صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

بسم الله الرحمن الرحيم

د شيعی عقيدی په لنډ ډول

ولی په دين احتياج لرو؟

خدای متعال په قرآن کريم کی فرمائی: (فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِی فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا) (سوره روم / 30).

يعنی: د خالص دين وخواته راسه هغه دين چه خدای بشر ئی پر هغه خلق کړ.

دين په اصطلاح کی عبارت دی د معارف – قوانين او دستوراتو د مجموعی څخه چه پاک خدای د پيغمبر (ص) په واسطه د ټولنی د لارښود او خوشبختی د پاره په شرعی ډول بيان کړيدی، دا قوانين په دری برخه دی.

1 – اعتقادونه

2 – اخلاقيات

3 – عملی تکليفونه او وظيفی

په دی مقدمه کی د ويلو موضوع د اعتقادو برخه ده د مخه تردی چه ددی برخی په بيان شروع وکړو د دين او د هغه د ګټو په باره کی اشاره کوو.

د دين ضرورت:

انسان په دی دنيا کی بی هدفه ندی پيدا سوی او پاک خدای د باطلو او بی ګټو کارو څخه پاک دی او د قرآن کريم د آياتو او روايتو څخه ګټه اخيستل کيږی چه د انسان پيدايښت د کمالاتو او روحی پاکوالی او پوهی د حاصلولو د پاره  رسيدل و لوړو مقاموته دی او رسيدل و دی لوړو او ښو اهدافوته بيله صحيح برنامی او پاخه قوانينو نه کيږی نو رسيدل و دی قيمتی مقاموته قانونی لاری غواړی چه د هغه د ټولنيز او فردی حقوقو ساتنه وکړی، آزادی او آرامتيائی پوره کړی، د بشپړتوب او د پوهی او برکت لار ورته وښی او معلوم دی چه داسی برنامی د انسان په ناقص فکر او لږ عقل نه جوړيږی.

پدی خاطر چه انسان خپل ډول ډول غوښتنی د خپل خدای په توګه نه پيږنی او هغه لاری چه مقصد ته ئی رسوی نه پوهيږی هغه نيک مرغی چه په دنيا او آخرت کی ئی نصيب کيږی ندی خبر بلکه خپل خوښی او نيک مرغی د دنيا په مادی ګټوکی بولی او د خپل معنوی احتياجاتو څخه ناخبره دی او خپل او د خپلوانو د ژوندانه چاری د نورو د ژوندانه پر چارو باندی لوړ بولی او په هر کار لاس وهی.

لنډه داچه د انسان نيک مرغۍ په دنيا او آخرت کی د هغه د روغی عقيدی او د اسلام په قوانينو او دستوراتو سره عمل کول دی لهذا ټولنه و دين ته ضرورت لری.

د دين ګټی:

د دين ګټی پر دوه ډوله دی.

1 – شخصی ګټی د انسان دپاره .

2 – ټولنيز ګټی د انسان دپاره .

د دين شخصی ګټی د انسان دپاره ډيری دی چه روښانه او معلوم داره ئی دری دی.

1 – د زړه آرامتيا، 2 – د روح قوت، 3 – د انسان ساتنه.

1 – د زړه آرامتيا

خدای «جل جلاله» په قرآن کريم کی فرمايلی دی: (الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ) سوره رعد / 28 .

يعنی: هغه کسان چه ايمان ئی راوړی دی د هغوی زړونه د خدای په ياد سره آرامتيا پيدا کوی، او د خدای په ياد ولو سره زړونه آراميږی.

د دين يوه مهمه ګټه د هر انسان د پاره هغه دی چه خدای پيژنی او په خدای عقيده مند کيږی هغه خدای چه ثابت او تغير نه کوی او راوستونکی د ټولو ژونديو او ورکونکی د ټولو نعمتو دی او ټول عزت، خيرونه، ژوند او عمر د هغه په قدرت کی دی. نو پدی وسيله انسان آرام، خوښحاله، راضی او با صبر کيږی. هر څوک چه خدای «ج» لری هر شی لری، هغه چه خدای «ج» وپيژنی د نيستی او حوادثو څخه بيره نلری او د مخ ته راتلونکی حوادثو څخه پريشان او په بيره ندی.

2 - د روح قوت:

دين انسان قوی په عزم، بخښښ کوونکی او قادر پر نفسانی غوښتنی ګرځوی. خدای «جل جلاله» د حضرت علی «عليه السلام» د خاندان په باره کی فرمايلی دی: (يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوماً كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيراً * وَيُطْعِمُونَ الطَّعامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِيناً وَيَتِيماً وَاَسِيراً * اِنِّمَا نُطْعِمُكُم لِوَجْهِ اللهِ لاَ نُريدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلاَ شُكُوراً) سوره دهر 7/9 .

يعنی: هغو په خپل نذر وفا کوی او د هغه ورځی چه سختی ئی پاښانه وی بيريږی او خپل طعام د دوستی په خاطر و بی وزله،  يتيم او اسيرته ورکوی موږ تاسوته د خدای د پاره طعام ورکوو نه ستاسو څخه انعام غواړو او نه تشکرته انتظار لرو.

دا ډول صفتونه په هغه روح کی پيدا کيږی چه قوی او عقيده مند په الهی قدرت وی. ضعيف او کم زوره  روح هيڅ کله درلودنکی ددی ډول عالی صفاتو نه کيږی قوی روح مربوط په خدای «جل جلاله» دی چه وائی که فرضاٌ لمر په راسته لاس او سپوږمی په چپه لاس می پريږ دی د خپل مقصد او هدفه څخه لاس نه اخلم.

3 – د انسان حفاظت او ساتنه:

دريمه ګټه د دين د انسان ساتنه او کنترول د خراپونکی او نابودکونکی غريزو (حيوانی افکارو) څخه دی. دين مؤمن انسان او عقيده مند په خلقت ( پيدايښت) او آخرت د هر ډول بد اخلاقی، نيستی، د نورو په حقوقو لاس غزول، ظلم او بی عدالتی څخه مخ نيوی او ساتنه کوی. حضرت علی عليه السلام فرمائی: «وَ اللّهِ لاََنْ أَبِيتَ عَلَى حَسَكِ السَّعْدَانِ مُسَهَّداً أَوْ أُجَرَّ فِي الاَْغْلاَلِ مُصَفَّداً أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ أَنْ أَلْقَى اللَّهَ سُبْحَانَهُ وَ تَعَالَى وَ رَسُولَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ظَالِماً لِبَعْضِ الْعِبَادِ وَ غَاصِباً لِشَيء مِنَ الْحُطَامِ ... وَ اللَّهِ لَوْ أُعْطِيتُ الاَْقَالِيمَ السَّبْعَةَ بِمَا تَحْتَ أَفْلاَكِهَا عَلَى أَنْ أَعْصِيَ اللَّهَ فِي نَمْلَة أَسْلُبُهَا جُلْبَ شَعِيرَة مَا فَعَلْتُهُ» (نهج البلاغه صبحى صالح، خطبه 224).

يعنی: قسم په خدای که شپه د سعدان پر زوزانو ويښ سرته ورسوم او په زنځيرو تړلی او کش سم و ماته بهتره دی تردی چه خدای «جل جلاله» او رسول «صلی الله عليه و آله وسلم» د قيامت په ورځ په داسی حال ملاقات کړم چه د بعضو بندګانو سره ظلم او بی عدالتی او د دنيا مالونه می په ظلم خپل کړی وی. په خدای «جل جلاله» قسم که اوه ګونی سيمی دمځکه او هغه چه د آسمانو لاندی دی و ماته راکړی چه د خدای نافرمانی په نيولو سره د وربشی پوستکی د ميږی د خولی څخه وکړم هيڅ کله به ونکړم.

بناپر دی دين انسان و خدای ته متوجه کوی او په نتيجه زړه آرام او روح ئی قوی ګرځوی او هغه د نامناسبو او بدو کارو څخه مخ نيوی او ساتنه کوی.

انسان که ودين ته صحيح متوجه سی او هغه ډول چه لياقت لری د دين څخه ګټه وکړی، هغه نيک مرغی چه غوښتنی ئی کوی د دين په برکت په لاس راوړی پدی خاطر چه دين هم معنوی او هم مادی ګټی لری دين و انسان ته شخصيتی اطمينان او د روح قوت او آرامتيا او د زړه تازه توب ورکوی. ژوندئی خوښ، نوم ئی نيک او آخرت ئی په خير کيږی.

خدای «جل جلاله» فرمايلی دی:(مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِنْ ذَكَر أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ  أَجْرَهُمْ  بِأَحْسَنِ مَاكَانُوا يَعْمَلُونَ) (سوره نحل/97).

يعنی: هر څوک نارينه يا ښځه، ايمان داره وی او نيک کار وکړی هغه ته پاک ژوند ورکوو او دغسی کسانو ته بهتره ترهغه چه کړيدی انعام بخښو.

د دين ټولنيز ګټی:

خلګ چه يو ځای سره ژوند کوی او په ګټه او تاوان، عزت او خواری، مرګ او ژوند سره شريک دی او فکر او احساسات ئی سره يو شکل دی ټولنه تشکيلوی.

ټولنه د انسان په شکل دی او د يو انسان حکم لری او بايد دری اساسی اصله په ټولنه کی وی ترڅو چه ټولنه روغ، قوی، تازه او د پاته کيدو وړ وګرځی او د ژوند څخه تر ديره حده پوری ګټه يوسی.

1 – دوستی او يوواله او يو زړه توب د خلګو او جماعتو په منځ کی.

2 – د خلګوځان ساتنه د بدو کارو او عذاب نسبت ويو او بل ته.

3 – مرسته کول او يو ږغ سول پر خير او حق.

دين او عقيده په پيدايښت او آخرت په ښه ډول ياد سوی دری پائی په ټولنه کی عملی کوی.

د دين مهمه او لومړنی ګټه دټولنی د پاره جوړول د معنوی يو والی او ورور ګلوی د ټولنی د کسانو په منځ کی دی. او هم ګټوره وسيله د محبت ورکول يو او بل وزړوته دی.

