صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د (مرکز فقهی ائمه اطهار (ع) [3]) تأسيس په جهت د تشيع د مکتب مقام لوړول او رواج ورکول:

په برکت د اسلامی انقلاب، د بشريت نړی يو پلا بل د اسلام و دين ته مخ کړل او پدی منځ کی، د تشيع مذهب چی  منځ ته راوړونکی د انقلاب ؤ، د نظرو په مرکزکی د توجه وړ وګرځيد.

مسلمانان هم د دروند خوبه څخه راويښ سول او خپل تيرسوی ژوندته ئی وکتل او خپل ځان ته ئی مراجعه او قصدئی وکړل چی  يوه نوی نړی د اسلام د آسمانی تعليماتو پر اساس جوړ کړی. پدي ډول فضاوی د صحيح پوهيدل د تشيع او اسلام د پاره سترګی د علمی حوزو او د هغو په رأس کی د قم د علمی حوزی وخواته ونيول سو او احساس د مرستی و هغو کسانوته چی  د خلګو ځواب ګوی وی معلوم داره ښکاره سو.

هغه کسان چی  د معاصر فقهی غوښتنی و پيژنی او بيله افراط او تفريط او مطابق د صالح نيکه ګانو د سنته سره و دغه درانه او مهمه وظيفه او اجتهادته رسيدلی وی او شيطانی شبهی دفع کړی، او و احتياجوته ښه ځواب ورکړی، د تشيع د رښتين فقه او فقاهت څخه دفاع وکړی او د سختی او تنګ نظريو څخه ليری د هغه د پراختيا د پاره کوښښ وکړی، او په توجه سره د لويو فقيهانو دقيق او ژوره فقهی پيژندنه، سنت او کتاب د الهی بندګی او انسانی ژوند صحيح لار و خلګوته قرار ورکړی.

پردی اساس (مرکز فقهی ائمه اطهار (ع) ) د تشيع د عاليقدر مرجع حضرت آيت الله العظمی فاضل لنکرانی په دستور سره تأسيس سو. دغه مرکز که څه هم د لار په اوله کی دی، ليکن د خدای په مرسته او د حضرت بقية الله الاعظم (عج) په لطف او مهربانی تر اوسه پوری په پنځه برخه کی کوښښ کړيدی او انشاء الله تعالی په پراخه ډول ادامه ورکوی.