صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د اوبو احکام

51- مسأله: مضاف اوبه نجس شی نه پاک کوی، اودس او غسل هم په هغه باطل دی.

52- مسأله: که يوه ذره نجاست مضاف اوبوته ورسيږی نجس کيږی، ليکن که مضاف اوبه د لوړ څه پر نجس شی واچول سی هغه مقدار چی ونجس شی ته رسيدلی دی نجس، او هغه مقدار چی لوړ تر هغه دی پاک دی. مثلاً که ګلاب د ګلابدانه څه پر نجس لاس واچول سی هغه چی لاس ته رسيدل دی نجس، او هغه چی لاس ته نه دی رسيدلی پاک دی، او هم که د فواری په ډول په فشار د کښته څه لوړته ولاړسی که نجاست لوړته ورسيږی، کښته ئی نه نجس کيږی.

53- مسأله: که نجس مضاف اوبه په يو ډول د کُر يا جاری اوبو سره ګډ سی چی نور مضاف اوبه هغه ته ونه وائی پاک کيږی.

54- مسأله: هغه اوبه چی مطلق وه او معلوم نه دی مضاف سويدی که يه، د مطلق اوبو په ډول دی يعنی نجس شی پاک کوی، اودس او غسل هم په هغه صحيح دی، او هغه اوبه چی مضاف وه او معلوم ندی مطلق سويدی که يه د مضاف د اوبو په ډول دی يعنی نجس شی نه پاک کوی، اودس او غسل هم په هغه باطل دی.

55- مسأله: هغه اوبه چی معلوم ندی مطلق دی يا مضاف، او معلوم ندی چی د مخه مطلق يا مضاف وه، نجاست نه پاک کوی، اودس او غسل هم په هغه باطل دی، او که د کُر په اندازه يا ډير وی او نجاست هغه ته ورسيږی حکم د هغه په نجس کيدل نه کيږی.

56- مسأله: هغه اوبه چی عين نجاست، لکه وينی او بولی هغه ته ورسيږی او بوی يا رنګ يا خوند ته ئی تغير ورکړی که څه هم کُر يا جاری وی نجس کيږی ليکن که بوی يا رنګ يا خوندئی د هغه نجاست په واسطه چی د هغه د باندی دی بدل سی، مثلاً يو مردار چی د اوبو په څنګ کی دی د هغه بوی ته تغير ورکړی، نه نجس کيږی.

57- مسأله: هغه اوبه چی عين نجاست لکه وينی يا بولی په هغه کی اچول سوی او بوی يا رنګ يا خوند د هغه تغير کړی، څرنګه چی په کُر يا جاری متصل وی، يا باران پر هغه واوری، يا باد، باران په هغه کی واچوی يا د باران اوبه د اوريدل په وخت د ناوی څه په هغه کی جاری سی او تغير ئی د منځه ولاړسی پاک کيږی. ليکن بناپر احتياط واجب بايد د باران يا کُر يا جاری اوبه د هغه سره ګډ سی.

58- مسأله: که يو نجس شی چی په فشار ورکول احتياج نلری د کُر يا جاری په اوبو پريمينځی هغه اوبه چی پسله راوتل د هغه څه توئيږی پاک دی، ليکن هغه شيان چی لکه کالی او فرش بناپر احتياط د کُر او يا جاری په اوبو هم د هغه د غسالی خارج کول په فشار احتياج لری، بناپر احتياط غساله ئی نجس دی.

59- مسأله: هغه اوبه چی پاک وه او معلوم نه دی نجس سويدی که يه، پاک دی. او هغه اوبه چی نجس وه او معلوم نه دی پاک سويدی که يه، نجس دی.

60- مسأله: نيم خوړلی د سپی او سرکوزی او کافر، نجس او خوړل ئی حرام دی او د حرام غوښی حيوانانو نيم خوړلی پاک او خوړل ئی مکروه دی.