خدای (جل جلاله) په قرآن کريم کی فرمايلی دی: (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْل اللهِ جَمِيعاً وَلاَ تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَاناً) (سوره آل عمران /103).

يعنی: ټول د خدای (جل جلاله) په رسی لاس واچوی او متفرق نسی او د خدای نعمت پر خپل ځان په ياد راوړی چه تاسو يو د بل سره دښمن واست خدای (جل جلاله) ستاسی زړونه سره دوست کړل او د خدای په نعمت سره ورور سولاست.

د دين دو همه ګټه دټولنی د پاره دا ده چه دين د خلګو آزار او جنايتونه د يو او بله څخه نيسی يا اقلاً کموی.

د جنايت او بد اخلاقی نيت چه د شخصی او د ټولنی د بدبختی  سبب کيږی د منځه وړی. دين د شيطان پر لاس او پښی چه د انسان په دننه کی پټ دی او کوښښ کوی چه فتنی جوړی کړی زنځير تړی او د هغه مخ نيسی، دين د بی نظمی، ظلم او د بدو کارو کول نسبت و يو او بل ته مخ نيوی کوی، دين نژدی والی د خپلوانو په مابين کی ټينګ او په هغه امر کوی. لوی خدای (جل جلاله) فرمائی: (إِنَّ اللهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِى الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنْ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْىِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) (سوره نحل /90).

يعنی: خدای (جل جلاله) په عدالت، نيکو کارو او مينه په خپلوانو امر کوی او د بد او ناخوښ کار او ظلم نهی کوی، خدای (جل جلاله) تاسوته نصيحت کوی، وی چه تاسو قبول کړی.

د دين دريمه ګټه د ټولنی د پاره دا ده چه خلګ په مرسته سره په ښوکار و مجبوره وی او دوی د بديو او ګناهونو څخه ساتی، دوی د کينی او دښمنی يو د بله سره نهی کوی او د دوژخ جوړول  و ټولنی او خپل هم نوعوته منع کوی او دوی دسختو عذابو څخه ليری کوی.

خدای (جل جلاله) په قرآن کريم کی فرمايلي دی: (وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُوا عَلَى الاِْثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللهَ إِنَّ اللهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ) (سوره مائده /2)

يعنی: يو او بل په نيکی او پرهيزکاری سره مرسته وکړی او پر ګناه او دښمنی مرسته ونه کړی او د خدای څخه وبيريږی چه د خدای عذاب سخت دی.

لنډه دا چه په خپل قانونو او انسان جوړونکی برنامو سره يوه ټولنه جوړوی چه د هغه ټولني روح مطلق خير دی او پدی ډول قوی، تازه او سر لوړی برنامی د هغه ټولنی خلګ د رلودنکی د نيک مرغۍ د دنيا او آخرت به وی ان شاءالله .

اوس چه د دين معنی، ضرورت او ګټی ئی په لنډ ډول روښانه سو راګرځو پر اصلی بيان. وويل سو چه دين دری برخه لری اوزموږ د بحث  موضوع د اعتقادو برخه دی او د مخه تر داخليدو پدی بحث پدی مطلب توجه وکړو چه.

بايد د دين په اساسو (اصول) باندی يقين ولرو:

هم هغه ډول چه د توضيح المسائل [1] د رسالی په اوله مسأله کی راغلی ده، مسلمان بايد د دين په اساسو (اصول) يقين ولری، يعنی د دين د پيژندنی د پاره قطعی او ټينګي عقيدی لازم دی. او نسی کولای د نورو په خبرو قناعت وکړی او په حکم د عقل او په حکم د شريفو آياتو او او معتبرو رواياتو، پر هر مسلمان د ايمان حاصلول او د دين په اساسو عقيده او يقين فرض دی.

او پدی امر کی تنبلی او ګناه هميشه (تر ابده) د عذاب سبب به سی، بی ويلو پاته نسی هغه چه لازم دی يقين او قطعی عقيدی دی، بنا پر دی ډير خلګ چه دخپل د دين اصول د تعليم او د عالمانو د فرمايشاتو او د مور او پلار د ويلو څخه زده کړيدی او په خاطر د پوره پيژندل او باور د هغو په فرمايشاتو او د بدۍ او درواغ نسته واله په دوی، يقين پيدا کړيدی، کفايت کوی که څه هم دليل ونه لری او ونسی کولای د بد ګمانيو ځواب ورکړی.

ولی د دين اصول تقليدی ندی:

دا چه عالمان او لويو مراجعو فرمايلی دی: تقليد د عمليی فرعيی احکامو په باره کی دی، او په اصول دين کی تقليد نه جاری کيږی.[2] د جمعو نظر د تقليد په باره کی داسی دی: د مجتهد په دستور عمل کول دی (او د بعضو په نظر د بل د ويلو قبوليدل دي په پټه سترګه او بيله دليل) که څه هم يقين په رښتيا حاصل نسی، حال داچه آيی او روايتونه [3]دليل لری په دی چه د دين په اساس کی ايمان، پيژندنه او معتبر يقين لازم دی او ايمان په معنی د اطمينان او د زړه آرامتيا او وجدانی عقيده دی. او دغه معنی په تقليد نه حاصليږی.

په بل عبارت، هغه چه انسان د دنيا او آخرت و نيک مرغۍ ته رسوی او هغه د نابودی او عذاب څخه ساتی د زړه عقيدی او قطعی ايمان دی، هغه چه انسان د دين د ګټو څخه (چه د مخه بحث ئی سويدی) فايده مند کوی يواځی وجدانی عقيدی، يقين او اطمينان دی او دغه حالت  او دغه معنی د تقليد د عمله څخه جلا دی او د بل په ويلو نه حاصليږی، لهذا تقليد چه د مجتهد په دستور عمل کول او يا په پټه سترګه د بل په خبرو کول دی دلته ځای نلری.

بايد وويل سی: ايمان او د علم حاصلول او يقين د دين په اصول د نفسانی کمالاتو څخه دی، پيژندنه او اعتقاد په خدای (جل جلاله) او تکميل صفات د هغه، د خدای د حجتو پيژندل او د برکت واسطی او لوی دستور، علم او يقين حاصلول په آخرت او مراجعه والله ته د انسانی کمالاتو او د بی ادبه ناپوهی د وتلو سبب د نفس څخه دی او په حکم د عقل د دی ښوکارو حاصلول لازم دی.

په يواځنی خدای (جل جلاله) عقيده:

(أَفِى اللهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَوَاتِ وَالاَْرْضِ) (سوره ابراهيم /10).

يعنی: آيا په خدای (جل جلاله) شک سته چه خالق د آسمانو او مځکی دی؟

علم او قبول په هستی د خدای معلوم داره دی او کفار هم په هغه اقرار درلودل  لکه چه خدای (جل جلاله) فرمايلی دي:

(وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالاَْرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ) (سوره عنكبوت /61).

يعنی: او هر جماعت که د هغو څخه سوال وکی، څوک دی چه آسمان او مځکه ئی خلق کړيدی او لمر او سپوږمی ئی مسخر (تر لاسه)کړيدي ؟ وائی چه خدای (جل جلاله) نو ووايه چيری په درواغ ترټل کيږي؟

لهذا حضرت رسول اکرم (صلی الله عليه و آله وسلم) چه مبعوث سو خلګ ئی په توحيد پرستی دعوت کړ نه په اقرار د خدای په هستی. علت د دی تصديق او اعتراف، اساس د دی درک او غريزی، هغه جنسيت او د پوهی قدرت دی چه خدای (جل جلاله) د هر انسان په وجود کی ځای ورکړی دی (فِطْرَةَ اللهِ الَّتِى فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا) (سوره روم /30).

بلی خدای (جل جلاله) دغه حقيقت ئی په آرامتيا او رمزی ډول د زړه په دننه کی ځای ورکړی دی لهذا انسان د خپل د پيدايښت او خاوند په باره کی احساس کوی چه خپل په اجازه کی ندی بلکه په يو قدرت مربوط دی چه هغه قدرت دی چه د هغه ساتنه کوی او هغه ته مرسته رسوی او د هغه پر عملو او خيالاتو باندی پام دی، هغه قدرت چه پر ټول نړی باندی حکم کوونکی دی او ټوله مخلوقات په هغه سره ولاړدی.

هرپوه احساس او عقيده لری چه ټوله نړی د نظم او قانون تابع دی او هغه د دی نظم او قانون د شعاعو په واسطه د نړی د ټولو ذرو څخه ګټه اخلی د هوا څخه سا باسی، اوبه څيښی، د شنو څخه خوری، د لمر د نوره څخه ګټه کوی او پوهيږی چه ټوله نړی په يوه قوه او د يوه قدرته  څخه ريښه نيولی او تر يو دستور لاندی اداره کيږی او د دغه حالت، پوهی او احساس په خاطر دی چه د ضرورت او احتياج په وخت کی د هغه و حضورته دعا کوی د سختی په وخت کی د هغه څخه مرسته غواړی، د نعمتو په وخت کی په هغه اميدواره کيږي او معلوم دی چه دغه احساس په کم زورتيا او يا په ناپوهی اړه نه لری، ځکه چه انسان د هر جماعته څخه وی، هر کله خپل ځان د ټولو علمی فکرو، عقيدو او رسوماتو څخه لوڅ کړی، او خپل ځان انسان وبولی چه دغه ساعت زيږيدل سويدی هيڅ څوک ئی ندی ليدلی او هيڅ خبره ئی ندی اوريدلی هغه وخت خپل ځان ته او نړی ته وګوری څه به ووينی ځان به داسی مخلوق ووينی چه درلودونکی د سترګه ، غوږ ، پوه او هوښياری چه د ناپايه نړی په يوه ګوښه کی پيدا سوی دی و هر طرف ته چه ګوری د نړی آخر نسی کتلای، نړی ډير لوی او ځان ډير کوچنی وينی تر خپل پښو لاندی مځکه او خپل پر سر باندی فضاوی ډک د عجايبو پيدا کوی. په نړی کی راتلل او کول او ګرځيدل او حرکت ګوری، وينی چه لمر او سپوږمی طلوع او غروب کوی شپه او ورځ منظم يو په بل پسی راځی او ځی، مياشتی او فصلونه په نوبت او په نظم او حساب سره په ګرځيدو دی، شپه مهال لوړ فضاوی د روښانو ستورو څخه ډک او ښکلی کيږی، د مځکی پر مخ شنی او درختی وينی چه تخم د هغو په اول سرکی داسی کوچنی دی چه د ګوتو په منځ کی ئی ورک کيږی پس له څو وخته قوی درخته چه وږدی ښاخلی او پاڼی او رنګارنګ غوټی او ميوی، او درلودونکی د ښو بويو او خوندو دی ګوری، ځانوران وينی چه درلودنکی د ډول ډول شکلو او طبيعتو او غريزو، مخلوقات وينی چه پيدا کيږی او د منځه ځی، ژوندی کيږی او مری، د ژوند حرکت د ګياوی څخه تر انسان پوری ګوری.

