صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د نجاستو احکام:

141- مسأله: د قرآن پاڼی او ليک نجس کول حرام دی او که نجس سی سمدستی هغه په اوبو پريمينځی.

142- مسأله: که د قرآن جلد (پوښ) نجس سی بايد هغه په اوبو پريمينځی.

143- مسأله: د قرآن ايښودل پر عين نجاست، لکه وينی او مردار که څه هم هغه عين نجاست وچ وی که په معمول ډول هتک (بی احترامی) وی حرام دی، او د قرآن اخيستل د هغه د مخه څه واجب دی.

144- مسأله: د قرآن ليکل په نجس مرکب، که څه هم يو حرف د هغه وی حرام دی. او که ولکيل سی بايد هغه پريمينځی، يا په واسطه د تراښ او لکه د هغه يو کار وکړی چی د منځه ولاړسی او که د منځه نه ځی بايد هغه پريمينځی.

145- مسأله: د قرآن ورکول وکافرته بايد پرهيز وکړی او که قرآن د هغه په لاس کی دی که امکان لری د هغه څه ونيسی، ليکن که د قرآن ورکول او درلودل مقصد تحقيق او مطالعه د دين وی او هم انسان وپوهيږی چی هغه کافر چی په نجاست محکوم دی په لوند لاس په قرآن لاس نه وهی اشکال نه لری.

146- مسأله: که د قرآن ورق يا يو شی چی احترام ئی لازم دی (لکه يو کاغذ چی د خدای (ج) يا د پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) يا امام (عليه السلام) نوم پر هغه ليکل سويدی) په مستراح (تشناب) کی ولويږی را ايستل او پريمينځل ئی که خرڅ هم ولری واجب دی او که را ايستل ئی ممکن نه وی بناپر احتياط واجب هغه تشناب ته ورنسی ترڅو چی يقين وکړی هغه ورق د منځه تللی دی. او هم که د امام حسين (عليه السلام) تربت په مستراح که ولويږی او را ايستل ئی امکان ونلری بايد تر هغه وخت چی يقين ونه کړی چی بيخی د منځه تللی دی هغه مستراح ته ولاړ نه سی.

147- مسأله: د نجس شی خوړل او څښل حرام دی او هم عين نجس خوړل وماشومانوته حرام دی، ليکن که په خپله ماشوم نجس طعام وخوری يا په نجس لاس طعام نجس کړی او وخوری مخ نيوی د هغه څه لازم نه دی.

148- مسأله: خرڅول او عاريه ورکول د نجس شی چی ګټه اخيستل د هغه څه په شرط د پاکی نه دی منع نه لری او په دی فرض لازم ندی د هغه نجسی و مشتری ته اطلاع ورکړی. اما خرڅول او عاريه ورکول د نجس شی چی ګټه اخيستل د هغه څه په شرط د واقعی طهارت دی په داسی حال صحيح دی چی د هغه د تطهير امکان وی او مشتری ته اطلاع ورکړی. او خرڅول او عاريه ورکول د نجس شی چی څو پلا ګټه اخيستل لری بيله اطلاع و مشتری ته اشکال نه لری او صحيح دی ليکن که پوهيږی مشتری د هغه څه داسی ګټه اخلی چی په شرط د پاکی دی بايد هغه ته اطلاع ورکړی.

149- مسأله: که انسان ووينی يو څوک نجس شی خوری يا په نجس کالی لمونځ کوی لازم نه دی هغه ته ووائی.

150- مسأله: که د يو څوک د کور يا فرش يو ځای نجس وی او ووينی بدن، کالی يا بل شی د هغو کسانو چی کورته ئی راځی په رطوبت و نجس ځای ته رسيدلی دی لازم نه دی هغه ته ووائی.

151- مسأله: که د کور خاوند د ډوډی خوړل په منځ و پوهيږی  ډوډی نجس دی بايد و ملمانه ته ووائی، که يو د ملمنو و پوهيږی لازم نه دی ونوروته خبر ورکړی.

152- مسأله: که هغه شی چی عاريی کړيدی نجس سی يا وغواړی هغه نجس شی عاريه ورکړی که وپوهيږی چی خاوند ئی هغه شی په خوړل او څښل استعمالوی، واجب دی هغه ته ووائی.

153- مسأله: که نابالغ ماشوم چی ښه او بد پوهيږی ووائی يو شی چی په لاس کی ئی دی نجس دی او يا ووائی: هغه شی می پريمينځلی دی، ليری نه دی د هغه خبره معتبروی.