صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

بسم الله الرحمن الرحيم

د اينترنت د استفتائاتو مجموعی

د رايت کپی کول معنوی حقوق:

1- سوال :

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

يو څوک ماته يوه سی ډی (CD)د سوغات په ډول راوړی دی چه هغه ئی د اصلی سی ډی له رويه کپی کړيده او د دی کار د پاره د سی ډی د امتياز د خاونده څخه اجازه نلری اوس چه دغه سی ډی د سوغات په ډول ماته راکړه سويده آيا کولای سم د هغه سی ډی څخه ګټه واخلم؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته:

ستاسی د پاره اشکال (عيب) نلری.

والسلام.

=======================

2- سوال :

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم: د ايران جوړ سوی مذهبی سی ډی رانيول چه د هغه پر مخ (تکثير شرعاً حرام دی) ليکل سويدی او د مات سوی قلف په ډول خرڅيږی اشکال لری؟ (په توجه سره پدی چه د اصلی سی ډی قيمت ګران دی او د هغه د رانيول توان نلرم.

والسلام

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د سی ډی د قلف ماتول جايز ندی، ليکن رانيول او ګټه اخيستل د هغه سی ډی چه قلف ئی مات سوی وی اشکال نلری.

والسلام

=======================

3- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

يو څو وخت د يو نرم افزار (کامپيوتری برنامی) چه قلف ئی مات سوی ؤ څخه می کار اخيست اوس غواړم چه تاوان ورکړم بايد څه وکړم؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

ګټه اخيستل د هغه نرم افزار څخه چه بل چا قلف ئی مات کړيدی ستاسی د پاره اشکال نلری.

والسلام

=======================

4- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

زه د خارجی نرم افزارو څخه ګټه اخلم چه بيله اجازی د مولفه څخه کپی سويده آيا په توجه پدی چه ايران د کپی کول قرارداد ئی ندی امضا کړی او په نتيجه دوی هم کولای سی زموږ فرهنګی محصولات او نرم افزار بيله اجازه کپی کړی آيا ضرورت سته چه د دوی د فرهنګی محصولاتو د کپی کوولو د پاره اجازه ونيسو؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

د نرم افزار د قلف ماتول او کپی کول جايز ندی ليکن ګټه اخيستل د مات سوی قلف يا کپی سوی خرڅول او رانيول د هغه اشکال نلری.

والسلام

=======================

5- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

آيا د الماس په شرکت کی د سرمايی ايښودل جايز دی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

دغه شرکتونه د پنتاګون او مثل د هغه شرکتونه دی د هيواد د اقتصاد د پاره ډير تاوان لری او مسؤلين بايد توجه ولری او هر ډول مرسته او سرمايه ايښودل د هغو سره جايز ندی.

والسلام

=======================

6- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم: شخصی ګټه اخيستل د پوهنتون د اينترنټه څخه د رسيدلی خطو د صحيح کوولو د پاره څه حکم لری؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که د مقرراتو او قانون پر خلاف او بيله اجازه د مسؤلينو وی جايز ندی او د پوهنتون اينترنټ د شخصی ګټو د پاره ندی.

والسلام

=======================

7- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

ګټه اخيستل د پوهنتون د اينترنټه څخه د چک ميل د پاره څه حکم لری؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

بيله اجازه د اختيار لرونکی مسؤلينو او يا خلاف د مقرراتو عمل کول جايز ندی.

والسلام

=======================

8- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

آيا ګته اخيستل د دولتی ادارو د اوبو څخه د اوداسه د پاره، دو هم دا چه قند او چای چه د ادارو د کارکوونکو د پاره چه د اداری د پيسی څخه رانيول کيږی د شرعی د نظره څخه اشکال لری که يه؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د هغه اداری کارکوونکو د پاره چه هلته کار کوی اشکال نلری مګر هغه چه مسؤلين منع کړی وی، او د چای او قند په باره کی که پخپله مسؤلين دغه کار کوی او خاصه بودجه لری او د نور حقوق د منځه نه ځی او خلاف د قانون ندی اشکال نلری.

والسلام

ربا[1] (سود خوری):

9- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

زه بنا په ضرورت د يوه نفره څخه می پيسی په ربا واخيستل سر بيره په اصلی پيسی يو مقدار پيسی می هم د ربا په نامه ورکړی دی. د قضاييی محترمه قوه دستور د بيرته ورکول د ربا ئی ورکړی دی زه د تبريز په محکمه کی شکايت او د ورکړه سوی د ربا دپيسی د نيولو ادعا می کړيدی او محترمه محکمه دوسيه ئی د تبريز د خل اختلاف هيئت ته ليږلی ده. د حل اختلاف هيئت هم وخت ورکړيدی چه پخپله سره جوړ سو. په توجه سره د بيان سوی مطلبو:

1- ربا اخيستونکی شخص شرعاً کولای سی چه اخيستل سوی پيسی د ربا په نامه ورنکړی؟

2-  زه هغه وخت پخپله د هغه شخص پسی تللی او د خپل د احتياج او ضرورت د منځه وړلو د پاره د ربا پيسی اخيستی دی اوس بيرته د ورکړه سوی د ربا پيسی خاوند کيدلای سم يا شرعاً زه ملامت يم؟

3-  که د ربا پيسی بيرته واخلم زما تکليف د هغو پيسو سره شرعاً څه شی دی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که هغه پيسی چه دی اخيستی دی د ربا پور وه او د شرعی معاملاتو څخه لکه تجارت او نور معاملی نه وه کولای سی خپل پيسی بيرته واخلی او که څه هم په خپل ميل او تصميم و هغه ته ورکړی ياست او کولای سی چه د هغو پيسو خاوند سی.

د حرام د لاری څخه د شهوت راضی کيدل:

10- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

زه يو مدت کيږی چه د استمناء [2] په زښت او بد عمل می عادت کړيدی.

په تأسف سره هر څه کوښښ د ګناه د پرپښولو د پاره می وکړ بي ګټه وه (حدوداً اوه کال) ستاسی څخه خواهش کوم چه ما لارښوونه وکړی.

تشکر

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

بزرګوار او عزيز وروه تاسی يو مقدار په آرام ځای او يواځی فکر کول، او وروسته د خدای څخه مرسته وغواړه او خواهش وکړه چه لاس دی ونيسی او د دغه بد عمله څخه دی وژغوری، او پدغه هم پوه بسی که ښه فکر وکړی د نفس او شيطان په مقابل کی ناتوانی او کم زوری د يو مؤمن ځوان په مقام او شخصيت کی نسته او سزاوار ندی وهغه ته چه دومره ضعيف سی چه داسی يو کار وکړی چه د مسلمان انسان په شأن کی نسته، او پدغه هم بايد پوه سی چه دغه کار جسمی او روحی ډير تاوانونه د انسان د پاره لری، بايد ډير مطالعه وکړی، ورزش وکړی او د ښه او با اخلاقه دوستانو سره وګرځی تحريک کوونکی او شهوت منظری مګوری او روژه ونيسی د پلار، مور، ورور، خور او خپلوانو سره نيکی وکړی، نافلی لمونځونه وکړی په آخرت او عاقبت د ګناه او پريښول د ګناه فکر وکړی، ان شاء الله خدای متعال ستاسی سره به مرسته وکړی که امکان سته ژر ازدواج وکړی، اميد لرم چه انشاء الله خدای ستاسی د ازدواج وسيلی جوړ کړی.