لوی واله او ظرافت د خپل پيدايښت وينی، خپل بدن، هډوکی او رګونه د بدن، عجيبه هډوکی د سر، سترګه، غوږ، مخ، د ګوارش دستګاه، ګرځيدل د وينی، ضربی د زړه، پيدايښت د لاسو او ګوتی، څرنګه جوړيدل او يو ځای توب د بدن اعضاوی، څرنګه خوړل او د ضروری مادی پوره کيدل د بدن، د اولاد د زيږيدل او يپدايښت دستګاه، د عقل د قوه ئی تأثير، شهوت، فکر، بيره او نور نه ليدل سوی شيان د خپل بدن په نظر کی نيسی او بی اختياره اقرار کوی چه:

ای همه هستی ز تو پيدا  شده              خاک ضعيف از تو توانا شده

 زير نشين علمت كائنات                       ما به تو قائم چو تو قائم به ذات

يعنی: ټوله ژوند ستا څخه پيدا سويدی، ضعيفه خاوره په تا قوی سويده، ستا تر علم لاندی کائنات، موږ په تاسو ولاړ او تاسو په خدائی.

او په بی ژبی ژبه وائی:

 ای ز وجود تو وجود همه            پرتوى از بود تو بود همه

نيست كن و هست كن و هست و نيست         غير تو و صنع تو موجود نيست

يعنی: ستاسی د هستی څخه ټوله هستی، ستاسی د هستی د نوره څخه ټوله سته، نابود کړی او ژوند کړی هستی او نيستی، غيرله تاسو نه جوړ سوی نه پيدا سوی.

بلی پدی حال کی انسان په خپل ځان يو عزم، يو حکم، يو ژوند، يو قدرت، يو علم، يوه حقيقی پيدايښت چه د دی ټولو صفاتو در لودنکی دی او لکه چه د دنيا روح دی، په روښانه وينی او راګرځيدلی پر ټولو مخلوقاتو، پوه تر ټولو، قوی پر ټولو ګرځونکی د ټولو د هغو وينی او خپل ځان د ټولو حقيقتو سره په هغه مربوط وينی که څه هم دهغه حقيقت نسی پيدا کولای او د نړی پر پيدايښت او د خپل د خلقت د رازه څخه هم نه سی کولای چه پوه سی ليکن دومره پوهيږی چه د نړی جوړونکی به وی نوم ئی خدای (جل جلاله) او پوهيږی چه د ټولو مخلوقاتو په طبيعت کی دغه احساس موجود دی او ټوله په قدرت سره د هغه په هستی او حقيقت اقرار لری. او د دوی د لوی والی په مقابل کی د تسليم سر کښته کول او هغه سجده کوی. (وَ للهِِ يَسْجُدُ مَنْ فِى السَّمَوَاتِ وَ الاَْرْضِ) (سوره رعد/ 16).

يعنی: هر څوک په آسمانو او مځکه کی د خدای د پاره سجده کوی.

(إِنَّ فِى خَلْقِ السَّمَوَاتِ وَالاَْرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لاَيَات لاُِولِى الاَْلْبَابِ) (سوره آل عمرال /188).

يعنی: د آسمانو او مځکی په پيداپښت او د شپه او ورځ راتلل د عقل د خاوندانو د پاره نښانونه دی.

بلی د پوهی او عقل خاوند په يو نظر سره احساس کوی چه ټوله نړی ډک د ژوندانه، عقل، ليدل او اوريدل دی او هر يو د مخلوقاتو په خپله باطنی ژبه په دعا او زاری دی او د هغه په هستی اقرار لری او د هغه د پاکی صفت کوی.

(يُسَبِّحُ للهِِ مَا فِى السَّمَوَاتِ وَمَا فِى الاَْرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ) (سوره جمعه / 1).

يعنی: ټوله مخلوقات چه په آسمانو او مځکه کی دی خدای (جل جلاله) په پاکی صفت کوی، هغه خدای چه خاوند د ټولو، پاک تر ټولو، پوه په ټولو او قوی پر ټولو دی.

او دلته دی چه انسان خپل خالق ته متوجه او د هغه پوښتنه کوی او نه کيږی چه داسی نه وی، دلته دی چه د هغه اطاعت او بندګی کوی که څه هم سخت سره او ظلم کار وی بيا مخ و خدای ته او د هغه و درګاته ژاړی او دعا کوی، دلته دی چه د انسانانو باطن (دننه) بايد وليدل سی او نبايد چه د دوی پر باندنی خواصو حکم وسی که څه هم سرکښ او بديو.

دلته دی چه د هغه د پيغام راوړونکی پسی ګرځی او غواړی چه د بندګی لار د پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) د ژبی څخه زده کړی و هغه ته نژدی سی او د هغه په مقابل وظيفی اجرا کړی او د هغه سره مخالفت ونه کړی.

امام صادق (عليه السلام) فرمايش کوی: «وَجَدْتُ عِلْمَ النّاسِ كُلِّهِمْ فِي اَربَع، اَوَّلُها: اَنْ تَعْرِفَ رَبَّكَ، وَالثّانِي: اَنْ تَعْرِفَ ما صَنَعَ بِك َ، وَالثّالِثُ: اَنْ تَعْرِفَ ما اَرادَ مِنْك َ، وَالرّابِعُ: اَنْ تَعْرِفَ ما يُخرِجُك َ مِنْ دِينِكَ» (خصال شيخ صدوق(رحمه الله) باب الأربعة حديث 87).

يعنی: د ټولو خلګو پوهی په څلورو جملو کی دی:

1 – خدای پيژندل.

2 – ځان پيژندل.

3 - وظيفه پيژندل.

4 - د بدو لارو پيژندل.

او حضرت علی (عليه السلام) فرمايش کوی: (خدای (جل جلاله) پيغمبران ئی وليږل ترڅو چه خلګ و خپل  طبيعت اوغوښتنی ته متوجه او مجبور کړی او د خدای نعمتونه د دوی په ياد راولی او د خدای حجت پر دوی ورسوی او د خدای (جل جلاله) اسرار چه د دوی په نفسوکی پټ دی تحريک کيږی او د خدای (جل جلاله) نښانونه په مځکه او آسمان کی و دوی ته ښکاره کړی) (نهج البلاغه، د لومړی خطبی لاندی )

توحيد

توحيد، د دين د اصولو څخه لومړی اصل دی.

توحيد عبارت دی د عقيدی پدی چه خدای يو دی چه جوړيدل سوی اجزاوی او نښانی پکښی کی نسته او په بعضو دليلوئی اشاره کوو.

څرنګه چه انسان په دقيق ډول د نړی مخلوقاتو ته نظر وکړی پوهيږی چه يو خاص نظم د دوی په منځ کی سته او کامل توپير او اختلاف د مختلفو مخلوقاتو په منځ کی موجود دی سر بيره پر دی چه د هغو د پيدايښت په کيفيت کی توپير وجود لری ليکن ټوله هغوی لکه اعضاوی د يو بدن په يو او بل سره مربوط او په يو ټينګ قانون او صحيح نظام سره اداره کيږی.

او معلوم داره دی چه دغه نظام او خاص ترتيب يواځی په يو والی ډول سره جوريږی څرنګه چه خدای (جل جلاله) په قرآن کريم فرمايلی دی: (وَ مَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَه إِذاً لَذَهَبَ كُلُّ إِلَه بِمَا خَلَقَ وَ لَعَلاَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْض) (سوره مؤمنون / 91).

يعنی: بل خدای د خدای سره نسته، که دغسی وای هر جماعت هر خدای د خپل مخلوق سره و يو طرف ته تلل (هر يو خپل مخلوق ئی لارښوونه کوول) او هر يو پر بل باندی بهتری پيدا کول (او پدی جهت د ټوله نړی نظم خراپ او نابود کيدل) په بل عبارت د نړی ټول مخلوقات که څه هم شکلونه ئی مختلف او حقيقتونه ئی فرق لری ليکن په عين حال کی هغوی ټوله د يو واحد نظم تابع او د خپل ژوند لار په خاص ډول ادامه ورکوی پدی جهت دی چه د فساد او نابودی څخه محفوظ دی. او دغه مطلب فقط په پيدا کول د يووالی او نظم ورکوونکی د هغو ممکن دی.

خدای (جل جلاله) په قرآن کريم پدی دليل اشاره کړيدی، او فرمايلی دی: (لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلاَّ اللهُ لَفَسَدَتَا) (سوره انبياء /22).

يعنی: که په مځکه او آسمان کی نور خدايان غيرله الله وجود درلود حتماً خراپ او فاسد کيدل.

لږ توجه په ځان او ژوندی مخلوقات،غره او بيديا، ځنګل او درياب، مځکه او آسمان، لمر او ستوری، شپه او ورځ او د کال فصلونه او نظم پر هغو، يقين پيدا کوو چه د هستی نړی په صحيح نظم او تعجب ناکه مخلوق د يواځنی او بی ماننده خالق دی. لکه چه پخپله خپل يواځی توب ته شاهدی ورکړی دی:

(شَهِدَ اللهُ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ)(آل عمران / 18).
او پخپله ځان ئی په يووالی او بی مثله توب صفت کړيدی: (بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ * قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ * اللهُ الصَّمَدُ * لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يُولَدْ * وَ لَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُواً أَحَدٌ).

په نامه د خدای چه بخښونکی او مهربان دی.

