صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د طهارت احکام

مضاف او مطلق اوبه:

20- مسأله: اوبه يا مطلق دی يا مضاف، مضاف اوبه هغه دی چی هغه د يو شی څه نيولی وی لکه د ګلاب او هندوانی اوبه، يا د يو شی سره ګډوی، لکه هغه اوبه چی دومره د خټی سره ګډوی چی بل يو وهغه ته اوبه ونه وائی. او بيله دغو مطلق اوبه دی او هغه پر پنځه ډول دی: 1- د کُر اوبه. 2– قليل اوبه. 3–جاری اوبه.4 – باران اوبه. 5– د څاه اوبه.

1- د کُر اوبه

21- مسأله: د کُر اوبه هغه مقدار اوبه دی چی که په يو ظرف چی دری خوا ئی ( طول، عرض او ارتفاع)

د هغه هر يو دری نيم لويښت دی واچوی هغه ظرف ډک کړی. او وزن د هغه د تبريز د يو سلواته ويشت منه شل مثقال لږ وی.

22- مسأله: که پخپله نجس شی لکه وينی او بولی د کُرپه اوبو ورسيږی څرنګه چی د هغه په واسطه بوی يا رنګ يا خوند د اوبه توپير وکړی اوبه نجس کيږی، او که توپير ونه کړی نه نجس کيږی.

23- مسأله: که يو د کُر د اوبو او صاف د غير نجاست په واسطه توپير وکړی نه نجس کيږی.

24- مسأله: که پخپله نجس شی لکه وينی په هغه اوبو چی تر کُر ډير دی ورسيږی د هغو يوه برخه رنګ يا بوی يا خوند تغير ورکړی، که هغه مقدار چی تغير ندی کړی لږ تر کُر وی ټول اوبه نجس کيږی او که د کُر په اندازه يا ډير وی فقط هغه مقدار چی بوی يا رنګ يا خوند ئی تغير کړيدی نجس دی.

25- مسأله: که د فواری اوبه په کُر متصل (مښتی) وی که د مخه تر څاڅکی څاڅکی کيدل د نجس اوبو سره متصل سی او بناپر احتياط واجب په هغه مخلوط سی هغه پاک کوی او که پسله څاڅکی څاڅکی کيدل پر نجس اوبه توی سی هغه نه پاک کوی.

26- مسأله: که نجس شی د هغه نل لاندی چی په کُر متصل دی ومينځی هغه اوبه چی د هغه شی څه توييږی که متصل په کُر وی او د نجاست بوی يا رنګ يا خوند نه وی نيولی پاک دی.

27- مسأله: که يو مقدار د کُر اوبه يخی سوی وی او پاته ئی د کُر په اندازه نه وی که نجاست و هغه ته ورسيږی نجس کيږی او هر څومره د يخی څه هم اوبه سی نجس دی.

28- مسأله: هغه اوبه چی د کُر په اندازه وه، که انسان شک وکړی تر کُر لږ سويدی که يه  دکُر د اوبو حکم لری. يعنی نجاست پاک کوی او که نجاست هم و هغه ته ورسيږی نه نجس کيږی، او هغه اوبه چی تر کُر لږ وه او انسان شک لری چی د کُر په مقدار رسيدلی دی که يه د کُر د اوبو حکم نه لری.

29- مسأله: د اوبو کُر کيدل په دوی لاری ثابت کيږی:

لومړی: پخپله انسان يقين يا اطمينان پيدا کړی. دوهم: دوه عادل نارينه خبر ورکړی، او په ثابت کيدل د هغه د متصرف او اختيار لرونکی په خبره اشکال لری.

2- قليل اوبه:

30- مسأله: قليل اوبه هغه اوبه دی چی د باران، څاه، جاری او کُر اوبه نه وی.

31- مسأله: که قليل اوبه پر نجس شی واچول سی يا نجس شی هغه ته ورسيږی نجس کيږی، او که د لوړ څه پر نجس شی واچول سی، هغه مقدار چی و هغه شی ته رسيږی نجس او هر څه لوړ تر هغه دی پاک دی. او هم که د فواری په ډول په فشار د کښتی په لوړ ولاړسی که نجاست په لوړ ورسيږی کښته نه نجس کيږی او که نجاست په کښته ورسيږی لوړ نجس کيږی.

32- مسأله: قليل اوبه چی پر نجس شی واچول سی او د هغه څه جلا سی نجس دی، او همدارنګه بناپر قوی نظر بايد د هغه قليل اوبه څه چی پسله ايسته کيدل د عين نجاست د نجس شی د پريمينځل د پاره پر هغه اچوی او د هغه څه جلا کيږی ځان وساتی. ليکن هغه اوبه چی د بولی او غايط مخرج په هغه پريمنځی په پنځه شرط پاک دی.

لومړی: هغه چی بوی يا رنګ يا خوند د نجاست نه وی نيولی.

دوهم: د خارج څه نجاست و هغه ته نه وی رسيدلی.

دريم: بل نجاست لکه وينی، د بولی او غايط سره نه وی راوتلی.

څلورم: د غايط ذری په اوبوکی پيدا نه وی.

پنځم: ډيرتر معمول مقدار نجاست د مخرج و اطراف ته نه وی رسيدلی.

3- جاری اوبه:

33- مسأله: جاری اوبه هغه اوبه دی چی د مادی درلونکی دی او جريان لری لکه چی د مځکی څه (جوښښ) راووځی او جريان ولری لکه د چينی او کاريز اوبه.