والسلام

=======================

11- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

زه د حضرت آيت الله فاضل لنکرانی د دفتره څخه سوال لرم.

آيا د اسلام مقدس دين شرع د هغو کسانو د پاره چه 20 کلن نه وی استمناء ئی حرام کړيدی او حدئی ټاکلی دی؟

دليل ئی وماته چه 17 کلن ځوان يم بيان کړی.

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

خدای انشاء الله ستاسی عاقبت په خير کړی.

بلی استمناء حرام دی او فرق نکوی چه څو کلن او پسله رسيدل و بلوغ ته وی، دليل د هغه سر بيره پر آياتو او روايتو د اسلام د عالمانو يو نظر (اجماع) دی چه يو غير طبيعی عمل دی چه د انسان د بدن او روح د پاره ډير تاوان لری.

والسلام

=======================

12- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

په ډير معذرت سوال می درلودله: زه يوه مجرده شپږ ويشت کلنه نجلی يم تراوسه می نامشروع نژدی توب د چا سره نه درلوده، ليکن يوه مريضی لرم او هغه دا ده چه د استمناء په عمل می عادت کړيده او خپل هم جنس می خوښيږی. تر اوسه پوری يواځی د خپل ځانه سره مشغوله وم. څو پلا می وغوښتله چه دغه عمل پريژدم چه تر شل ورځو می هم پری ايښی ده او بيرته می شروع کړيده. په خپل لاس می نده چه د خپل ځان مخ نيوی وکړم او هم احساس د ضرورت کومه. کله چه يو مدت دا کار نکومه شديد عصبی کيږم. غواړم ستاسی نظر پدی باره کی وپوهيږم او په شرعی نظر څه اشکال او عيب او څه حکم لری؟

په ډير تشکر

ځواب:

سلام عليکم:

دغه عمل حرام دی او دنيا او آخرت ته تاوان دی، تاسو کوښښ وکړی چه په مطالعه، د خپلوانو سره تلل او راتلل، ورزش (سپورت)، روژه نيول او نور، دغه کار پريږ دی او د دی د پاره چه عصبی نسی (روانشناس) ډاکترته چه خانم وی ورسی او خپل مشکل ورته وواياست چه د دی عمل په پريښول کاميابه سی. که امکان سته ژر ازدواج وکړی.

والسلام

د تقليد احکام:

13- سوال:

د حضرت  آيت الله العظمی فاضل لنکرانی محضرته

سلام عليکم:

په درناوی او ادب زما سوال دا دی چه:

آيا د ژوندی د تقليد مرجع د ټاکل د پاره د عظام مراجعو د منځه څخه چه معرفی سويدی (اوه نفره يا ډير) بياهم احتياج په تحقيق او پيژندل د اعلم [3] د دوی په منځ کی سته يا هغه معرفی سوی مراجع چه تائيد سويدی ټاکل د هر يو د دغو بزرګوارانو د مقلدينو په ميل کی ده او سره برابر دی؟

په ډير تشکر

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

هر څوک چه مقلد دی بايد پخپله پلټنه وکړی او د پوه او باخبره کسانو څخه پوښتنه وکړی هر څوک ئی چه ټاکلی دی د هغه څخه تقليد وکړی او ضمناً د علميی حوزی د مدرسينو د جامعی په اعلاميه کی د نومانو ليکل په ترتيب سره د نظرو دی.

والسلام

د طلاق احکام:

14- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

حضرت آيت الله العظمی فاضل دام عزه

سلام عليکم:

خواهش کوم چه د سوالو په باره کی خپل شريف نظر بيان کړی:

الف: آيا دری پلا طلاقه سوی د حلال جماع کول (نژدی توب) په واسطه په هغه وختو چه حرام دی (لکه جماع کول په حال کی د احرام، روژه، حيض، نفاس، د فرض لمونځ د لږ وخت په خاطر، نابالغه زوجه (ماندينه) يا د نابالغه افضا [4]  کول د نژدی توب په واسطه) پر لومړی ميړه حلاله کيږی؟

ب: يوه زوجه خپل د ميړی په اجازه په بل کورکی منتقله کيږی او وروسته ميړه ئی طلاق ورکوی. آيا بايد عده په دوهم کورکی ونيسی؟

ج: که د زوجين (ميړه او ماندينه) د ناستی او ژوند ځای بيړی يا مخصوص موتړ وی آيا طلاقه سوی زوجه خپله عده په هغه ځای کی وساتی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

الف: بلی فرق نکوی چه جماع حرام وی يا حلال وی.

ب: هر ځای چه ميړه وټاکی کولای سی چه هلته هستو ګنه وکړی.

ج: بلی.

والسلام

د رانيول او خرڅول احکام:

15- سوال:

سلام عليکم:

زما ميړه د مخه په امريکا کی ژوند کاوه او د هغه ځای د اعتباری کارټو څخه ډيری پيسی اخيستی دی بيله دی چه پيسی ورکړی و ايران ته راوړی او په هغو آپارتمان (کور) رانيولی دی. زه پسله ازدواج د دوی سره پدی مطلب پوه سولمه. آيا دغه پيسی حلال دی ځکه چه يو مقدار ئی په ژوندانه کی خرڅ او په مصرف رسوی. آيا لمونځ کول پدغو آپارتمانو کی زما د پاره بلا مانع دی؟ پخپله د هغه د پاره څه ډول؟ آيا پدغو پيسو خمس تعلق نيسی؟ که امريکا ته ولاړسی بايد دغه پيسی بيرته ورکړی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که په ابتدا کی د ورکول قصدئی نه درلود دغه پيسی حلال ندی، او ستا ميړه بايد هغه پيسی و خاوندانو ته ئی بيرته ورکړی او په هغه ځای کی چه پيسی ئی حلال نه وی رانيول سوی وی لمونځ کول جايز ندی.

او که پيسی پخپله د شخص وی او د ژوندانه د خرڅه څخه اضافه وی خمس د هغه واجب دی، او هغه ډول چه ومو ليکل دوی بايد پيسی و خاوندانوته ئی بيرته ورکړی.

والسلام

=======================

16- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

1- زه يو قرض (پور) لرم چه په څو قسط بايد ادا کړم د مخه تر دی چه قسطونه تمام سی او د خمس ورکوولو وخت می يعنی د خمس کال ورسيږی او يو مقدار پيسی ولرم چه د پاته سوی قسطو څخه لږوی بايد خمس د هغه ورکړم؟

2- که خپلوان ز ما د واده په مراسم کی هديی (بخښښونه) ورکړی وی لکه سکی او نور، آيا بايد خمس د هغو ورکړل سی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

1 – که خپل قرض ورنکړی بايد ټول هغه شيان چه د خمس ورکول د ټاکل په وخت کی لری او اضافه دی خمس ئی ورکړی. که په هغه خپل خرڅ ورکړی خمس نلری.

2- که هغه د مخه تر ټاکل سوی وخت د خمس ورکول يعنی خمس کال په ژوندانه کی مصرف او خرڅ کړی خمس نلری او که تر خمسی کال پوری پاته سو په احتياط واجب سره د هغه خمس ورکړی.