(ای زموږ رسوله) ووايه، خدای (جل جلاله) يو او يواځی دی، هغه خدای چه د ټوله عالم څخه بی نياز او ټول عالم په هغه محتاج دی نه څوک د هغه زوی دی او نه هغه د بل چا زوی دی، او هيڅ کله د هغه د پاره هم ډول او همتا نسته.

حضرت علی (عليه السلام) خپل زوی امام حسن (عليه السلام) ته وفرمايل:

ای زما زويه، که خدای (جل جلاله) دی شريک درلود رسولان ئی ستا وخواته راتلل اثر د قدرت  او جايداد د هغه دی ليدل کارونه او صفتونه د هغه دی ليدل، ليکن هغه خدای دی يو، لکه چه ځان ئی صفت کړيدی.[4]

دا جهان خدای لری يو، پوه او قوی چه د هستی او ژوندانه ګرځيدل د هغه په اجازه کی دی، ټول موجودات د هغه په قدرت کی دی، رحمان و رحيم او حليم دی. شی ئی بی ګټه ندی خلق کړی د جسم او ماده څخه ندی، بی مثله او نامحدوده دی، په هر څوک او هر شی پوه دی ټوله عالم د هغه په اختيار کی دی هميشه وجود درلود او د دی په ايسته به هم وی.

عدل (عدالت)

يو د شيعی د مذهب اصول عقيده د خدای (جل جلاله) په عدالت دی ځکه چهعدل يو تکميل صفت دی او خدای د کمال ټول صفات لری او د هر عيبه څخه پاک دی نو ظلم او بدی د خدای په کار کی لار نلری، ظلم او بدی او ناجوړه او نالايقه صفتونه د ناپوهی، کم زورتيا او د احتياج څخه پيدا کيږی، خدای په هرشی پوه او پر هر کار قدرت لری او په هيڅ شی نياز نلری، بناپر دی مسلمان بايد عقيده ولری چه خدای عادل دی او په ټولو کارو د عدالت مراعت ئی کړيدی.

په قرآن کريم کی راغلی دی: (شَهِدَ اللهُ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ وَ الْمَلاَئِكَةُ وَ أُوْلُوا الْعِلْمِ قَائِماً بِالْقِسْطِ) (سوره آل عمران / 18).

يعنی: خدای تصديق او شاهدی ورکوی چه غيرله مقدس ذات د هغه بل خدای نسته او ملائکی او پوهان دغه ډول شاهدی ورکوی حال دا چه خدای په عدالت ولاړدی (يعنی په ټوله دنياکی په عدالت حکم کوی) په حکم د عقل، آياتو او روايتو څخه ګټه اخيستل کيږی چه خدای عادل دی. او هر څه ئی په نظم او اندازه او ټاکل سوی حساب خلق کړيدی په ټول جهان کی عدالت او مساوات برقرار دی، رسول د خدای وفرمايل (آسمان او مځکه په عدالت ولاړدی).

موږ د ټول جهان څخه آګاهی نه لرو او ټول مخلوقات پلټنه مو ندی کړی او هيڅ کله د پلټنی قدرت نلرو ليکن د نړی په هره سيمه  چهمتوجه سو په هغه سيمه حساب او نظم او عدالت وينو او دلته دی چه د نړی د خالق په عدالت يقين پيدا کوو.

بناپر دی خدای هم په پيدايښت او هم په حساب رسيدل د قيامت په ورځ عادل دی او هر مخلوق او هر ثواب او عذاب ئی پر خپل ځای پر اساس د صلاح او برخه خلق کړيدی او د هيڅ  موجوده سره ظلم ندی سوی او نه کيږی. او هر څه چه ويل کيږی د لږيدو، بد رنګيو، زيان، بدی، او نور مقايسه کول و مقابل طرف ته چه ډيرواله،ښکلی توب، ګټه او ښه والی دی چه هر شی پر خپل ځای خپل چوکات د عالم په مجموعه کی پر ځای او په خير دی.

خدای (جل جلاله) هر څوک ئی مختار (آزاد) خلق کړيدی او هغه ته پوهی او عقل ورکړيدی چه ښه او بد ته تشخيص ورکړی او رسولان ئی ليږلی دی چه د هغه سره د ښه او بد په پيژندنه مرسته وکړی او په ښولارو دعوت او د بدو لارو څخه منع وکړی او دغه ټوله په ځای او په خير دی او پدی حساب که انسان د خير لار ونيسی مستحق د ثواب دی او که د بدی او بدکاری لار ونيسی مستحق د عذاب دی او خدای (جل جلاله) پر اساس د عدالت د قيامت په ورځ څوک چه نيکی او ښه کارونه کړی وی نيک او ښه انعام او بدکارته د هغه د بدی او ګناه په اندازه عذاب ورکوی او دغه حقيقی عدالت دی او هيڅ ظلم پکښی کی نسته.

په قرآن مجيد کی فرمايلی دی: (وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلاَ تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئاً) (سوره انبياء/ 47).

يعنی: د قيامت په ورځ د خلګو د ثواب او انعام د پاره د عدالت تلی(ترازو)  دروؤ او په هيڅ څوک هيڅ ډول ظلم نه کيږی.

او د مشرانو په کلماتو کی راغلی دی چه خدای فرمايلی دی (زه ظالم يم که د ظالمه څخه قساد «انتقام»ونه کاږم).

ای انسان، ای مسلمان، ای عقيده مند په ابتدا او آخرت او ای مؤمن په ثواب او عذاب: ښه کارونه په دنيا کی وکړه او د هيڅ چا حق مخوره او هيڅ چاته آزار مرسوه چه د آخرت په ورځ ښه عذر او ځواب ولری.

نبوت

معلوم سو چه انسان په خپل فطرت او باطن کی خدای پرسته او خدای دوست دی او کوښښ کوی چه خدای ته نژدی سی لهذا احساس کوی چه لارښود ته احتياج لری. د بله خوا خدای انسانانو ته ډول ډول غريزی او غوښتنی ورکړيدی که لارښوونه ونه سی او وخپل ځان ته پريښول سی، ځان او ټولنه د فساد او نابودی وخواته وړی او خدای مهربانی کوی او د هغو د هدايت د پاره لارښوونکی معرفی کوی او روا نده چه پاک خدای چه د انسان مادی او معنوی غوښتنی پوهيږی او د هغه د نيک مرغۍ او روغتيا لار پيژنی هغه په خپل حال پريږدی، پدی جهت لارښوونکی د انسان د خپل جنسه څخه چه د الهی پيغام د رسولو اجازه لری مبعوث کړيدی چه واسطه د خلګو او خدای په منځ کی وی او حقيقتونه او پيغامونه د خدای له خوا و خلګو ته ورسوی.

او په دغه منظور د نازل سوی روايتو لرويه، يو سل و څلور ويشت زره پيغمبران ئی ليږلی دی چه پنځه نفره د هغو د اولوالعزم پيغمبرانو په نامه او درلودنکی د نوی شريعت  پيژندل سويدی 1 –حضرت نوح (عليه السلام) 2 – حضرت ابراهيم (عليه السلام) 3 – حضرت موسی (عليه السلام) 4 – حضرت عيسی (عليه السلام) 5 – حضرت محمد (صلی الله عليه و آله وسلم) او موږ ټوله هغوی قبول کړی او په هغو احترام ايږدو او هغو د هر ډول ګناه او خطا څخه پاک بولو.

ليکن نظر پدی چه حضرت محمد (صلی الله عليه وآله وسلم) خاتم د پيغمبران او کامل کوونکی د پخوانيو  دينو دی او هغه څه چه د پخوانيو پيغمبرانو د دينو وه د قبول وړ د آنحضرت دی او د بله طرفه قوانين او لارښوونی ئی ډير ښه او ډير کامل قوانين دی.

خپل لارښوونی او وظيفی د هغه بزرګواره څخه نيولی او په هغو عقيده مند او نظر په هغو عمل کوو. ان شاء الله.

د حضرت محمد (ص) ژوندانه په لنډ ډول:

حضرت محمد (ص) د قريش د قبيلی او د هاشم د خاندان (کورنی) څخه دی د حضرت محمد (ص) پلار، عبدالله د عبدالمطلب زوی او د هاشم لمسی دی. مورئی آمنه خاتون د وهب لور د قريش د قبيلی او د بنی زهری د خاندان څخه دی.

عبدالله پسله واده شام ته ولاړ او بيرته د شام څخه چه راغی په مدينه کی وفات او هلته ښخ سو.

خاتم الانبياء (عليه السلام) پسله څو مياشتی د پلار د وفاته څخه د ربيع الاول په مياشت کال 571 ميلادی په مکی معظمه کی متولد سوی او دنيائی روښانه کړل. پسله دی چه و دنياته راغلل مورئی آنحضرت په رسم او رواج د مکی د مشرانو و حليمی سعديه د بنی سعد د قبيلی ته وروسپارل چه و هغه ته شيدی ورکړی. څلور کاله د حليمی سره ؤ پسله هغه مورئی آنحضرت د پلار د خپلوانو دليدولو د پاره مدينی ته بوتلل او بيرته راغلل د مدينی څخه مورئی فوته کړله او په ابوا چه د مکی او مدينی په منځ کی دی ښخ سو.  پسله هغه نيکه ئی عبدالمطلب او بعد له هغه اکائی ابوطالب د حضرت علی (عليه السلام) پلار د هغه کفالت (سرپرستی)ئی په غاړه ونيول د پنځه ويشت  کلنی په عمر د حضرت خديجی سره چه څلويښت کلن ؤ ازدواج وکړل او پنځه ويشت کاله د هغه سره ژوند وکړل تر هغه وخته چه حضرت خديجه په عمر د پنځه شپيته کلنی وفاته ئی وکړله. په څلويښت کلنی د خدای (جل جلاله) د جانبه څخه په پيغمبری مبعوث سو او قرآن کريم چه انس او جن د هغه په ډول نسی راوړای او ورته عاجزه دی پر هغه وحی وسو او خدای هغه خاتم د پيغمبران معرفی کړل او په نيک اخلاق تعريف ئی وکړل.

