صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د لوښی (ظروفو) احکام

230- مسأله: هغه ظرف چی د سپی يا سرکوزی يا مردار د پوسته څه جوړ سويدی خوړل او څښل په هغه ظرف کی حرام دی او هغه ظرف په اودس او غسل او هغه کارونه چه بايد په پاک شی وسی نبايد استعمال وکړی. بلکه احتياط واجب هغه دی چی هغو په بيله د هغه چی طهارت په هغه کی شرط دی هم استعمال ونه کړی او هم داډول د سپی، سرکوزی او مردار څرم که څه هم ظرف نه وی.

231- مسأله: د سره زر او سپين زر د ظرفه خوړل او څښل او استعمال د هغو حرام دی، او استعمال د هغو د خونی په ښکلا حرام دی، ليکن د هغو ساتل حرام نه دی.

232- مسأله: د سره زر او نقری د ظرف جوړول او اجرت چی د هغه د پاره نيسی حرام نه دی.

233- مسأله: د سره زر او نقری د ظرف رانيول او خرڅول او هغه پيسی چی خرڅونکی نيسی حرام نه دی.

234- مسأله: د هغه استکان (پيالی) دستګيره چی د سره زر او نقری څه جوړوی که پسله اخيستل د استکان، هغه ته ظرف وويل سی، استعمال ئی څه په يواځی ډول او څه د استکان سره، حرام دی او که ظرف هغه ته ونه ويل سی د هغه استعمال مانع نه لری.

235- مسأله: د هغه ظرف استعمال چی مخ ئی د سره زر يا نقری اوبه ورکړيدی اشکال نلری.

236- مسأله: که يو فلز د سره زر يا نقری سره ګډ کړی او ظرف جوړ کړی څرنګه چی د هغه فلز مقدار دومره ډير وی چه د سره زر او نقری ظرف هغه ته ونه وائی د هغه استعمال مانع نه لری.

237- مسأله: هغه ډوډی چه د سره زر او نقری په ظرف کی دی که انسان د خوړل او څښل په قصد په بل ظرف کی خالی کړی دغه استعمال حرام دی. که وغواړی ډوډی وخوری ځکه چی د سره زر او نقری په ظرف کی حرام دی ډوډی په بل ظرف کی خالی کړی اشکال نه لری. او په هر حالت ډوډی خوړل په دوهم ظرف چی سره زر او نقری نه دی اشکال نلری.

238- مسأله: د څلم بادګير، د توری پوښ، چاړه او د قرآن مجيد چوکات که د سره زر يا نقری وی اشکال نلری او همدارنګه عطر دانی، سرمه دانی او لکه د دغو.

239- مسأله: د ناچاری په حال د سره زر او نقری د ظرف استعمال اشکال نلری ليکن د اودس او غسل د پاره د ناچاری په حال هم نه کيږی د سره زر او نقری ظرف استعمال کړی.