والسلام

=======================

17- سوال:

سلام عليکم:

بسم الله الرحمن الرحيم

يو هنکنګی شرکت د شبکه ئی بازار پيدا کوولو د پاره (بازاريابی[5]) په الماس خرڅول اقدام کړيدی. پدی صورت چه موږ د 400 دالری الماس د رانيول دپاره 150 دالره وشرکت ته ورکړی او وروسته د هغه د پاره بازاريابی کوؤ.

شرکت پر هر شپږ نفره چه زموږ په واسطه د الماس د رانيول د پاره تشويق سوی 150 دالره ورکړی او پخپله هم بازارياب سی 100 دالره و موږ ته کميسيون (دلالی) ورکوی چه په اصل پاته سوی د الماس پيسی د دی لاری څخه ورکړ سوی او خاوند د هغه کيږو. او پسله دی چه الماس هم موږ ته ورسيد بياهم د بازاريابی دلالی ادامه لری. دغه معامله چه ډير رواج لری څه ډول دی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

دا ډول معاملی د هيواد د اقتصاد ريښه وچوی بناپر دی هر ډول معاملی د دوی سره جايز ندی.

والسلام

=======================

18- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

1- په مجموع  ډول سره د بورس په معاملاتوکی شرکت څه حکم لری؟

2 – د يوی ډلی کار او کسب بورس دی. دوی د شرکتو وضعيت ګوری او پدی نتيجه رسيږی چه د شرکت د سهام قيمت لوړيږی نو د هغه شرکت سهام رانيسی او پسله هغه چه ګران سو سهام خرڅوی او ګټه کوی بعضی وختو نه چه بازار پورته او کښته کيږی ډيری ګټی کوی او هم کيږی چه تاوان وکړی. که موږ خپل سرمايه دغو اشخاصوته ورکړو پيسی چه د دی لاری څخه په لاس راځی څه حکم لری؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

1 – که معاملی ربا نه وی اشکال نلری.

2 – سرمايه که و دوی ته ورکړی چه ستاسو په پيسو شيان رانيسی او خرڅ کړی او د تجارت شرايط ولری اشکال نلری.

والسلام

=======================

19- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د حضرت عالی فتوا د الماس اينترنتی رانيول په باره د بلژيکی ک. س. ای. شرکته څخه او مالی ګټه د مشتری د پيدا کوولو د لاری څخه د هغه شرکت د پاره، څه دی. او دغه شرکت د پنتاګونا او ګولد کوبيست د شرکته څخه تو پيری کوی او دغه شرکت په رښتيا سره الماس خرڅوی.

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

دا ډول معاملی د اسلامی هيوادو د اقتصاد د پاره ډير تاوان لری بنا پر دی جايز ندی.

والسلام

=======================

20- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

غواړم چه پوه سم د چک رانيول او خرڅول جايز دی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که چک پخپله د شخص نه وی د بل چا چک خرځ کړی اشکال نلری.

واالسلام

=======================

21- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

يو نفر د جنس د رانيول په مقابل خرڅوونکی ته چک ورکړيدی، او خرڅوونکی د مخه تر دی چه د چک تاريخ ورسيږی و پيسی ته ئی احتياج پيدا کوی. آيا اجازه سته چه د هغه چک په لږ قيمت تر هغه چه سته رانيسو؟ تشکر کوم.

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

اشکال نلری.

والسلام

د خمس احکام:

22- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

1 – د اختر بخښښی پيسی، د کالی پيسی، د معاش پيسی، او د مغازی څخه د رانيول بن [6] په هغو خمس تعلق نيسی؟

2- څوک چه وام [7] اخيستی وی او د وام پور لری په هغه خمس تعلق نيسی؟

3 – د پيسی ټولول د کور او موټر د رانيول د پاره د احتياج په اندازه په خمس کی شامل کيږی؟

4- که څوک تر اوسه پوری خمس ندی ورکړی اوس څه ډول د خپل د مال او اساس خمس حساب کړی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

1- هغه څه چه د ژوندانه مصرف کيږی خمس نلری.

2 – که يو مقدار سپما او اضافه پر مصرف ولری خمس لری.

3 – يه په خمس تعلق نه نيسی.

4 – و تقليد مرجع يا وکيل ته ئی مراجعه او هر څه چه اضافه پر مصرف د ژوندانه لری حسابوی او د هغه خمس ورکوی.

والسلام

=======================

23- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د مخه دغه سوال می د جناب عالی څخه پوښتنه کړيدی.

زه کور نلرم پلارمی څو اتاق (خونی) خپل په کورکی ماته راکړيدی چه يو څو مدت هستو ګنه پکښی کی وکړم. فقط يو مځکه لرم او يو مقدار پيسی په بانک کی چه غواړم د هغو پيسو پواسطه د بانکه څخه وام واخلم او هغه پيسی پر مځکه د کور د ودانول د پاره په مصرف ورسوم او يا يو کوچنی کور رانيسم. آيا په هغه پيسی چه په بانک کی لرم خمس تعلق نيسی که يه؟ جنابعالی فرمايلی مودی چه تعلق نه نيسی. اوس غواړم پوښتنه وکړم که يو مقدار دغه پيسی زما د ماندينی وی آيا حکم توپير کوی که يه ؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د حضرت آيت الله العظمی فاضل لنکرانی دام ظله په نظر که د کور د خاوند کيدل د پاره چه ليکلی مودی بله لار نلری خمس تعلق نه نيسی، حتی که ستاسی د ماندينی پيسی وی.

والسلام

=======================

24- سوال:

سلام عليکم:

آيا په هغه پيسی چه د تمتع حج د پاره په بانک کی ايښول کيږی خمس تعلق نيسی که يه ؟

که ځواب مثبت دی آيا هر کال بايد د هغه خمس ورکړه سی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که حج پر هغه ثابت او واجب سوی وی د نفقی صفت لری او خمس نلری.

والسلام

=======================

25- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

آيا هديه خمس لری؟ دغه هديه د تحصيل د خرڅ د پاره ده.

تشکر

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که کال پر تير نسی او مصرف سی خمس نلری ليکن که کال پر هغه تير سو بناپر احتياط واجب د هغه خمس ورکړی.

والسلام

=======================

26- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

زه د سپاه د غړو څخه يم. که د خمسی کال په سرکی په خوراکی شيان چه په کورکی لرو شک ولرم چه آيا يو کال پر هغه تير سويدی که يه؟ څه ډول بايد خمس ئی حساب کړم؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

په هغه څه چه يقين لری حساب کړی او په هغه چه شک لری خمس واجب ندی.

والسلام

د اوداسه احکام:

27- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

زه د اوبو په نل کښی ليګايم او د (پی. وی. سی) د سرښم څخه کار اخلم او د دستکلی څخه نسم ګټه اخيستلای او لاس می په سرښ ککړ کيږی او د اوداسه د پاره تقريباً نيم ساعت غواړی چه پاک کړم او دا کار زما د پاره ډير سخت دی، آيا بله لار (لکه تيمم يا د جبيری اوداسه) څخه کولای سم ګټه واخلم يا حتمی بايد اوداسه ونيسم او سرښ پاک کړم؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

کوښښ وکړی که کولای سی د ککړ کيدل مخ نيوی وکړی او که نه کيږی او پاک کول د هغه آسان دی پاک کړی او که نه کيږی او سخت دی د جبيری په دستور عمل وکړی پدی معنی چه اوداسه ونيسی او بنابر احتياط واجب تيمم هم وکړی.