مدت د ژوند د آنحضرت پدی دنيا کی درو شپيته کاله ؤ چه کولای سو د آنحضرت مبارک عمر پر دری برخه تقسيم کړو څلويښت کاله تر بعثت، ديرلس کاله د بعثته څخه تر هجرته پوری په مدينه کی او لس کاله پسله هجرت تر وفاته پوری.

چه د صفر په مياشت په کال يو ولسمه د هجرت په ورځ د دوشنبی د مدينی منوری په ښارکی وفات سو (صلوات الله و سلامه عليه).

د پيغمبر د پيژندنی لاری

د هر پيغمبر نبوت په دری ډول او په دری لاری ثابت او قبول کيږی: 1 - مدعی د نبوت  2 - لياقت  درلودل د نبوت د پاره 3 -معجزی درلودل.

لومړی: مدعی د نبوت

پر هيڅ څوک پټ ندی چه پيغمبری (صلی الله عليه و آله وسلم) په کال د (611)  ميلادی په هغه زمانه کی چه کفر او کافری او د بتانو پرستش ټول نړی ئی نيولی ؤ په مکی معظمه کی د نبوت ادعا وکړل او د عمر تر آخره پوری خلګ ئی د اسلام په دين دعوت کړل او ډير جمعيت او خلګ  د هغه دعوت ئی قبول کړل او د اسلام په دين مشرف سول.

دوهم: لياقت درلودل د نبوت د پاره

مدعی د نبوت بايد د ټولو اخلاقو او ښو صفاتو خاوند او په ټولو نفسانی کمالاتو تر ټول امت کامل او ښه او د ټولو بدو صفاتو ناقبولو اخلاقو او عملو څخه ليری وی او دغه لياقت پر پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) پرله پسی ثابت سويدی او دوست او دښمن آنحضرت ئی په نيکو خصلتو تعريف کړيدی او د کامل صفات او ښو اعمالو د آنحضرت خبر ورکړيدی او هغه ئی د بدو اخلاقو او نورو موانعو د نبوت ليری بولی.

درلودنکی د نيک اخلاق، ښه اعمال او صفتونه، ښه عادتونه او نور بدلون او انقلابونه په عالم کی مخصوصاً د حجاز په خلګو او جزيرۃ العرب کی منځ ته  راوړی دی. او د آنحضرت فرمايشات د خدای د توحيد په باره کی او د حلال او حرام موعظی او اخلاقياتو نصيحتونه سويدی هر فرمايش لياقت او صلاحيت د آنحضرت د نبوت د پاره حتمی کوی او و هيڅ پوه انسان ته د شک ځای ندی پاته.

دريم: معجزه درلودل

کولای سو چه معجزه پر پنځه برخه خلاصه کړو: 1 – اخلاقی معجزه  2- علمی 3– عملی 4– معنوی اثرئی 5– وجودی (حقيقی) اثرئی.

رسول اکرم (صلی الله عليه و آله وسلم) هر پنځه ډول ئی کامل درلود:

لومړی: اخلاقی معجزه

د اسلام رسول (ص) د ځوانی په دوران کی په صادق او امين معروف او په صبر، استقامت  (ټينګ عزم)، کرامت او بخښښ صفت کيدل. په نرمی او احترام کول ساری نه درلود، په خوښ اخلاقی کی بی ماننده ؤ (إِنَّكَ لَعَلى خُلُق عَظِيم) په عفو او بخښل يو ؤ، د خلګو د مسخرو او آزار په مقابل کی ويل: (اَللّهُمَّ اغْفِرْ لِقَوْمِى فَاِنَّهُمْ لا يَعْلَمُونَ) هميشه د خلګو زړه سوز او خير غوښتونکی او پر مؤمنينو مهربان ؤ. (بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُفٌ رَحِيمٌ)

د اصحابو سره خوښ خلقه او خوښ رويه ؤ او د هغو پوښتنی به کاوه، نيک خلقه کسان ئی خپل ځان ته نژدی ځای ورکاوه خوښ خلقه و هغه ته څوک ؤ چه خير غوښتنه ئی د مسلمانانو د پاره معروف ؤ او هغه کسان ئی دوست ؤ چه د خلګو سره کومک (مرسته) او احسان (نيکی) کاوه په هر مجلس کی مخ په قبله او د خدای په ياد به کښينستل او مخصوص ځای ئی نه درلود د خلګو سره داسی دوستی او مجلس کاوه چه هر څوک ګمان کاوه هغه پر ګران دی، ډيری خبری ئی نی ويل، د چا خبری ئی نه قطع کاوه تر څو چه باطل ونه وائی، هيڅ څوک ته بد نه ويل او هيڅ څوک نه ملامتول، د خلګو خطاوی نه پلټل. کامل او ښه اخلاق ئی پر ټولو خلقو تأثير کړی ؤ. د عربو او غريبه کسانو پر بی ادبی صبر کاوه د فقيرانو او مساکينو سره پر مځکه کښينستل او ډوډی به ورسره خوړل، په خوړل او اغوستل پر معمولی خلګو باندی ډيری نه کاوه، و هر چاته سلام کاوه او لومړی لاس ورکاوه او دوستی کول، هيڅ څوک ئی نی پريښود چه  د هغه په مقابل کی ودريږی، د علم، نيکی، او اخلاق خاوندانو ته احترام کاوه ترهر چا حکيم، پوه، صابر، عادل، توريالی او مهربان ؤ. سپين ژروته احترام، د کوچنيانو سره مهربانی او د غريبه کسانو مراعت کول، چه امکان ئی درلود شی به يواځی نه خوړل، د رحلت (فوت) په وخت کی درهم او دنيار ئی نه درلود. آنحضرت ډير توريالی ؤ چه حضرت علی (عليه السلام) ويل چه هر وخت جنګ شدت پيدا کاوه په آنحضرت مو پناه وړل.

عفو او بخښل ئی دومره لوړؤ چه کله مکه ئی فتح کړل د مکی و خګلوته وويل: ماذا تَقُولون؟ وماذا تظنُّونَ؟ د خپل حق (ځان) په باره کی څه واياست او څه ګمان لری؟ دوی وويل: خبری په خير کوؤ او ګمان په خير لرو، بخښونکی ورور او بخښونکی وراره پر موږ قدرت پيدا کړيدی هر څه وغواړی کولای سی، رسول د خدای د دی کلماتو څخه زړه ئی نازک او سترګی ئی اوښکی وکړل د مکی خلګ چه دائی وليدل د دوی د ژړا ږغ هم پورته سو او ډير وژړيدل، هغه وخت حضرت وفرمايل: زه هغه وايم چه زما ورور يوسف وويل: (لاَ تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللهُ لَكُمْ وَ هُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ)(سوره يوسف / 92).

د دوی د جنايت او جرم څخه تير او وبخښل او وفرمايل خپل لار ونيسی چه تاسو آزاد سوی ياست. (اِذْهَبُوا فَأنْتُمُ الطُّلَقاءُ)

دوهم: علمی معجزی، مراجعه و مربوطه کتابوته چه په مفصل ډول د رسول مبارک ګفتار، خطبی، موعظی او نصيحتونه ليکل سويدی واضح او روښانه دی.

دريم: عملی معجزی، بايد وويل سی چه د رسول مبارک اعمال او اخلاق د پيدايښته څخه تر وفاته پوری ټوله معجزی دی. په لږ صبر او فکر سره د حجاز و خلګو او روحياتو د هغو او مخصوصاً د هغه دوران  و خلګوته د هغه معجزی په اعمالو سره ثابت او معلوميږی بلی يو ګل د زوزانو څخه پيدا سو چه د هغه بوی او تأثير دوی ئی تغير ورکړ، د دوی د ژوندانه او اخلاقو تابع نسو بلکه د دوی اخلاق او ژوندانه ئی خپل تابع کړ.

په مدت د درويشت کاله په هغه ټول مشکلات او سختی سره څلور لوی او اساسی کار وسو چه هر يو د هغوی په عادی ډول کلونه غوښت چه رښتيا توب ښکاره او پيداکړی، او هغه څلور کار عبارت دی:

1- خپل په دوران کی پر خلاف د نورو دينو چه رواج درلود، نوی او الهی دين ئی تأسيس او خلګ ئی په خپل دين مؤمن کړ چه تر اوسه پوری روحانی تأثيرئی په زړونوکی د سلو سلو ميليونو پيروانو ئی پاته دی، د خلګو تابع کول آسانه دی ليکن د زړو تابع کول او تر فرمان لاندی راوستل آسانه کار ندی، هغه هم متعصب او جاهل خلګ.

2- د مختلفو قبيلو چه يو دبله سره دښمن او دايم د دوی په منځ کی جنګ ؤ يو واحد ملت جوړ او د هغو په منځ کی د ورور ګلوی، مساوات، آزادی، او يوه واحده کليمه په حقيقی معنی سره راوړ او پسله څو کاله د مختلفو نژادو څخه يو امت په نامه د امت محمد (صلی الله عليه و آله وسلم) جوړ کړ چه تراوسه پوری پاته او مخ پر ډيريدودی.

3- د هغو متفرقو قبيلو په منځ کی چه خپل ځان ته رئيس درلود او په خودسری ئی عادت کړی ؤ او مرکزی حکومت ئی نه درلود دولت ئی تأسيس کړل چه حکومت ئی په اساس د آزادی او کامل استقلال ؤ قدرت او تأثير ئی وهغه ځای ته ورسيد چه پسله يو قرن يو مطلق دولت او حکومت د نړی سو.

پخپله حضرت رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) په يوه ورځ شپږ خطونه د خپل د زمانی و پاچاهانو ته وليکل او ټول ئی و اسلام ته دعوت کړل پاچاهان چه ځان ئی په لوړ قدرت ليدل او عرب ئی هيڅ بلل.

کله چه د رسول مبارک خط د ايران د پاچا پلاس ورسيد او ولوستل چه د حضرت رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) نوم د مخه د پاچا تر نامه ليکل سوی ؤ په غضب سو و خپل مامورينو ته دستور ورکړ چه مدينی ته ولاړسی او حضرت رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) و هغه ته راولی.

