صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

نفاس:

504- مسأله: د هغه وخته څه چی د اولاد لومړنی برخه د مور د نسه څه راوځی هر وينی چی ښځی وينی که د مخه تر لس ورځی يا پر لس ورځی قطع سی د نفاس وينی دی. او ښځه د نفاس په حال نفساء وائی.

505- مسأله: هغه وينی چی ښځه د اولاد د لومړنی برخه د راوتل د مخه وينی نفاس نه دی.

506- مسأله: لازم نه دی ټوله د اولاد پيدايښت وی بلکه که تړلی وينی هم د ښځی د رحم (نس) څه راووځی او پخپله ښځه وپوهيږی پا څلور کسه قابلی ووائی چی که په رحم کی پاته سی انسان کيدل، وينی چی تر لس ورځی د هغه سره وينی د نفاس وينی دی.

507- مسأله: د نفاس وينی ممکن دی ډير تر يوه لحظه،(ګری)  را نسی، ليکن ډير تر لس ورځی نه کيږی.

508- مسأله: هر کله شک وکړی چی يو شی د منځه تللی دی که يه، يا هغه شی چی د منځه تللی دی که پاته سوی وای انسان کيدل که يه لازم نه دی پلټنه وکړی، او وينی چی د هغی څه راووځی شرعاً د نفاس وينی نه دی.

509- مسأله: پاتيدل په مسجد او تلل په مسجد الحرام او مسجد النبی او د بدن يو ځای رسول د قرآن په ليك او نور کارونه چی پر حايض حرامه ده، پر نفسا هم حرامه ده او هغه شی پر حايض واجب او مستحب او مکروه ده، پر نفساء هم واجب او مستحب او مکروه ده.

510- مسأله: طلاق ورکول د هغی ښځی چی د نفاس په حال کی ده باطل دی او جماع کول د هغی سره حرام دی او که ميړه ئی د هغی سره جماع وکړی احتياط مستحب دا دی په هغه دستور چی د حيض په احکام وويل سو کفاری ورکړی.

511- مسأله: کله چی ښځه د نفاس د وينی څه پاکه سوه، بايد غسل وکړی او خپل عبادتونه په ځای کړی او دغه غسل د اودس د پاره کفايت کوی او که دوباره وينی ووينی که لږ تر لس ورځی د زيږيدنی د وخته څه دوهم وينی قطع سی ټوله ئی نفاس دی. او که هغی ورځی چی پاکه وه روژی نيولی وی بايد قضا کړی يعنی د روژی قضا ونيسی.

512- مسأله: که ښځه د نفاس د وينی څه پاکه سی او احتمال ورکړی چی په باطن وينی سته بايد يو مقدار پنبه په فرج ننباسی او لږ څه صبر وکړی که وينی په فرج کی نه ؤ د خپل عبادتو د پاره غسل وکړی.

513- مسأله: که د ښځی د نفاس وينی تر لس ورځی تيرسی، که په حيض عادت لری د عادت د ورځو په اندازه ئی نفاس او احتياط واجب دا دی چی د عادت وروسته ورځ د زيږيدنی تر لسمه ورځ خپل عبادتونه د استحاضی د احکام په ډول په ځای کړی او هغه کارونه چی پر نفساء حرامه ده ترک کړی او پاته استحاضه ده، او که عادت نلری تر لس ورځی نفاس او پاته ئی استحاضه ده. او احتياط مستحب په هر دوه ډول دا دی چی پسله لسمه ورځ د زيږيدنی تر اتلسمه ورځ، خپل عبادتونه د استحاضی د احکام په مطابق په ځای کړی او هغه کارونه چی پر نفساء حرامه ده ترک کړی.

514- مسأله: د نفاس او حيض په منځ چی ښځه پسله هغه وينی بايد لس ورځی فاصله وی نو هغه وينی چی ښځه د لس ورځی تر تيريدل د مخه د نفاس د ورځی تر تيريدل وينی استحاضه ده هر څو د عبادت په ورځو وی او د لزوم په وخت د لس ورځی پاکی فاصله کيدل د مخنی حيض او نفاس په منځ اشکال دی او احتياط ترک نسی.