والسلام

=======================

28- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

آيا په هغه اوداسه چه د سهار دلمانځه د پاره نيول سويده او باطل سوی نه وی کيږی د ماپښين لمونځ په ځای سی؟

والسلام

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

بلی کولای سی تر هغه وخته پوری چه يقين ولری چه باطل سوی ندی هر لمونځ په هغه کيږی.

والسلام

=======================

29- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که د مسح ځای دوه پلا مسح وکاږو اوداسه باطل کيږی که يه؟ که په لومړی مسح کی د مسح ټول ځای لوند نسی او بيا مسح وکاږو څرنګه؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

دوه پلا د مسح کښل که د احتياط د پاره وی عيب نلری.

والسلام

د خوړلو اوځښلو احکام:

30- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د چنګاښ د غوښی خوړل څه حکم لری؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

جايز ندی.

والسلام

=======================

31- سوال:

آيا خاويار[8] حلال دی ؟ ولی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که خاويار د حلال غوښو کب په نس کی وی يعنی هغه کبان چه فلس [9] او پولک لری د هغو خاوريار هم حلال دی، او که د هغه کبان وی چه فلس نلری يعنی پوست ئی صاف دی خاويار د هغو حرام دی.

والسلام

د ليدل احکام:

32- سوال:

1 – د ښځو د ورزشی عکسو ليدل چه د هغو د بدن يوه برخه لوڅ وی په مستقيم يا غير مستقيم ډول د تلويزيون څخه د نارينه کسانو د پاره څه حکم لری؟ آيا که سړی متاهل يا مجرد وی د مسئلی په حکم کی توپير کوی؟

2 – شرعی حکم د سکسی فيلمو د ليدلو د پاره د ميړه او ماندينه چه يو د بل په څنګ کی د هغو په ليدل لګيا دی څه شی دی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم

1 – جايز ندی او مفسده (فساد) لری.

2 – جايز ندی.

والسلام

موسيقی[10] او سندری په ښه آواز:

33- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم

آيا غوږ نيول په مجاز (اجازه ورکړه سوی) موسيقی چه د لهو او لعب (بی ګټه او بدو کارو) او عياشی مجلسو ندی چه د ښځی په واسطه ويل کيږی د نارينو د پاره جايز دی؟ د ښځو د پاره څرنګه؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم

يه جايز ندی او د ښځو سندری ويل د غنا (ښه آواز) په ډول د نارينه او ښځو د پاره ووائی حرام دی.

والسلام

=======================

34- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم
آيا موسيقی اشکال لری؟ که اشکال لری خپل دليل بيان کړی ترڅو چه په دليل و منم.

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم

لهوی موسيقی يعنی د لهو او لعب د مجلسو موسيقی حرام دی او دليل ئی د مقلد د پاره د تقليد د مرجع فتوا او د تقليد د مرجع د پاره آياتونه او روايتونه پدی باره دی چه په فقه کی په صحيح او مفصل ډول بحث سويدی او يو خط د هغه د بيان ځای نلری.

والسلام

=======================

35- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم
خواهش کوم وفرماياست چه د ښځو ږغ او آواز مطلق غنا ده يا داچه که يوه ښځه يو شعر يا مطلب چه د غنا په ډول نه وی ولولی غنا نده؟ لطفاً عنايت وکړی د غنائی موسيقی حدود بيان کړی. ستاسی د زحمتو څخه تشکر کوم.

والسلام

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم
1 – د ښځی ږغ مطلق غنا نده د غنائی برخه ئی حرامه ده او د غير غنا په ډول ويل په خاطر د دی چه د بيګانه ښځی آواز ده نه بايد هغه واورو او مخصوصاً که د فساد او د شهوت د تحريک سبب وی او يا دا چه يو سړی د خوند اخيستل په قصد په هغه غوږ ونيسی.

2 – هغه حرام غنا او لهوی موسيقی هغه غنا او موسيقی ده چه د لهو و لعب د مجلسو سره مناسب، باطل او عياشی وی.

والسلام

د لمونځ احکام:

36- سوال:

د جنابعالی ومحضرته سلام

لطفاً د لمانځه د شکياتو په باره کی مطلبونه وماته وليږی.

تشکر حق مو وساتی

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم

د حضرت آيت الله العظمی فاضل لنکرانی دام ظله په رساله کی چه په همدی سايت موجود دی مراجعه وکړی.

د 196 صفحی څخه تر 212 .

والسلام

=======================

37- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام او ستړی مسی

يو شخص دی چه په خراسان کی ساکن او هوسيږی او شپږ مياشتی دی چه په شهريارکی د يوی نانوائی د جوړول د پاره دايم په تګ اوراتګ دی او کله لس ورځی او کله لږ يا ډير هلته پاتيږی او بيرته خپل وطن ته راځی او دغه مدت په خپل وطن کی هم پاتيږی او هغه مدت چه مسافرت ته  ځی د دغو کارو پسی تهران او کرج ته هم ځی او بيرته شهريار ته راځی اوس د هغه د لمونځ او روژی حکم څه شی دی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم

د حضرت آيت الله العظمی فاضل لنکرانی دام ظله په نظر د هغه روژه او لمونځ چه په خپل وطن کی نه وی قصر دی مګر هغه چه په يو ځای کی د لسو ورځو د پاتيدل قصد ولری.

والسلام

=======================

38- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

که د سجدی په وخت کی يا پسله هغه شک وکړی چه اوله سجده ده يا دوهمه سجده تکليف څه دی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم
بايد يوه بله سجده وسی.

والسلام

=======================

39- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم

د قيام په باره کی: په لغت کی د هغه معنی او په لمانځه کی د هغه اصطلاح څه دی او د رکوع په متصل قيام د لاس پورته کول چه مستحب دی که د الله اکبر په وخت کی وی اشکال پيدا کوی که يه ؟ په ډير تشکر او دعا د ځوانانو د پاره.

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم

قيام يعنی دريدل: او قيام په لمانځه کی شرايط لری چه کولای سی په دغه سايت کی د حضرت  آيت الله العظمی فاضل لنکرانی دام ظله د پارسی رسالی څخه ګټه واخلی او د مخه تر رکوع د تکبير په حال کی د لاس پورته کول عيب نلری بلکه مستحب دی.

والسلام

=======================

40- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

څوک چه د جماعت دلمانځه د پاره ځای نيولی دی تر څه وخت نه کيږی د هغه پر ځای ودريږو؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم
که د اوداسه او طهارت د پاره تللی وی د هغه ځای پخپله د هغه د پاره محفوظ دی او څوک نسی کولای د هغه پر ځای لمونځ وکړی او که په غير معمول ډول ځای ئی نيولی وی لکه چه غرمه د شپی د پاره ځای ونيسی چه نسی غرمه هلته لمونځ وکړی، پدی ډول د غرمی د لمانځه د پاره هغه حق نلری هلته او بل څوک کولای لمونځ وکړی.