هغو فکر کاوه چه هغه عربانو دی چه د حبشی د کوچنی لښکر په مقابل کی هيڅ عکس العمل ونه کړل د مکی ښار، کورونه او خپل ژوندئی پريښود او وغروته پناه يوړل، ليکن نه پوهيدل چه دوی درلودنکی د الهی لارښود او آسمانی کتاب سويدی او نور هغه پخوانی عربان ندی.

4- په مدت د درويشت کاله قوانين او دستورات ئی جوړ او وفرمايل چه د انسانانو ټول خير او حاجتونه پکښی کی سته چه ترنن او تر قيامته پوری برقراره او عمل په هغو د انسان د دنيا او آخرت د نيک مرغۍ سبب دی او هيڅ کله زوړ او نه کم زوره کيږی چه (حلال محمد حلال أبداً إلى يوم القيامة، و حرامه حرام أبداً إلى يوم القيامة)(اصول كافى، ج 1، ص 58، ح 19)

او دغه قوانين هميشه ژوندی او تر ابده پوری، په علمی حوزوکی د لويو عالمانو په واسطه د فقه او الهی حقوقو په عنوان او د عملی وظيفو او د فروع (ښاخه) دين تر نامه لاندی بحث او جلسی کيږی.

څلورم: د حضرت رسول (ص) جاويد او ابدی معجزه قرآن کريم دی چه قطعی سند او ابدی معجزه د هغه بزرګوار دی. قرآن په مدت د درويشت کاله پر رسول مبارک نازل سو او د هغه زمانی تر اوسه پوری په ټولنه کی په مختلفو جهاتو د توجه وړ او تر مطالعی لاندی دی او پوهان ورته حيران او په فکر دی او په قرنو خپل مقام ئی تينګ ساتلی دی او د هر ډول لږ او ډير او تغيراتو څخه محفوظ پاته دی او په سلو تفسير او کتابونه د هغه معنی او حقايقو په باره کی ليکل سويدی او پاک خدای د هغه ساتل ئی ضمانت کړيدی. (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) (سوره حجر / 9).

پنځم: يو بل د حضرت رسول (ص) د معجزاتو څخه د هغه پاکه اولاده او معصوم خاندان (اهل بيت) ئی دی، پدی نظر چه يواځی د نبوت لوړ مقام دی چه کولای سی داسی لور او پاک امامان ټولنی ته تحويل ورکړی.

انصاف داره انسان که د اهل بيت (عليهم السلام) علم – ژوندانه – خبری او عملوته وګوری اقرار کوی چه هر يو د هغو لکه قرآن کريم معجزه او دليل پر نبوت د رسول مبارک دی. که هيڅ دليل پر نبوت د حضرت رسول (ص) نه وای غيرله داسی پاک اهل بيت (عليهم السلام) دغه هم کفايت کاوه او بس ؤ او د دی معجزی توضيح او بيانول پدی مقاله کی نه ځائيږی.

امامت

يو بل اعتقادی اصول چه د اهل بيت پيروان لری د امامت مسأله ده.

د نبوت د بحثه څخه معلوم سو چه امام د ټولنی او دين دپاره په ډول د پيغمبر دی او هغه ډول چه د پيغمبر ټاکل بايد د خدای د طرفه وی ټاکل د امام او خليفه د پيغمبر چه ساتونکی او بيان کوونکی د دين دی بايد د خدای د طرفه وی او خلګ نسی کولای او حق نلری چه د پيغمبر د پاره خليفه تعين کړی. خلګ دا مقام او حق نلری چه د الهی احکام او نبوی شريعت د بيان دپاره څوک تعين او وټاکی او دليلونه ئی ډير دی چه په يو څوئی اشاره کوؤ.

لومړی: لکه چه اشاره سو د امامت مرتبی په ډول د نبوت مرتبی پرله پسی دی بناپر دی هر دليل چه د رسولانو د ليږلو د پاره مو راوړل د امام پر ټاکل باندی هم دلالت  کوی او امامت هم په هغو دليلو ثابتيږی.

دوهم: پر ټولو معلوم داره دی چه امام د دين، قرآن او امت د ګټو (مصالح)  او آرامتيا ضامن او د هر ډول شرارتو څخه پاک دی. نو د خدای په عدالت او مهربانی سره ټاکل د دوی حتمی او لازم دی. ځکه چه د دوی د نه ټاکليدو په نتيجه سر بيره پر دی چه د دين او خلګو مصالح د منځهځی، شر او بدی پيدا او د رسول الله (ص) زحمتونه، دين، شريعت او قرآن نابود او هيريږی او دا د مخالفت او خيانت نيت دی چه د مخالفت نيت پر خدای (جل جلاله) ناروا او غير ممکن دی.

دريم: هغه ډول چه د امامت په دليلوکی ياد سو امام بايد پاک او صفت درلودل په ټولو انسانی فضائلو او د ټولو نفسانی بد اخلاقی او پستی څخه، پاک او امت په هر څه چه احتياج لری پوه او د ټولو بدګمانيو په مخ نيوی قادر وی.

او د هر طرفه څخه بايد کامل وی ځکه چه ټول دغه کارونه، باطنی کارونه دی او هيڅ څوک غيرله (علام الغيوب) پر هغو قدرت نلری، لهذا د داسی شخصيتو ټاکل د بشر د قدرته څخه خارج دی. (اللهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ) (سوره انعام/ 124)

او خلګ هيڅ کله قدرت د ټاکل د هغو او لاس وهلو (دخالت) حق هم نلری.

لکه چه خدای (ج) فرمايلی دی: (وَ رَبُّك َ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَ يَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ) (سوره قصص/ 68).

يعنی: ستا خدای پيدا کوی هغه شی چه غواړی او خوښوی هر څه چه غواړی او د دوی د پاره اختيار پدی کار کی نسته.

بناپر دی ټاکل د امام او خليفه د پيغمبر (ص) د خدای مقام دی او د انسان د قدرته څخه خارج دی.

پدی اساس موږ شيعه مسلمانان عقيده لرو چه په ټاکل او دستور د پاک خدای او د طرفه څخه د رسول مبارک دوولس معصومه دلارښود او امامت د پاره تعين او معرفی سويدی او پاک رسول (ص) دوی ئی په نامه او مشخصو و خلګوته معرفی کړيدی.

لومړی امام

رسول اکرم (ص) په اوله جلسه کی چه خپل دعوت ئی اعلان او خلګ ئی و اسلام ته دعوت کړل امام او خپل خليفه معرفی او خلګوته ور و پيژندل.

پيغمبر (ص) د بعثت تر دريمه کاله پوری دعوت و اسلام ته په مخفی (پټ) ډول کاوه، ترڅو چه شريفه آيه –(وَ أَنْذِرْ عَشِيرَتَك َ اْلأَقْرَبِينَ)(سوره شعراء / 214)

نازله سوه پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) خپل نژدی خپلوان چه حدوداً څلويښت نفره وه دعوت کړل، پسله خوړل د غذا وفرمايل: ای د عبدالمطلب زامنو (اولاده) په خدای قسم هيڅ ځوان په عرب کی نه پيژنم چه خپل قوم ته يوشی راوړی وی چه بهتره تر هغه وی چه ما راوړی دی . د دنيا او آخرت خير می تاسوته راوړی دی. (إنّي جئتُكم بخير الدنيا والآخرة) او خدای (ج) وماته دستور راکړه چه تاسو دعوت کړم پدی دين، تاسوکم يو به زه پدی کار کی مرسته او ياری وکړی تر څو چه ز ما ورور، وصی او خليفه وی؟

حاضرين ټوله بی پروا او چپ سول غيرله حضرت علی (عليه السلام) چه تر ټولو کوچنی ؤ  د ځايه څخه پورته او عرض ئی وکړل (ای د خدا پيغمبره زه پدی لارکی ستا يار او ملګريم).

پيغمبر (ص) لاس پر اوږه د علی (ع) کښيښود او وفرمايل: دغه ز ما ورور، وصی او خليفه په تا سوکی دی دهغه خبری واوری او د دستوراتو (فرمان) څخه ئی اطاعت وکړی). (اِنَّ هذا اَخي وَ وَصيّي وَخَليفَتي فِيكُمْ فَاسْمَعُوا لَهُ وَاَطيعُوهُ)

جمعيت د ځايه څخه پورته پداسی حال کی چه مسخره ناکه خندائی پر ښوندو درلود و ابوطالب ته ويل: وتاته دستور ورکوی چه خپل زوی په فرمان غوږ ونيسی او د هغه څخه اطاعت وکړی.

دغه حديث ټوله دانشمندان (پوهان) د اهل سنت لکه ابن جرير. ابن ابی حاتم، ابن مردويه، ابو نعيم، بيهقی، ثعلبی، طبری، ابن اثير، ابوالفداء او نور نقل کړيدی. (د المراجعات په کتاب او د احقاق الحق د کتاب په څلورم جلد مراجعه وسی).

د دی حديثه څخه معلوميږی چه دعوت د نبوت او امامت يو ځای او يو دبل په ځنګ سويدی او معلوميږی چه هغه مهربانی چه رسول د خدای په نبوت او قبوليدو د هغه درلود په امامت هم درلود، معلوميږی چه قبول د نبوت بيله قبوله د امامت د اسلام غوښتنه ندی او د رسول (ص) نظر نه قانع کوی.

پسله دی قضيی د اسلام پيغمبر (ص) په مختلفو مناسبتو او ځايو او په ډول ډول بيانو د حضرت علی (عليه السلام) امامت ئی د خلګو و اطلاع ته رسول او ډيری آيی پدی باره کی نازل سويدی تر څو چه رسول مبارک د هجرت په لسم کال و مکی معظمی ته عزيمت او د حج مراسم (آداب) ئی پر ځای کړل. او دا د پيغمبر (ص) د عمر آخر کال ؤ او پدی دليل حجة الوداع نوميږی، کسان چه په هغه سفر د حضرت رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) سره وه سل و شل زره نفره اټکل وهل کيږی.

د غدير خم جريان په لنډ ډول:

پسله دی چه د حج آداب پای ته ورسيد نبی اکرم (ص) د مدينی وخواته روان سو کله چه د غدير خم منطقی ته نژدی سول جبرئيل امين نازل او د توقف فرمان ئی ورسول د خدای ته ورکړ او د پيغمبر (ص) د طرفه هم دستور د توقف و همسفروته ورکړل سو.

