صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د تخلی (بولی او غايط کول) احکام

61- مسأله: د تخلی اوپه نورو وختو واجب دی انسان خپل عورت د هغه کسانو څه چی مکلف دی، که څه هم لکه خور او مور او ورور د هغه سره محرم وی، او همدارنګه د مميز ليونی او مميز ماشومان څه چی ښه او بد پوهيږی پټ کړی، ليکن ماندينی او ميړه لازم ندی خپل عورت يو د بل څه پټ کړی.

62- مسأله: لازم ندی چی په يو مخصوص شی خپل عورت پټ کړی، او که مثلاً په لاس هم هغه پټ کړی، کافی دی.

63- مسأله: د تخلی په وخت کی بايد دبدن د مخه خوا لکه نس او سينه مخ په قبلی يا شا په قبلی نه وی.

64- مسأله: که د تخلی په وخت کی د بدن د مخه خوا مخ په قبلی يا شا په قبلی وی ليکن عورت د قبلی څه راوګرځوی کفايت نه کوی او که د بدن د مخه خوا مخ په قبلی يا شا په قبلی نه وی، احتياط واجب هغه دی چی عورت مخ په قبلی يا شا په قبلی ونه کړی.

65- مسأله: د بولی او غايط د مخرج د تطهير او استبراء په وخت مخ په قبلی يا شا په قبلی اشکال نلری، ليکن احتياط مستحب دی چی پدی حال هم مخ په قبلی يا شا په قبلی نه وی.

66- مسأله: که د نامحرم د پاره چی هغه ونه وينی مجبور سی مخ په قبلی يا شا په قبلی کښينی، بايد مخ په قبلی يا شا په قبلی کښينی او هم که په نور علتو ناچاروی چی مخ په قبلی يا شا په قبلی کښينی مانع نلری.

67- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی ماشوم د تخلی په وخت مخ په قبلی يا شا په قبلی ونه کښينوی، ليکن که په خپله ماشوم کښينی، مخ نيوی د هغه  واجب ندی.

68- مسأله: په څلور ځای تخلی حرام دی. لومړی: په هغه کوڅو چه بل سر ئی بند وی که خاوندان ئی اجازه نه وی ورکړی. دوهم: د هغه څوک په مُلک او  مځکه چی د تخلی اجازه ندی ورکړی. دريم: په هغه ځای چی د مخصوص جمعيت د پاره وقف سويدی لکه بعضی مدرسی (مکتبونه). څلورم: د مؤمنينو پر قبر چی بی احترامی په هغو وی.

69- مسأله: د بولی مخرج بيله اوبه نه پاک کيږی که پسله ايسته کيدل د بولی يوه پلا پريمينځی کافی دی، که څه هم احتياط مستحب دادی چی دوه پلا پريمينځل سی، ليکن د هغو کسانو چی بولی ئی بيله طبيعی لاری څه راځی بايد دوه پلا پريمينځی مخصوصاً که راوتل د بولی د هغه لاری څه غير معمول وی.

70- مسأله: که د غايط مخرج په اوبو پريمينځی بايد هيڅ شی د غايط په هغه کی پاته نه سی، ليکن د رنګ او بوی پاتيدل مانع نه لری او که په اوله پلا داسی پريمينځل سی چی يوه زره په هغه کی پاته نه سی، دوباره مينځل لازم ندی.

71- مسأله: هر کله په ډبره او لوټی او لکه د هغو غايط د مخرج څه پاک کړی، که څه هم پاک کيدل ئی د تأمل (فکر کول، ښه ليدل) ځای دی ليکن لمونځ کول مانع نه لری.

72- مسأله: لازم ندی په دری ډبره يا دری ټکر مخرج پاک کړی، بلکه د يوه ډبره يا يو ټکر په شا و خوا هم کافی دی، او بايد تر دری پلا لږ نه وی، ليکن که مخرج په هډوکی او سرګين يا هغه شيان چی احترام د هغو لازم دی، لکه کاغذ چی د خدای (ج) نوم پر ليکل سويدی، پاک کړی نسی کولای لمونځ وکړی.

73- مسأله: په دری علت د غايط مخرج فقط په اوبو پاک کيږی. لومړی: داچی د غايط سره بل نجاست لکه وينی د باندی راوتلی وی. دوهم: داچی نجاست د خارج څه د غايط و مخرج ته رسيدلی وی. دريم: داچی د مخرج شاوخوا تر معمول مقدار ډير ککړ او چټل سوی وی. بيله دغه دری حالت مخرج کيږی په اوبو پريمينځی او يا په هغه دستور چی وروسته ويل کيږی په ټکر او ډبره او لکه د هغو پاک کړی، که څه هم پريمينځل په اوبو ښه دی.