والسلام

=======================

41- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

زه په ډيرو د شپو محتلم [11] کيږم ليکن نه متوجه کيږم (حتی کله چه د هغه د نښی پسی ګرځم) او د سهار، ماپشين او مازديګر لمونځ هم کوم د دی لمونځو حکم څه دی او زما وظيفه څه دی؟

تشکر

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم

هغه لمونځونه چه د جنب په حالت دی کړيدی د هغو لمونځو قضا بايد وکړی او څه پوه سی چه جنب سوی ئی يا پسله لمانځه متوجه سی.

والسلام

=======================

42- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

يو مدت کيږی چه زما او زما دوستانو په منځ کی د يوی خبری په باره بحث شروع سويدی چه ويل کيږی چه لمونځ بيله منل د ولايت، [12] د خدای تعالی د قبول وړ نه ګرځی. غواړو پوه سو چه مقصد د ولايت دلته څه دی؟ آيا مقصد د حضرت علی (ع) ولايت دی؟ آيا د ولايت پوهيدل هغه پوهيدل دی چه په ځای او وخت سره تعريف کيږی؟ که مقصد د ولايت، زموږ د زمانی ولايت دی او آيا د ولايت اصل منل کافی دی يا بايد هغه شخص چه ولايت د هغه په لاس کی دی هم قبول ولرو؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم

مقصد د ولايت، د معصومو امامانو سلام الله عليهم اجمعين ولايت دی، پدی معنی چه هغو ټاکل سوی د خدای تعالی له خوا او واجب الاطاعة ومنو او هر څه فرمايلی دی د زړه له کومی قبول کړو، او پدی زمان ولايت د حضرت مهدی سلام الله عليه په صفت د ژوندی امام او د نظرو څخه غايب او پيژندل د هغه دى او بايد هغه واجب الاطاعة ومنو.

والسلام

د روژی احکام:

43- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

څوک چه خپل روژه په حرام کار باطل کړی حال دا چه په قصده نه غوښت تکليف د هغه څه دی؟

او که اوه کاله د هغه څخه تير سی څه؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

فرق نکوی چه څو کاله تير سوی وی، که په قصده روژه ئی باطل کړيدی کفاره پر هغه واجب دی او ستاسی سوال مبهم او نا معلوم دی، که ډير توضيح ورکړی انشاء الله ځواب به ورکړو.

والسلام

=======================

44- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

معتاد شخص په مخدر مواد نسی کولای روژه ونيسی غواړم پوه سم آيا کولای سی د ورځ په منځ کی چه روژه هم لری د مخدر مواده څخه ګټه واخلی (سګريت، ترياک، هروئين او نور) آيا د هغو د دود په استعمال روژه باطل کيږی که يه؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

بناپر احتياط روژه باطلوی، ليکن که شخص ناچاره وی روژه ونيسی او د دخانياته څخه د ضرورت په اندازه او په پټه ګټه وکړی.

والسلام

=======================

45- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکـم:

د رمضان د مياشتی د شروع د پاره ولی نه کيږی د صحيح جنتريو څخه ګټه وسی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

قانون د شوال او رمضان د مياشتو د نوی کيدل او ټول قمری مياشتی،ليدل د مياشتی په غير مسلح [13] سترګو دی د روايتو په دليل. جنتری او لکه د هغه نه کيږی چه مياشت د لومړی او آخر د اثبات د پاره حجت او سند سی.

والسلام

د قمار احکام:

46- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

د حضرت آيت الله العظمی فاضل لنکرانی خدمت ته سلام:

ومی غوښتل که زحمت نه وی زما وسوال ته ځواب وفرماياست.

ومی غوښتل ستاسی نظر د بليارد د ورزش په باره و پوهيږم او غواړم پوه سم چه مشغوليت پدی ښاد او خوښحاله ورزش څه حکم لری؟

تشکر ستاسی څخه

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که بليارد د قمار وسيله وی بازی په هغه جايز ندی، که څه هم ګټل او بايلل په هغه کی نه وی.

والسلام

=======================

47- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د سطرنج او ورق بازی په باره هغه هم د هغو ځوانانو د پاره چه د لوی او کوچنی مختلفو ګناهونو آمادګی لری ستاسی حکم څه دی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

فرق نکوی سطرنج او ورق بازی تر هغه وخته چه دغه دوه د قمار واسطی دی، حرام دی.

والسلام

=======================

48- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

عاليقدر مرجع ستاسی خدمت ته سلام:

په ورق بازی کول که د شرط پر سر نوی څه حکم لری؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

پاسور (ورقی) د قمار واسطی دی او بازی په هغه حتی بيله ګټل او بايلل هم حرام دی.

والسلام

=======================

49- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

آيا په پاسور بازی او په کامپيوتر د تخته نرد [14]بازی چه يو طرفه دی صحيح دی که يه؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که د قمار واسطه وی جايز نه دی.

والسلام

د طب مسئلی:

50- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

پسله سلام او دوستی:

ستاسی د شريف حضور څخه خواهش کوم چه خپل شريف فتوا زما دلارښوونی د پاره دستور وليږی:

الف: يو سړی دوی ماندينی لری آيا جايز دی د ميړی نطفه د لومړنی ماندينی د تخمه سره د رحم (نس) د باندی يو ځای کړی او د دوهمی ماندينی په رحم کی کښيږ دی (په خاطر د لومړنی ماندينی د رحم د نه درلودل قدرت د اولاد د ساتنی د پاره) اولاد په خاطر د دغه عمل مربوط په کم يو دی؟ د ميراث د نظر.

ب: آيا څوک چه د اقتصاد د نظره څخه د خپل د طفل د ساتنی قدرت او توان نلری، کولای سی د پيسی په مقابل خپل اولاد بله کورنی ته ورکړی چه لوی ئی کړی؟

ج: په هغه ځايو چه ټولنه غواړی ښه ګټه وکړی چه د حريم (پراختيا) زور د ملکو خاوند په تاوان سی آيا کيږی دغه ښه ګټه د انسان د حريم په خاطر اجازه وی (لکه معلوم سوی حريم د برخو سړکو د پاره په خاطر د شنو ميدانو)؟

تر ټولو د مخه د حضرتعالی د ډيرو توجهاتو او عناياتو څخه تشکر کوم.

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

1-اشکال نلری، اولاد د هغه مور دی چه د هغه د نس څخه زيږيدل سويدی.

2- په هيچ ډول د دی کار حق نلری او هغه پيسی هم چه اخيستی دی حرام او نه کيږی چه د هغه خاوند سی، او د بل يو د پاره هم د نورو اولاد مربوط کول په ځان جايز نه دی.

3-  دغه مسئلی د عموم او قانون په نظر اړه لری او ليکن په هر ډول بايد د مځکو د خاوند رضايت حاصل سی.

والسلام

=======================

51- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که يوه ښځه د رحم دخراپی او معيوبی په خاطر د اولاد درلودل قدرت ونه لری او ډاکټران دغه تشخيص ئی ورکړی وی د حضرت عالی په نظر کولای سی د بلی ښځی رحم اجاره کړی او د ماندينی تخمک د ميړی د سپرمه سره د دی ښځی په رحم کی ځای ورکړی؟ او که دغه کار وسی د دغه اولاد مور کمه يوه ده؟ او آيا سړی د محرميت د پاره بايد د دوهمی ښځی سره د موقت عقد صيغه جاری کړی؟

او د دغی صيغی مدت څومره بايد وی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

په اصل دغه کار جايز ندی، او که ځای ورکړل د اولاد د مور هغه ښځه ده چه اولاد د هغه په رحم کی لوی سوی دی او د محرميت د صيغی ويل هم لازم ندی.