کاروانيان د دی توقفه څخه پدی بی اوبه او ګرمه منطقه کی حيرت ناکه سول او د ځانه سره ويويل: حتمی د خدای (ج) د جانبه څخه مهم فرمان رسيدلی دی، پدی وخت کی دغه آيه نازله سوه.

(يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ ما أُنْزِلَ إِلَيْك َ مِنْ رَبِّك َ وَ إِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَ اللهُ يَعْصِمُك َ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللهَ لاَ يَهْدِى الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ) (سوره مائده/67).

ای پيغمبر هغه څه چه د پروردګار د طرفه پرتا نازل سويدی کامل  و(خلګو)ته ورسوه او که ونکړی د هغه رسالت دی ندی اجرا کړی او خدا (ج) تا د خلګو د (احتمالی خطرو) څخه ساتی او پاک خدای د (لج بازه) کافرانو جمعيت لارښوونه نه کوی.

مؤذن (آذان ورکونکی) خلګ ئی د ماپښين ولمانځه ته دعوت کړل، پسله د ماپښين دلمانځه رسول مبارک ټول خلګ ئی د الهی پيغام داوريدلو پاره راټول کړل او يو منبرئی د اوښانو د پالانو څخه جوړ او رسول د خدای (ص) پر هغه باندی قرار ونيول او پسله حمد د خدای (ج) وخلګوته وفرمايل: (زه ژر ستاسو د مابينه څخه زم، زه مسئول يم او تاسو هم مسئول ياست (وفرمايل) اوس وګوری و دی دوه قميتی شيان چه ستاسو په منځ کی په يادګار پريږدم څه به وکی).

د جمعيت د منځه څخه يو نفر ږغ وکړ کم دوه قيمتی شيان يا رسول الله؟

حضرت (ص) وفرمايل: («قرآن»کتاب د خدای چه يو طرف ئی د پروردګار په لاس او بل طرف ئی ستاسی په لاس کی دی، لاس د هغه څخه وانه خلی ترځو چه ګمراه نسی، دوهم قيمتی يادګار زما خاندان دی چه آګاه او مهربان خدای وماته خبر راکړيدی چه دغه دوه هيڅ کله يو دبله څخه نه جلا کيږی او په جنت کی زما سره يو ځای کيږی.  د دی دوو څخه د مخه نسی چه هلاک کيږی او پاته هم نسی چه بيا هم هلاک به سی)

خلګ وليدل چه حضرت رسول (ص) خپل اطراف ته وکتل او کله چه سترګی ئی و علی (ع) ته ولويدل کوږ سو او د هغه لاس ئی ونيول او پورته ئی کړل چه ټول خلګ هغه وليدل او وپيژندل دلته رسول اکرم (ص) په لوړ ږغ وفرمايل: څوک تر ټولو خلګ نسبت و مسلمانانو پخپله تر هغو لايق تره دی؟

هغو ويويل: خدای (ج) او پيغمبر (ص) تر ټولو پوه دی، پيغمبر (ص) وفرمايل: ( خدای زما مولا او رهبر دی او زه د مؤمنانو مولا او رهبريم (وروسته وفرمايل) فَمَنْ كُنْتُ مَولاهُ فَعَلىٌّ مَولاه، د هر چا چه زه ئی مولا او رهبريم علی (ع) هم د هغه مولا او رهبر دی او دغه خبره ئی دری، څلور پلا تکرار کړل.

بعداً وفرمايل: «اللّهُمَّ وَالِ مَنْ والاهُ وَعادِ مَنْ عاداهُ وَأَحِبَّ مَنْ اَحَبَّهُ وَاَبْغِضْ مَنْ اَبْغَضَهُ وَانْصُرْ مَنْ نَصَرَهُ وَاخْذُلْ مَنْ خَذَلَهُ وَاَدِرِ الحّقَّ مَعَهُ حَيْثُ مَا دارَ».

خدايا دوستان ئی دوست لره او دشمنان ئی دشمن ولره، دوست ولره هر څوک چه هغه دوست لری او دشمن ولره هغه څوک چه د هغه سره دشمنی کوی، ياران ئی مرسته کوه او هغه کسان چه د هغه سره ياری نکوی مرسته مه ور سره کوه او حق د هغه سره لره او هغه د حقه څخه مه جلاکوه.

د حضرت رسول (ص) خطبه چه لنډه ئی نقل سوه و پايان ته ورسيد او پدی وخت کی دغه آيه نازله سوه.

(الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِى وَ رَضِيتُ لَكُمُ اْلإِسْلاَمَ دِيناً) (سوره مائده / 3).

نن می ستاسو دين کامل کړل او خپل نعمت مو پر تاسو تمام کړل او اسلام می په عنوان د ابدی دين ستاسو د پاره قبول کړل.

پدی وخت خلګوته شوق او خوښحالی پيدا سو او و حضرت علی (ع) ته ئی تبريک ويل. او ابوبکر او عمر هم د خلګو په حضور حضرت علی (ع) ته ئی وويل: «بَخٍّ بَخٍّ لَكَ يَا ابْنَ أَبي طالِب اَصْبَحْتَ وَاَمْسَيْتَ مَولايَ وَمَولا كُلِّ مُؤْمِن وَمُؤْمِنَة» آفرين، آفرين پر تاوی، ای د ابوطالب فرزنده ته زموږ او د ټولو با ايمانو نارينو او ښځو مولا او رهبر سوی.

د رسول مبارک د خطبی په آخرکی حسان بن ثابت د رسول الله (ص) په اجازه شعرونه وويل چه يو شعرئی دا دی:

فَقال لَهُ قُمْ يا عليّ فَاِنَّني                       رَضِيتُكَ مِنْ بَعْدي اِماماً وَهادِياً

دا ؤ د غدير خم د حديث لنډه چه سر بيره پر شيعه عالمان د اهل تسنن عالمان هم په خپلو کتابوکی ليکلی او نقل کړيدی چه په عنوان د نمونه د بعضو د هغو نومان يادؤ:

حافظ ابو سعيد سجستانى، ابونعيم اصفهانى، ابوالحسن واحدى نيشابورى، ابن عساكر شافعى، فخر رازى، حموينى، ابن صباغ مالكى، جلال الدين سيوطى، آلوسى، قندوزى، بدر الدين حنفى، شيخ محمد عبده مصرى او ډير نور. (د علامه امينی په الغدير مراجعه وسی).

د ياد وړدی چه سنی پوهان پدی چه پخپله د غدير حديث ئی نقل کړيدی ليکن يا د بيریاو خپل شا او خوا د موقعيت له جهته يا د تعصب  له جهته حديث ئی ناديده او يا بی اهميته کړيدی او د هغه څخه تير سويدی.حشرهم الله مع اوليائهم وحشرنا مع اوليائنا ان شاء الله تعالى.

که د غدير حديث بی اهميته ونيول سی ليکن د رسول مبارک د معلوم داره دعوت د لومړنی ورځ حديث او ثقلين حديث او نور احاديث چه د حضرت علی (عليه السلام) د امامت او نور پاکو امامانو په پاره کی دوی پخپله نقل کړيدی، ټوله پر هغو حجت او ثابت دی په خاطر د تکرار او ډيروالی د دی احاديث قابل د توضيح او سترګی پټی کول ندی.

(لِيَهْلِكَ مَنْ هَلَك َ عَنْ بَيِّنَة وَ يَحْيَى مَنْ حَيَّ عَنْ بَيِّنَة)(سوره انفال / 42).

د نورو معصوم او پاکو امامانو نومان (چه د دوی د شخصيتو په باره کی په لنډ ډول هم اشاره ندی سوی) په ترتيب سره عبارت دی:

2- حضرت امام حسن مجتبی (عليه السلام).

3- حضرت امام حسين (عليه السلام)

4- حضرت امام علی بن الحسين (عليه السلام)

5- حضرت امام محمد باقر(عليه السلام)

6ـ حضرت امام جعفر صادق(عليه السلام) 

7ـ حضرت امام موسى بن جعفر(عليه السلام)

8 ـ حضرت امام على بن موسى الرضا(عليه السلام)

9 ـ حضرت امام محمد بن على الجواد(عليه السلام) 

10ـ حضرت امام على بن محمد الهادى(عليه السلام)

11ـ حضرت امام حسن بن على العسكرى(عليه السلام)

12ـ حضرت امام حجة بن الحسن المهدى(عليه السلام)

چه دولسم امام تراوسه ژوندی او د نظرو څخه غايب دی او يوه ورځ په امر د خدای (جل جلاله) ظهور کوی او په نړی کی د عدالت حکومت چه ډک د قانون او انصاف دی جوړوی.

اللهم عجل فى فرجه الشريف.

د ذکر وړدی چه موږ شيعه مسلمانان عقيده لرو چه حضرت فاطمه (سلام الله عليها) د حضرت رسول (صلی الله عليه و آله وسلم) ګرانی لور او د حضرت امام علی (عليه السلام) همسره (ماينه) او د امامانو مور (ام الائمه) او د امامت او ولايت محور (مرکز) وه او د ښځو سرور او سيده د دوو جهانو ده.

حضرت فاطمه نمونی د ټولو انسانانو او په ټولو زمانوکی ده او ځکه چه د معصومينو څخه ده خبری، کار او بيان ئی حجت ده. د هغی رضا د خدای او رسول مبارک رضا او د هغی غضب د خدای او پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) قهر او غضب ده.

دغه جمعيت چه نومان ئی ياد سول د رسول (ص) اهل بيت او خاندان دی چه د آنحضرت صفتونه لری او رسول د خدای ډير سفارشونه (توصيی) د هغو کړيدی او هغوی ئی و قرآن ته نژدی او ياران ئی و بلل او وخلګوته وفرمايل:

زه ستاسو په منځ کی دوه درانه او نفيس (قيمتی) شی پر ځای ايږدم، «کتاب د خدای» او «اولاده او خاندان زما».

