صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د مس ميت غسل:

515- مسأله: که څوک د مړی انسان بدن چی سوړ سويدی او غسل ئی نه دی ورکړی مس وکړی يعنی د خپل بدن يو ځای هغه ته ورسوی بايد د مس ميت غسل وکړی، څه په ويښ حالت، په اختيار مس وکړی يا بی اختيار، حتی که نوک او هډوکی ئی د ميت ونوک او هډوکی ته ورسيږی غسل وکړی. ليکن که مړی حيوان مس وکړی غسل پر هغه نه واجب کيږی.

516- مسأله: د هغه مړی د مس دپاره چی ټول بدن ئی سوړ سوی نه دی غسل واجب نه دی که څه هم هغه ځای چی سوړ سويدی مس وکړی.

517- مسأله: که خپل وريښته د ميت په بدن ورسوی او يا خپل بدن د ميت په وريښته او يا خپل وريښته د ميت په وريښته ورسوی، غسل واجب نه دی مګر دا چی دومره وريښتان لنډوی چی مس ميت پر هغه صدق وکړی.

518- مسأله: د مړی ماشوم مس د پاره حتی سقط سوی (د منځه تللی) اولاد چی څلور مياشتی ئی تمام سويدی د ميت غسل واجب دی، بلکه ښه دی د سقط سوی اولاد د مس د پاره چی تر څلور مياشتی لږ لری غسل وکړی. بناپر دی که مړی څلور مياشتی اولاد ودنيا ته راسی، مورئی بايد د مس ميت غسل وکړی، بلکه که تر څلور مياشتی هم لږ وی ښه دی مورئی غسل وکړی.

519- مسأله: هغه اولاد چی د مور د وفات وروسته و دنياته راځی، کله چی بالغ سو واجب دی د مس ميت غسل وکړی.

520- مسأله: که انسان، هغه ميت چی دری غسل ئی کامل پای ته رسيدلی وی مس کړی، غسل پر هغه نه واجب کيږی، ليکن که د مخه تر هغه چی دريم غسل پای ته ورسيږی د بدن يو ځای ئی مس کړی که څه هم د هغه ځای دريم غسل پای ته رسيدلی وی بايد د مس ميت غسل وکړی.

521- مسأله: که ليونی يا نابالغ ماشوم، ميت مس کړی پسله هغه چی هغه ليونی عاقل يا ماشوم بالغ سو بايد د مس ميت غسل وکړی. او که نابالغ ماشوم په داسی حال چی مميز دی يعنی په ښه او بد پوهيږی غسل وکړی غسل ئی صحيح دی.

522- مسأله: که د مړی يا ژوندی د بدن څه چی غسل ئی نه دی ورکړی، هغه برخه چی هډوکی لری جلا سی او د مخه تر هغه چی جلا سوی برخی ته غسل ورکړی انسان هغه مس کړی بايد د مس ميت غسل وکړی او که هغه برخه چی جلا سوی دی هډوکی ونه لری د مس د پاره ئی غسل واجب نه دی.

523- مسأله: د غاښ او هډوکی د مس د پاره چی د مړی څه جلا سوی وی او هغه ته غسل نه دی ورکړی بناپر احتياط واجب بايد غسل وکړی، او همدارنګه د هغه هډوکی د مس د پاره چی د ژوندی څه جلا سوی دی او غوښی نه لری بناپر احتياط واجب بايد غسل وکړی. ليکن د هغه غاښ د مس دپاره چی د ژوندی انسان څه جلا سويدی او غوښی نلری، غسل واجب نه دی.

524- مسأله: د مس ميت غسل بايد لکه د جنابت غسل وکړی او دغه غسل د اودس پر ځای هم کفايت کوی.

525- مسأله: که څو ميت مس کړی يا يو ميت څو پلا مس کړی يو غسل کافی دی.

526- مسأله: د هغه څوک دپاره چی د مس ميت وروسته غسل نه دی کړی پاتيدل په مسجد، جماع کول او د هغه سوری ويل چی واجب سجدی لری منع نه لری، دلمانځه او لکه هغه د پاره بايد غسل وکړی او ښه دی اودس هم ونيسی.