والسلام

د ازدواج احکام:

52- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د کورنی ارثی کور دری دانګه (برخه) او 500 سکی د خپل ماندينی مهريه می کړيدی ليکن تر اوسه پوری چه زموږ د ازدواجه څخه دوه کاله تيريږی او تراوسه می د کور دری برخه د هغی په نامه ندی کړی او په خپل وعده می عمل کړی ندی. آيا نور پور سر بيره پر دغه مهريه چه ورکړی می ندی زما پر غاړه د خدای متعال په مقابل، ماندينه می او کورنی ئی، مخصوصاً بزرګوار پلارئی دغه روحانی او شريف سيد چه د دی موضوع پر سر د دوی د رضايت ورکول په خاطرما پخپل تعهد عمل نه کول روحی ضربه می وهغه ته وهلی دی، پاته دی؟ که وغواړم د کور د مسئلی د حل کيدل تر وخته پوری، اقلاً د کور د قيمت په اندازه د مهر سوی سکی پر تعداد اضافه کړم د مثال په ډول 1000 سکی مهر کړم امکان لری. قانونی او شرعی حکم د هغه څه ډول دی؟

تشکر

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

سر بيره د کور دری برخه نور پور ستاسی پر غاړه نسته او ليکن کولای سی د خپل ماندينی سره هر ډول تاسو دواړه وغواړی مصالحه وکړی او لازم ندی شی اضافه ورکړی، او کولای سی هر څه وهغی ته وبخښی، ليکن هيڅ يو د دغه د مهريی عنوان او صفت نه لری او مهريه هغه ده چه عقد پر ويل سويدی.

والسلام

=======================

53- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام او د روغتيا غوښتنه د بزرګوار عالم د پاره

زه شرعی سوال لرم غواړم چه د هغه عالی قدر مرجع څخه غوښتنه وکړم ما پدی کار کی لارښوونه وکړی.

د يوی نجلی سره شناخته سوی يم چه مجبوريم د دی آشنائی او د پيژندل د پاره خبری او نژدی رابطی ولرم. د هغه ځايه څخه چه دغه د پيژندل رابطه د نامحرمه سره په محرميت حاصليږی او د يوی خوا ځکه چه تر اوسه هغی نه پيژنم چه وغواړم د هغی څخه غوښتنه وکړم د دی خوا کورنی هم د دی موضوع څخه ندی خبر.

غواړم پوه سم چه زموږ په منځ کی د صيغی ويل بيله دی چه د نجلی پلار خبر وی اعتبار لری او کيدلای سی د ډير پيژندل د پاره بيله دی چه د نجلی پلار خبرسی، نجلی صيغه کړم که يه ؟

تشکر

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

بناپر احتياط بايد د نجلی د پلار اجازه حاصل کړی.

والسلام

ديه[15]:

54- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

په هغه ځای چه د اميدواری ښځی د نارس اولاد اچول جايز دی آيا ديه ثابته ده؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

بلی په ټول مرحلی د نارس اولاد اچول ديه ثابته ده.

والسلام

د ميړه او ماندينی مسئلی:

55- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

آيا د خپل جنسی تحريک (ښورول) او د انزال (منی راوتل) و مرحلی ته رسيدل په خپل لاس د ميړه او ماندينی د هر يو د پاره د خپل همسر په څنګ کی او په کامل رضايت د دوی دغه کار استمنا حسابل کيږی که يه ؟ يا دغه هم د ميړه او ښځی د نژدی توب يوه برخه ده، مخصوصاً د هغو ښځو د پاره چه د نژدی توب په جريان کی ډير په جنسی لوړه نقطه نه رسيږی او دغه کار د هغه د روح او بدن د ناروغتيا سبب ګرځی.

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د هر يو د پاره په خپل لاس حرام دی او هغه استمنا حسابل کيږی، او ليکن د ميړه د پاره د ماندينی په لاس او د ماندينی د پاره د ميړه په لاس عيب نلری.

والسلام

=======================

56- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

1- آيا د ښځو د پاره هم د ښوخی او بازی (ملاعبی) په وخت کی د مذی اوبه سته که يه ؟ د هغه حکم څه دی؟

2- د معاشقی په وخت کی (د ميړی او ماندينی مچول او د بدن لاس وهل يو د  بل) اوبه يا لوند شی چه د ښځو څخه راوځی او د ښځو د نم ناکه موادو په شکل دی پاک دی که يه ؟ آيا د دی ډول اوبو په راوتل غسل پر هغو واجب کيږی؟

3- په عمليی رسالوکی د ښځو د پاره د جنابت نښی واضح او روښانه ندی. آيا منی نوری نښی لکه رنګ او ...... هم لری لطفاً ډير شرح او بيان وفرماياست.

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

1- بلی ممکن دی، او غسل يا اوداسه نه واجب کيږی او پاک دی.

2- که د شهوته سره وی غسل غواړی او احتياط هغه دی چه دلمانځه د پاره هم اودس ونيسی.

3- نښه د هغه په ښځه کی د منی راوتل په شهوت سره دی، او نور دوی نښی چه د منی غورځيدل او د بدن ضعيفيدل وی لازم ندی.

والسلام

د مسافر روژه او لمونځ:

57- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د يوی اداری کار کونکی ممکن دی هره مياشت يو يا څو پلا په نا منظم ډول د شغلی کارو د پاره نور و ښاروته واستول سی د دوی د لمانځه او روژی تکليف په څه ډول دی.

والسلام

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د دوی لمونځ مات او روژه هم نسی کولای ونيسی، مګر داچه د ماموريت په ځای کی د لسو ورځو قصد وکړی.

والسلام

=======================

58- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

لطفاً د حج سفر د لمانځه د قرائت په باره کی توصيی او لارښوونی وفرماياست. آيا اصل پر ټينګار د قرائت ويل دی؟ آيا په همډول حروف حتماً بايد حروف د مخرجه څخه ادا سی يا په هغه مقدار چه د هغو د ادا کول  په منځ کی توپير وی بس دی؟ که د حروف صحيح ادا کول سخت او مشکل وی څه؟

که څوک خپل کوښښ د زده کول د پاره وکړی ليکن هم هغسی صحيح ادا نکړی څه؟

يو څوک چه اوس په پښو فلج (ګوډ) دی او پام ئی سويدی چه لمونځ ئی د هغه د سلامتی په دوران کی په هر دليل بايد قضا سی او بيرته وويل سی. آيا کولای سی په ناست هغه لمونځونه وکړی ؟ يا بايد بل څوک نايب کړی چه حتمی په ولار لمونځ وکړی؟

تشکر کوم

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

1- يه  اصل پر ټينګار په دين کی نسته بلکه اصل پر عکس د هغه دی او ليکن بايد دلمانځه قرائت صحيح وی او مخصوص د حج د پاره هم ندی او ليکن ځکه په حج کی خاص شکل لری نوخلګ ډير توجه کوی، تاسوته لازم ندی چه حتمی هغه څه چه عالمان تجويد ويلی دی پر ځای کړی، بلکه که حروف سره فرق ولری او غلط ادا نسی بس دی او که صحيح ادا کول ئی سخت وی هر ډول کولای سی وواياست.