34- مسأله: جاری اوبه که څه هم تر کُر لږ وی که نجاست هغه ته ورسيږی ترڅو چی بوی يا رنګ يا خوندئی د نجاست په واسطه تغير ونه کړی پاک دی.

35- مسأله: که جاری اوبوته نجاست ورسيږی هغه مقدار ئی چی بوی يا رنګ يا خوندئی د نجاست په واسطه تغير کړيدی نجس دی، او هغه خوا چی چينی ته متصل دی که څه هم تر کُر لږ وی پاک دی. او د ويالی نور اوبه که د کُر په اندازه وی يا د هغه اوبو په واسطه چی تغير ندی کړی د چينی د اوبو وخواته متصل وی پاک، او که يه نجس دی.

36- مسأله: د هغه چينی اوبه چی جاری ندی ليکن په داسی ډول دی چی که اوبه د هغه څه واخلی همداسی اوبه راوځی څرنګه چی نجاست هغه ته ورسيږی ترڅو چی بوی يا رنګ يا خوندئی د نجاست په واسطه تغير ونه کړی پاک دی.

37- مسأله: هغه اوبه چی د ويالی څنګ ته ولاړ او د جاری اوبو سره متصل دی که نجاست هغه ته ورسيږی ترڅو چی بوی يا رنګ يا خوندئی د نجاست په واسطه تغير ونه کړی پاک دی.

38- مسأله: هغه چينه چی په ژمی اوبه ځينی راوځی او په دوبی اوبه نه راوځی فقط کله چی اوبه راوځی که تر کُر هم لږ وی د نجس شی په رسيدل نه نجس کيږی، مګر داچی بوی يا رنګ يا خوندئی د نجاست په واسطه تغير وکړی.

39- مسأله: د حمام د نلو اوبه که په کُر متصل وی لکه جاری اوبه دی. او د کورود نلو اوبه که په کُر متصل وی که نجاست هغه ته ورسيږی ترڅو چی رنګ يا بوی يا خوندئی د نجاست په واسطه تغير ونه کړی پاک دی.

40- مسأله: هغه اوبه چی پر مځکه جريان لری او د مځکی څه نه راوځی که تر کُر لږ وی او نجاست هغه ته ورسيږی نجس کيږی. ليکن که د لوړ څه وکښتی ته راسی که نجاست په کښته ئی ورسيږی لوړئی نه نجس کيږی.

4- د باران اوبه:

41- مسأله: که پر نجس شی چی عين نجاست په هغه کی نسته يوه پلا باران واوری هغه ځای چی باران ورسيږی پاک کيږی. او په فرش او کالی او نور فشار لازم ندی ليکن دوی دری څاڅکی اوريدل کافی ندی بلکه بايد داسی وی چی ووائی باران راځی.

42- مسأله: که باران پر عين نجاست واوری او په بل ځای خپور او ورسيږی که عين نجاست د هغه سره نه وی او د نجاست بوی يا رنګ يا خوند نه وی نيولی پاک دی. که باران پر وينی واوری او خپور سی که يوه ذره وينی په هغه کی وی، يا د وينی بوی يا رنګ يا خوند نيولی وی نجس دی.

43- مسأله: که د خونی پر بام عين نجاست وی، ترڅو چی پر بام باران اوری هغه اوبه چی په نجس شی رسيدلی دی او د بام څه توئيږی پاک دی. او د باران د بنديدل وروسته که معلوم وی هغه اوبه چی راځی په نجس شی رسيدلی دی نجس دی.

44- مسأله: پر نجس مځکه که باران واوری پاک کيږی. او که باران پر مځکه جاری سی او ويو نجس ځای چی تر چت لاندی وی ورسيږی، هغه هم پاک کوی.

45- مسأله: نجس خاوره که د باران په واسطه خټی سی او اوبه ټوله هغه ونيسی پاک کيږی.

46- مسأله: هر وخت د باران اوبه په يو ځای ټول سی که څه هم تر کُر لږ وی هغه وخت چی باران راځی نجس شی په هغه پريمينځی اوبه، بوی يا رنګ يا خوند د نجاست ونه نيسی، هغه نجس شی پاک کيږی.

47- مسأله: که پر پاک فرش چی پر نجس مځکه دی باران واوری او پر نجس مځکه جاری سی فرش نه نجس کيږی او مځکه هم پاک کيږی.

48- مسأله: که د باران اوبه يا نور اوبه په يوه کنډواله کی راټول سی او تر کُر لږ وی که پسله قطع کيدل د باران، نجاست هغه ته ورسيږی، نجس کيږی.

5- د څاه اوبه:

49- مسأله: د څاه اوبه چی د مځکی څه راوځی که څه هم لږ  تر کُر وی که نجاست هغه ته ورسيږی تر څو چی بوی يا رنګ يا خوند د هغه د نجاست په واسطه تغير ونه کړی پاک دی، ليکن مستحب دی پسله رسيدل د بعضی نجاستو، هغه مقدار چی په مفصل کتابوکی ويل سويدی د هغه څاه څه اوبه راوباسی.

50- مسأله: په څاه که نجاست واچول سی د اوبو رنګ يا بوی يا خوندئی تغير ورکړی هغه وخت پاک کيږی چی په هغه اوبه چی د څاه څه وځی مخلوط (ګډ) سی او د هغه په سبب، د څاه د اوبو تغير د منځه ولاړسی.