صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

 (1)- د تعليم څانګه :

د تعليم په څانګه کی مختلفی دستی (ګروه) فعاليت لری، اوس څلور ګروه په کار مشغول دی.

الف: قضا او قضاوت ګروه، ب: د حج ګروه، ج: د اسلامی اقتصاد (اجاره) ګروه، د: د اصول فقه ګروه.

هر ګروه پنځه نفره لری چی  د يو پوه او لايق استاذ تر نظر لاندی تعليم کوی. دغه کسان او دستی پخپله تحصيل کړی او عالم خلګ دی چی  اقلاً يوه دوره د خارج درس ئی ويلی دی. دوی په خپل ګروه کی فقط اوريدونکی ندی بلکه په بحث، مطالعی او تحقيق سره خپل نظرئی ورکوی او طرح سوی بحثونه د استاذ په مرسته مخ ته وړی.

سږ کال دوهم کال دی چی  د آموزش دستی په کار مشغول دی. د دوی د مطالعو او کار ګټه او نتيجه په تدريج سره حاضريږی او ټولنی ته ورکول کيږی.

اوس قاعده القرعة د يو ګروه د کار حاصل په 1419 هجری د روژی په مياشت کی دی چی  د دی رسالی د ليکونکی په قلم حاجی شيخ حسين کريمی قمی د ياد سوی ګروه استاذ تر چاپ لاندی دی.