2- بلی هر ډول کولای سی بايد پخپله قضا کړی او نسی کولای نايب ونيسی.

د هلک او نجلی رابطی:

59- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

زه يو څو مدت د يوی نجلي سره دوست وم او هر دواړه مو د ازدواج قصد يو د بل سره درلود. په هغه مدت چه يو د بل سره مو دوستی درلود بعضی وختو يو د بل لاس مونيول. آيا ګناه مو کړيدی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

بلی ګناه مو کړيدی، بايد توبه وکړی او پسله دی هم دغه کارونه  ونه کړی. ان شاء الله .

والسلام

د پور احکام:

60- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د مؤسسو او بانکو کارکونکی د ورځنی کار يوه برخه ئی مربوط په ربوی پور يا بل حرام کار دی. اصل کار او د هغه په مقابل کی معاش اخيستل څه حکم لری؟

بل څوک ئی وکيل کړيدی چه ميندی ئی طلاق ورکړی. ماندينه د دی د پاره چه ميړه د رجوع (مراجعه کول) حق ونه لری خپل مهرئی بخښلی ده ترڅو چه د مبارات [16]طلاق پر ځای سی. وکيل د موکل د رضايت په نيول د مبارات د طلاق صيغه جاری کوی. آيا د رجوع حق د ميړی د پاره پاته دی؟

که ماندينه د خپل بخښښ د عدی په وخت کی رجوع وکړی، آيا د رجوع حق د ميړی د پاره پاته دی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

1- د حرام کارکول په مقابل کی نسی کولای معاش واخلی.

2- د مبارات په طلاق کی کراهت (ناخوښی او بيزاری) د ميړه او ماندينه شرط دی او په محض د مهريی بخښل د مبارات طلاق نه کيږی، او رجعی [17] طلاق دی او که د مبارات طلاق او يا خلع [18] منځ ته راسی او ماندينه د بخښښ څخه وګرځی طلاق هم په رجعی تبديليږی او ميړه حق د رجوع لری.

والسلام.

د بانکو احکام:

61- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام او ستړی مسی

خواهش کوم زما وسوال ته ځواب ورکړی په قرض الحسنو کی چه د وام د اخيستل د پاره يو ټاکلی مدت سپرده (امانت پيسی) په حساب کی وی تر څو چه وام ورکړی آيا عيب لری که يه ؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

په هغه وخت کی چه پيسی ايږدی که د پور د ورکول شرط ونه کړی اشکال نلری.

والسلام

=======================

62- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام او ستاسی د عبادتو او طاعتو په قبولی سره.

خواهش کوم چه زما د استفتا ځواب راکړی.

په قرض الحسنو کی چه د وام د اخيستل د پاره يو ټاکلی مدت امانت پيسی په حساب کی وی ترڅو چه وام ورکړی آيا عيب لری که يه؟

خواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که د پور شرط وکړی چه مثلاً دغه مقدار پيسی ايږدم چه تاسی وروسته وماته څو مقدار وام راکړی جايز ندی.

والسلام

=======================

63- سوال:

زه د يوی قرض الحسنی د جوړول قصد لرم او ځکه چه غړی په مختلفو ښاروکی دی غواړم چه د يو بانکی حساب څخه د خزانی په ډول ګټه واخلم او آيا کولای سم د يوی سپردی حسابه څخه د هغه د پاره ګټه واخلم او هغه ګټه چه بانک ورکوی د هغه د خرڅو د پاره مصرف کړم؟ (هغه فی صدی ګټه چه بانک ورکوی مهم ندی).

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که غړی دغه اختيارئی تاسی ته ورکړی وی چه دغه ډول د دوی پيسی په اختيار ونيسی د حضرت آيت الله العظمی په نظر دغسی معاملی د اسلامی جمهوری د بانکو سره اشکال نلری.

والسلام

ميراث:

64- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د کورنی مشر اولاديم پلار می په 1364 کال کی چه موږ ټوله صغيرؤ ورک سو. وروسته موږ د هغه د مالو او اساسو څخه کارو اخيستل تراوسه دوی ورک دی کار اخيستل د دوی د مالو څخه پدی مدت څه حکم درلود؟

که احتياج په ډير تشريحاتو او بيان سته مالارښوونه وکړی چه ستاسو په اختيار کی کښيښږدم.

تشکر

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که ستاسی د ورثی د قيم او مشر په اجازه ستاسی په اختيار ايښول سوی وی اشکال نلری.

والسلام.

د مطهراتو او نجاساتو احکام:

65- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

21 کلن ځوان يم. په تأسف سره کله وختونه د شهوت په خاطر شهوت پاڅيدونکی مطلبونه لولم يا شهوت لرونکی صحنی وينم او يا په شهوت لرونکی خيالو فکر کوم. پداسی وختو يو ډول مايع زما څخه راوځی چه شک کوم د پاکو اوبو څخه شميرل کيږی يا منی دی. ځکه چه پداسی وختو شهوت می پاڅيږی او بدن می يو خاص احساس پيدا کوی ليکن په لوړ او آخرنی خوندنه رسيږم او مايع بيله غورځيدل راوځی او مقدار ئی لږ دی او لکه هغه وخت چه محتلم کيږم ندی.

که د حرام جنب، خولی ويوه شی ته ورسيږی بايد هغه په اوبو پر يولل سی؟ هغه شی څه ډول کيږی؟ آيا د مخه تر غسل د هر شی سره ومښلی بايد هغه تطهير سی؟ زه د نجاست په باره کی ډير حساس يم او غسل يا تطهير ډير ځنډوم ځکه چه بيريږم يو ځای د بدن يا کالی می پاک نسی او اعمال می باطل وی. پلارمی خمس نه ورکوی زما وظيفه څه دی ؟

تشکر

ځواب:

بسم الله الرحـمن الرحيم

سلام عليکم:

1 – شهوت لرونکی مطلبونه مه لولی د شهوت پاڅونکی خيالو څخه ځان وګرځوی، ليکن هغه اوبه چه ليلکی مودی پاک دی او د غسل سبب هم نه کيږی.

2 – د حرام جنب خولی نجس ندی، ليکن په چټل او ککړ کالی او بدن په هغه بنابر واجب احتياط تر هغه وخته چه خولی و چه سوی نده نسی کولای لمونځ وکړی او لازم ندی هغو پريولی.

3 – د طهارت، نجاست او غسل په باره کی وسواس ونه لری او هغو په معمول او عادی ډول سره وکړی.

4-  وهغه ته يادونه وکړی، او که يقين نلری هغه څه چه ستاسی خرڅ کوی خمس لری ستاسی د پاره اشکال نلری.

والسلام

=======================

66- سوال:

بسم الله الرحـمن الرحيم

سلام عليکم:

شرميږم چه دغه خط ليکم بل ځای می پيدا نکړل زه ډير شرعی سوالونه لرم ليکن نه پوهيږم د کم ځايه څخه پوښتنه وکړم نو پدی خاطر ستاسی مزاحم سولم او انتظار لرم چه ځواب وفرماياست.