74- مسأله: که شک وکړی چی مخرج (تطهير) پاک کړيدی که يه، که څه هم هميشه پسله بولی يا غايط سمدستی پاک کول، احتياط واجب هغه دی چی تطهير کړی.

75- مسأله: که پسله لمانځه شک وکړی چی د مخه تر لمانځه مخرج ئی تطهير کړيدی که يه، لمونځ چی کړيدی صحيح دی، ليکن د وروستنی لمونځو د پاره بايد تطهير وکړی.

استبراء:

76- مسأله: استبراء يو مستحب عمل دی چی نارينه پسله راوتل د بولی پر ځای کوی او هغه ډولونه لری او د هغو ښه دا دی چی پسله قطع کيدل د بولی که د غايط مخرج نجس سويدی لومړی هغه تطهير کړی، وروسته دری پلا د چپه لاس په منځنی ګوته د غايط د مخرج څه د آلت تر بيخ پوری وکاږی او بته ګوته پر آلت او د بتی ګوتی د څنګ ګوته د آلت لاندی کښيږ دی او دری پلا تر سنت سوی ځای پوری وکاږی او پسله هغه دری پلاد آلت سر فشار ورکړی.

77- مسأله: هغه اوبه چی کله پسله ملاعبی او بازی د انسان څه راوځی او هغه ته مذی ويل کيږی پاک دی. او هم هغه اوبه چی کله پسله منی د باندی راوځی او هغه ته وذی ويل کيږی پاک دی او هغه اوبه چی کله پسله بولی د باندی راوځی او هغه ته ودی ويل کيږی پاک دی او که انسان پسله بولی استبراء وکړی او پسله هغه اوبه د هغه څه راووځی او شک وکړی چی بولی دی يا يو ددغو، پاک دی.

78- مسأله: که انسان شک وکړی چی استبراء کړيدی که يه، که اوبه د هغه څه راووځی چی ونه پوهيږی پاک دی که يه، نجس دی. او څرنګه چه اودس نيولی وی باطل کيږی، ليکن که شک وکړی هغه استبراء چی کړيدی صحيح دی که يه او هغه اوبه د هغه څه راووځی چی ونه پوهيږی پاک دی که يه، پاک دی اودس هم نه باطلوی.

79- مسأله: څوک چی استبراء ندی کړی که د هغه په واسطه چی يو مدت د بولی کول څه تير سويدی، يقين وکړی بولی په آلت کی ندی پاته سوی، اوبه و وينی او شک وکړی پاک دی که يه، هغه اوبه پاک دی، اودس هم نه باطلوی.

80- مسأله: انسان که پسله بولی استبراء وکړی او اودس ونيسی، څرنګه چی پسله اودس اوبه و وينی چی وپوهيږی بولی دی يا منی، واجب دی احتياطاً غسل وکړی او اودس هم ونيسی، ليکن که اودس نه وی نيولی فقط اودس نيول کافی دی.

81- مسأله: د ښځی د پاره استبراء د بولی نسته او که اوبه ووينی او شک وکړی پاک دی که يه، پاک دی، اودس او غسل ئی هم نه باطلوی.

د تخلی مستحبات او مکروهات:

82- مسأله: د تخلی په وخت مستحب دی يو ځای کښينی چی څوک هغه ونه وينی او د تخلی په ځای (بيت الخلا) د ننوتل په وخت لومړی چپه پښه او د راوتل په وخت لومړی راسته پښه کښيږ دی او همدارنګه د تخلی په وخت مستحب دی سر پټ کړی او د بدن د روندواله پر چپه پښه واچوی.

83- مسأله: د تخلی په وخت د لمر او سپوږمی و مخامخ ته کښنيستل مکروه دی ليکن که خپل عورت د يو شی په واسطه پټ کړی مکروه ندی او هم د تخلی په وخت د باد و مخامخ سړک، کوڅه، د کور دروازه، د هغه ونی لاندی چی ميوه ورکوی، يو شی خوړل، ډير پاتيدل او په راسته لاس تطهير کول مکروه دی او همدارنګه د تخلی په وخت خبری کول ليکن كه ناچار وی يا د خدای (ج) ذکر ووائی اشکال نه لری.

84- مسأله: په ولاړ بولی کول او پر کلکه مځکه، د ځانورانو په سوری او په اوبو مخصوصاً به ولاړو اوبو بولی کول مکروه دی.

85- مسأله: د بولی او غايط څه مخ نيوی کول مکروه دی او که تاوان ورسوی بايد مخ نيوی ونه کړی.

86- مسأله: مستحب دی انسان د مخه تر لمانځه، د مخه تر خوب، د مخه تر جماع او پسله راوتل د منی بولی وکړی.