دايم دغه دوه ټينګ ونيسی او هيڅ کله نه ګمراه کيږی « إنّي مخلّف فيكم الثقلين: كتاب الله و عترتي اهل بيتي، لن تضلّوا ما تمسّكتم بهما». (بحار الأنوار، ج 5، ص 68، ح 1).

متعال خدای دوه مهم او ډير درانه مسئوليتونه پر دوی ايښی دی لومړی: لارښوونه او دينی رهبری د خلګو او آشنا کول د دوی په معارف، اخلاق او قوانين د دين او دنيا او په قرآن او د رسول مبارک په سنتو او الهامات (الهی وحی)د خدای  د خوا څخه.

دوهم: سياسی رهبری او اداره کول د ټولنی او د اسلامی حکومت د احکامو او مقرراتو دقيق اجرا کول.

«اللَّهُمَّ إِنَّا نَرْغَبُ إِلَيْكَ فِي دَوْلَة كَرِيمَة تُعِزُّ بِهَا الْإِسْلَامَ وَ أَهْلَهُ، وَ تُذِلُّ بِهَا النِّفَاقَ وَ أَهْلَهُ، وَ تَجْعَلُنَا فِيهَا مِنَ الدُّعَاةِ إِلَى طَاعَتِكَ وَ الْقَادَةِ إِلى سَبِيلِكَ، وَ تَرْزُقُنَا بِهَا كَرَامَةَ الدُّنْيَا وَ الآخِرَةِ، بِحَقِّ مُحَمَّد وَ آلِهِ الطّاهِرِينَ، آمينَ يا رَبَّ العالَمين».

مجموعه د روايتو مربوط په حضرت مهدی (عجل الله تعالی فرجه الشريف).

پدی ځای کی مناسب دی هغه روايتونه چه د شيعی او سنی د طريقه څخه د حضرت مهدی صاحب (عجل الله تعالی فرجه الشريف) په باره کی رسيدلی دی ياد کړو:

1- روايتونه چه وائی امامان دولس دی اول ئی حضرت علی او آخرئی حضرت مهدی (عج) دی.91حديث.

2 – روايتونه چه وائی حضرت مهدی د پيغمبر د خاندان څخه دی 389 حديث.

3 - روايتونه چه وائی چه حضرت مهدی د حضرت علی خاندان څخه دی. 214 حديث.

4 - روايتونه چه هغه ئی د حضرت فاطمه (عليها السلام) داولادو بولی. 192 حديث.

5 - روايتونه چه هغه نَهم اولاد د امام حسين (ع) پيژنی. 148 حديث.

6 - روايتونه چه هغهد امام سجاد (ع) اولاد بولی. 185 حديث.

7 - روايتونه چه هغهد امام حسن عسکری زوی بولی. 148 حديث.

8 - روايتونه چه هغهدوولسم او آخری امام بولی. 136 حديث.

9 - روايتونه چه د آنحضرت د زيږيدنی په باره رسيدلی دی. 214 حديث

10 - روايتونه چه د هغهد اوږد (طولانی) د عمر په باره رسيدلی دی. 318 حديث.

11 - روايتونه چه وائی طولانی غيبت لری. 91 حديث.  

12 - روايتونه چه د هغه د ظهور په باره کی خبر ورکړيدی. 657 حديث.

13 - روايتونه چه وائی حضرت مهدی (عج) دنيا د عدالته څخه ډکوی. 123حديث.

14 - روايتونه چه وائی د اسلام دين د حضرت مهدی (عج) په وسيله جهانګير يعنی ټوله دنيا اسلامی کيږی. 47 حديث.

چه ټوله دوه زره نه سوه دروپنځوس (2953) روايته کيږی. (مهدی موعود ص5)

معاد

يو بل اعتقادی اصول چه د ټولو الهی دينو او آسمانی کتابو د قبول وړدی د روح ګرځيدل و بدن ته اوتلل د آخرت و عالم ته دی پدی معنی چه د انسان ژوند د مرګ په واسطه نه ختميږی بلکه پسله دی جهانه څخه بل جهان هم سته چه هلته د خپل د اعمالو او کردارو عذاب او ثواب وينی.

خدای (ج) په قرآن کی فرمايلی دی: (يَوْمَئِذ يَصْدُرُ النَّاسُ أَشْتَاتاً لِيُرَوْا أَعْمَالَهُمْ * فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّة خَيْراً يَرَهُ * وَ مَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّة شَرّاً يَرَهُ) (سوره زلزله/ 5 تا 8).

يعنی په هغه ورځ خلګ ډلو ډلو (دستی دستی) په پاښل سوی (جلا جلا) ډول سره د قبرو څخه راوځی ترڅو چه د هغو عملونه و دوی ته ښکاره سی. نو هر څوک چه د يوی ذری په وزن د خير کار کړی وی هغه وينی او هر څوک چه د يوی زری په وزن بد کار کړی وی هغه وينی. بلی يواځی قدرت چه د انسان سرکښ نفس د بد اخلاقيو، ظلم او لاس غزول (تجاوز) د نورو په حقوقو کی ساتی عقيده په قيامت دی. يواځی قدرت چه انسان د شهوت کول او بدو عملو څخه منع کوی قبول کول د قيامت ورځ، ثواب او عذاب دی.

د انسان د اعمالو او کردارو څارنه د هغه عقيده ده چه په قيامت لری او په قرآن مجيد کی هر ځای د ايمان او مؤمنينو صفت کوی. د ايمان پائی او اساس ئی پر دوی عقيدی (عقيده په پيدايښت د دنيا او عقيده په آخرت) ولاړ او تينګ کړيدی. او د ايمان اسباب پاکی او نيک کارونه دی.

عقيده په آخرت لازمه د عقيده په پيدايښت دی او هر څوک چه په دنيا او پيدايښت اقرار کوی بايد چه په قيامت هم عقيده ولری پدی اساس ټوله اديان (دينونه) او ټوله کسان چه پيرو د هر يو د نبيانو وی قيامت ئی قبول کړيدی.

 لنډه داچه عقلی او نقلی دليلونه د قرآن د آياتو او روايتو څخه او د دين ضروری کيدل پر اثبات د قيامت ولاړدی او هر څوک چه خدای قبول لری قيامت، حساب، ثواب، عذاب، جنت او دوژخ هم قبول لری او څرنګه چه اشاره سو آيتونه او روايتونه  ايمان په خدای ئیمربوط په ايمان په قيامت کړيدی، عقيده په پيدايښت او عقيده په قيامت ئی سره نژدی او پر يوه پايه درولی اوټينګ کړی دی.

بناپر دی هغه دليلونه چه موږ مجبور په قبوليدل د دين په څلورو اصلو کړيدی او په يقين سره موږ د قيامت په قبوليدل مجبوروی او په حکم د هغو دليلو د قيامت په ورځ معتقد کيږو او هغه دقيق د خدای (ج) عدالت او حکمت بولو.

هغه چه پدی پاڼوکی پلټنه وسوه د دينی او مذهبی عقيدو لنډيزوه، ډير تفصيل او آشنائی د دين د معارفو سره د نورو تکميل او مفصلو کتابو څخه په لاس راوړی او پوه سی چه حضرت علی (عليه السلام) فرمايلی دی:

«اَوّلُ الدِّينِ مَعرِفَتُهُ، وَكَمَالُ مَعْرِفَتِهِ التَّصدِيقُ بِهِ، وَ كَمَالُ التَصدِيقِ بِه توحِيدُهُ، وَ كَمَالُ تُوحِيدِهِ الاِخلاَصُ لَهُ». (نهج البلاغه، خ 1).

يعنی: شروع د دين پيژندل د هغه دی او د پيژندل کمال باور کول د هغه ذات او کمال د باور کول د هغه ذات توحيد او شهادت په يووالی د هغه دی او کمال د توحيد او شهادت د هغه پر يووالی اخلاص دی.

«اللّهُمَّ عَرِّفْنى نَفْسَك َ فَاِنَّك َ اِنْ لَمْ تُعَرِّفْني نَفْسَك َ لَمْ اَعْرِفْ رَسُولَك َ، اللّهُمَّ عَرِّفِني رَسُولَك َ فَاِنَّك َ إنْ لَم تُعَرِّفِني رَسُولَك َ لَمْ اَعْرِفْ حُجَّتَك َ اللّهُمَّ عَرِّفْنِي حُجَّتَك َ فَاِنَّك َ اِنْ لَمْ تُعَرِّفْنِي حُجَّتَك َ ضَلَلْتُ عَنْ دِينِي».
اللهم اجعل عواقب امورنا خيرا بحق محمد و آله الطاهرين، و صل عليهم اجمعين. والعن اعداءهم الى يوم الدين.


[1] د توضيح المسائل رساله د يو مجتهد ليکل سوی دينی او اسلامی کتاب دی چه په هغه کی شرعی او دينی مسئلی ليکل سويدی او هر مسلمان کولای سی چه و هغه ته مراجعه وکړی او خپل دينی او شرعی مشکلات حل کړی او هر مجتهد و خپل ځان ته  بيل او په خپل فکر ليکل سوی رساله لری چه د هغه مقلدين په هغه عمل کوی.

[2] العروة الوثقى: التقليد: مسأله 67.

[3] قال الله تعالى: (مَنْ كَفَرَ بِاللهِ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلاَّ مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالاِْيمَانِ)(سوره نحل /106).
و قال: (قَالَتِ الاَْعْرَابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الاِْيمَانُ فِى قُلُوبِكُمْ) (سوره حجرات/14).
و روي عن النبيّ(صلى الله عليه وآله): ـ ما قيل بتواتره عن طريق الفريقين ـ : «من مات و لم يعرف إمام زمانه مات ميتة جاهلية» (راجع بحار الانوار ج 23، ص 76 إلى 95).

[4] وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّهُ لَوْ كَانَ لِرَبِّكَ شَرِيكٌ لاََتَتْكَ رُسُلُهُ وَ لَرَأَيْتَ آثَارَ مُلْكِهِ وَ سُلْطَانِهِ وَ لَعَرَفْتَ أَفْعَالَهُ وَ صِفَاتِهِ وَ لَكِنَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ كَمَا وَصَفَ نَفْسَهُ... (نهج البلاغه صبحى صالح، ذيل نامه 31).