په عنوان د لومړنی سوال: غواړم و پوهيږم چه هغه مايع چه د مخه تر منی خارج کيږی او بی رنګه دی څه دی؟ نجس دی که يه ؟

ځواب:

بسم الله الرحـمن الرحيم

سلام عليکم:

کولای سی خپل شرعی سوالونه په دغه پټه وليږی د خدای متعال په مرسته تاسوته ځواب ورکوو، هغه اوبه چه تاسو ليکلی ياست پاک دی.

والسلام

=======================

67- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

آيا په نجس مرکب د امامانو نوم ليکل په اصل د دغو بزرګوارانو سره د بی احترامی په علت حرام دی، يا په اصل د نجاست په مرکب حرام شميرل کيږی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د بی احترامی په حالت جايز نه دی، او په هغه ځای کی چه بی احترامی هم نه وی احتياط په نه ليکل د داسی مرکبو دی.

والسلام

=======================

68- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که يو څوک بيله دی چه موږ وغواړو د شهوت خبری وکړی او انسان بی اختيار دومره تحريک سی چه منی د هغه څخه راووځی آيا ګناه ئی کړيدی که يه ؟

ځواب:

بسم الله الرحـمن الرحيم

يه ګناه ئی ندی کړی، ليکن غسل پر هغه واجب دی او د داسی مجلسو څخه ځان وساتی او د جنسی تحريک په مقابل قرار ونه نيسی.

والسلام

=======================

69- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

کله په شپه کی پرتوګ می لوند کيږی،غواړم په کامل ډول وواياست که وچ سی لمونځ کولای سم. خواهش کوم چه يو بی لمونځه مؤمن لمونځ ويونکی کړی. لازم دی ووايم چه نسم کولای خپل پر توګ آلش کړم.

تشکر

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که ستاسی پر توګ په بولو لوند سی بايد د لمانځه د پاره بل پرتوګ واغوندی او خپل بدن هم پريمنځی همدغه ډول که د جنابت په خاطر لوند سوی وی دلته سربيره پردی چه بل پرتوګ واغوندی غسل هم بايد وکړی، ليکن که دغه دوه شيان نه وی ستاسی لمونځ کول په هغه  اشکال نلری.

والسلام

=======================

70- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

يو مړی چه ښخ سويدی که وارث ئی وغواړی د قبر شاوخوا کانګريت کړی بيله دی چه قبر سوری سی او قبر بل ځای ته انتقال ورکړی مثلاً د هغه ځای په امامزاده کی. آيا جايز دی که يه ؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که دغه کار ضروری وی، د ميت سره بی احترامی نه وی او قبر سوری نسی اشکال نلری.

والسلام

=======================

71- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د انسانانو دوست درلودل تر څه حده پوری ډير وی ګناه دی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د انسانانو دوست درلودل ډير ښه او خوښونکی کار دی او ليکن که څوک غيرله خپل همسر د شهوت له رويه دوست ولری حرام دی.

والسلام

=======================

72- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام او ستړی مسی:

که امکان سته د روح د تناسخ (بيرته راګرځيدل) په باره، مربوط آيات په هغه راوليږی. آيا مطرح سوی بحث د نور علی الهدی په مکتب کی د روح بيرته راګرځيدل په باره کی تر1000پلا په دی دنيا د خپل د حرکت د تکميل د پاره موافق دی که يه ؟ که امکان سته د هغه دليلونه بيان کړی.

په ډير تشکر

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

دا مطلب دهغو موضوعاتو څخه دی چه شرعی ريښه نلری او د علمی نظر څخه هم د هغه باطليدل ثابت سويدی. او د اسلام معارف دومره ډير دی چه يو مسلمان شخص خپل وخت ښه دی د هغو په زده کول تير کړی او ننوتل په هغه کارو چه د دنيا او آخرت په درد نه خوری ځان وساتی.

والسلام

=======================

73- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

د معظم له نظر د روح د احضار (حاضرول) په باره څه دی؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

که شرعی سوال ولری ستاسی په خدمت کی يو (د استفتائاتو د ځوابو څانګه).

والسلام

=======================

74- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

غواړم په پوهنتون کی د درس په امتحان کی د نقل کول د موضوع پوښتنه وکړم چه آيا حرام دی که يه ؟ او په څه ډول اشکال نلری؟

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

نقل کول په امتحان کی جايز ندی او هيڅ ډول چه اشکال ونه لری نسته.

والسلام

=======================

75- سوال:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

آيا په اوسنی زمانه کی د ورور ګلوی تړون کيږی وتړل سی؟

آيا په تړل د ورور ګلوی په تړون د دوو نفرو محارم يو پر بل محرم کيږی؟ آيا کولای سو د ورور ګلوی تړون مات کړو؟

په ډير توضيح ورکول سره د دغه تړون په باره کی ډير تشکر به وکړم.

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

سلام عليکم:

1 – بلی کولای سی اوس هم د اخوت او ورورګلوی صيغه وواياست.

2- يه نه محرم کيږی.

3- بلی اشکال نلری.

4- د مرحوم حاج عباس قمی رحمة الله عليه په مفاتيح الجنان د غدير اختر د ورځی د اعمالو په څانګه کی مراجعه وفرماياست.

والسلام


[1] د پيسی څخه بيله معامله کول ګټه اخيستل ته ربا (سود خوری) ويل کيږی.

[2] د منی را ايستل ته استمناء ويل کيږی.

[3]  تر نورو او ټولو پوه ته اعلم ويل کيږی.

[4] د حيض او بول دوی لاری د نژدی توب په واسطه يو کول ته افضا ويل کيږی.

[5] مشتری او خريدار پيدا کول ته بازارياب ويل کيږی.

[6] د ادارو او شرکتو له خوا حواله ورکول ته بن ويل کيږی.

[7] د بانکه څخه پيسی په پور اخيستل وام ورته ويل کيږی.

[8] خاويار يو ډول خوراکی مواد دی چه د يو ډول حلال غوښی کب په نس کس سته.

[9]  هغه کلک او تيز شيان چه د کبانو پوست ئی پوښلی دی  فلس او پولک ورته ويل کيږی.

[10]  سندری او ساز ته موسيقی ويل کيږی.

[11]  په خوب کی د منی راوتل ته محتلم ويل کيږی.

[12] د شيعی يه عقايد کی د امامت په برخه د (ولايت) تعريف او بيان سويدی.

[13] مسلح دلته عبارت دی د دوربين، عينک او تلسکوپ.

[14] د نرد بازی لکه د سطرنج او کرمبوټ بازی.

[15] بناپر شرعی احکام د مسلمان د بدن د غړی او وينی د پاره تاوان ورکول ديه ويل کيږی.

[16] يو ډول طلاق دی چه ميړه او ماندينه دواړه نه غواری چه يو د بل سره ژوند وکړی او ماندينه خپل مهر يا مال  و ميړه ته وبخښی.

[17] هغه طلاق ته ويل کيږی جه د عده په وخت کی ميړه بيرته رجوع وکړی.

[18] چه ماندينه ونه غواړی په هر علت د خپل ميړه سره ژوند وکړی او ميړه په طلاق ورکول راضی نه وی ماندينه د خپل ميړه د راضی کول د پاره يو مقدار خپل مال يا مهر بايد وبخښی چه دغه بخښښ ته بذل وائی.