لږ درآمده خلګو په فکر وی او داسی طرحی او نظرئی ولری چی  ژر تر ژره د فقر او ناتوانی مخ ونيسی او برطرف ئی کړی.

د پنځم مجلس د انتخاباتو په جريان کی د تعين سوی اشخاصو په پوهی، زړه سوی او تعهد باندی تأکيد درلود.

د دوی د پيغام په بعضو برخو چی  په کال د 1374 حوت په مياشت کی خپور سويدی ګورو.

پدی وخت کی چی  د اسلامی شورا د مجلس پنځمی دوری انتخابات مطرح دی زموږ خلګ توجه لری چی  مجلس يوه مهمه قوه ده چی  د نظام او ملت راتلونکی ژوند او د هيواد ورځنی او معنوی کارونه په هغه اړه لری، لهذا پر هر ايرانی او مسلمان شخص واجب دی چی  پدی مهم امر (وظيفه) شرکت وکړی او شرکت نکول پدی اسلامی وظيفه کی حرام او جايز ندی او سوال به وسی.

زه د ايران د مؤمن او هوښيار ملت څخه انتظار لرم چی  پدی عظيم او عالی صحنه کی حضور پيدا کړی او دښمنان مايوس او سرکښته کړی، او هغه کار پيژندنی کسان چی  متعهد په اسلام او عقيده مند په اسلام او د امام په لار او پيرو د ولايت فقيه او واقعی توجه ولری چی  د هغه ملت له خوا چی  د خدای (جل جلاله) په پيشګاه کی ارزش لری او د عنايت وړدی خاوند د دی مسئوليت سوی ياست او خدمت و دغه ملت ته د ډير لويو فريضو څخه دی او بايد کوښښ وکړی هر څه ژر د دی انقلابی ټولنی اقتصادی، فرهنګی او سياسی مشکلات (سختيو) برطرف کړی او د اسلامی ايران عزيز هيواد د عزت، سر لوړی او اقتدار په لار قرار ورکړی.