صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

مستحب غسلونه:

638- مسأله: مستحب غسلونه د اسلام په مقدس شرع ډير دی او د هغه د برخی څه دی:

1- د جمعی غسل، او وخت ئی د سهار د اذان څه دی تر غرمی، او ښه دی غرمی ته نژدی په ځای سی، او که تر غرمی نسی ښه دی چی بيله د ادا او قضا نيت د جمعی تر ماپښين په ځای کړی، او که د جمعی په ورځ غسل ونه کړی د شنبی د سهار څه تر ماښام پوری قضائی په ځای کړی. او قضائی د شنبی په شپه بناپر احتياط صحيح نه دی او څوک چی بيريږی د جمعی په ورځ اوبه پيدا نکړی کولای سی د پنجشنبی په ورځ غسل وکړی، او مستحب دی انسان د جمعی د غسل په وخت ووائی: «اَشْهَدُ اَنْ لا اِلهَ اِلاّ الله وَحْدَهُ لا شَريكَ لَهُ وَاَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ اللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّد وَآلِ مُحَمَّد وَاجْعَلْنِى مِنَ التّوّابينَ وَاجْعَلْنِى مِنَ الْمُتَطَهِّرينَ».

2- د رمضان د مياشتی د لومړی شپی غسل او ټول طاقی شپی لکه دريمه شپه، پنځم، اوم، ليکن د يوشتمی شپی څه مستحب دی هره شپه غسل وکړی، او د لومړی، پنځلسم، اولسم، نولسم، يوويشتم، درويشتم پنځه ويشتم، اوه ويشتم، او نهه ويشتم شپی د غسل د پاره سفارش سويدی. او د غسل وخت د رمضان د مياشتی په شپو ټوله شپه ده او ښه دی د لمر د لويدل سره نژدی وکړل سی ليکن د يويشتمی شپی څه د مياشتی تر پای پوری ښه دی د ماښام او ماخستن د لمانځه په منځ غسل وسی. او هم مستحب دی په درويشتمه شپه بيله د شپی د لومړی غسل، يو غسل هم د شپی په آخر وکړی.

3- د فطر اختر او قربان اختر د ورځی غسل، او وخت ئی د سهار د اذان دی تر ماښام، او ښه دی هغه د اختر د لمانځه د مخه وکړل سی، او که د غرمی څه تر ماښام په ځای کړی، احتياط هغه دی چی د رجاء په قصد وکړی.

4- د فطر د اختر د شپی غسل، او وخت ئی د ماښام د اوله څه د سهار تر اذان او ښه دی د شپی په اوله په ځای سی.

5- د ذيحجی اتمه او نهمه ورځ غسل، او په نهمه ورځ ښه دی هغه وغرمی ته نژدی په ځای کړی.

6- د رجب د مياشتی د لومړی، پنځلسم، اوه ويشتم او آخره ورځ غسل.

7- د غدير اختر د ورځی غسل، او ښه دی د مخه تر غرمی وسی.

8- د ذيحجی د څلور ويشتمی ورځ غسل.

9- د نوروز اختر ورځ، د شعبان پنځلسم، د ربيع الاول نهم او اوه لسم او د ذی القعدی پنځه ويشتمه ورځ غسل رجا په ځای کړی.

10- غسل ورکول د نوی اولاد چی زيږيدل سويدی.

11- د هغی ښځی غسل چی بيله د خپل ميړه دپاره خوښ بويی استعمال کړيده.

12- د هغه څوک غسل چی د مستی په حال بيده سويدی.

13- د هغه څوک غسل چی د خپل بدن يو ځای د هغه ميت په بدن چی غسل ورکړيدی رسولی دی.

14- د هغه څوک غسل چی په هغه وخت چی لمر او سپوږمی پوره نيولی دی د آيات لمونځ په قصد نه دی کړی.

15- د هغه څوک غسل چی د دار زړولی د ليدل د پاره تللی دی او هغه ليدلی وی، ليکن که ناڅاپه يا د ناچاری له رويه ووينی يا د شاهدی ورکول دپاره تللی وی، غسل مستحب نه دی.

639- مسأله: د مخه تر داخليدل د مکی په حرم، د مکی ښار، مسجد الحرام، دکعبی خونه، د مدينی حرم، د مدينی ښار، د پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) مسجد او د امامانو (عليهم السلام) حرم مستحب دی انسان غسل وکړی او که په يوه ورځ څو پلا مشرف سی يو غسل کافی دی او څوک چی غواړی په يوه ورځ مکی حرم، مسجد الحرام او کعبی خونی ته داخل سی، که د ټولو په نيت يو غسل وکړی کافی دی. او هم که په يوه ورځ وغواړی مدينی حرم، د مدينی ښار او د پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) مسجدته داخل سی يو غسل د ټولو دپاره کفايت کوی او د پيغمبر او امامانو د زيارت دپاره د ليری يا نژدی اود خدای (جل جلاله) څه حاجت غوښتل دپاره او همدارنګه د توبی او د عبادت په خاطر او د سفر تلل مخصوصاً د حضرت امام حسين سيد الشهدا (عليه السلام) د زيارت سفر دپاره مستحب دی انسان غسل وکړی او که يو ددغو غسلو چی په دغه مسأله کی وويل سو په ځای کړی او وروسته يو کار وکړی چی اودس باطلوی لکه بيده سی غسل ئی باطل کيږی او مستحب دی دوباره غسل وکړی.

640- مسأله: انسان نسی کولای په مستحبی غسل يو کار چی لکه لمونځ اودس غواړی په ځای کړی.

641- مسأله: که څو غسل مستحب وی او د ټولو په نيت يو غسل وکړی کافی دی. او همدارنګه که څو واجب غسل د يو نفر پر غاړه وی يا څو واجب او څو مستحب، کولای سی د ټولو په نيت يو غسل وکړی او په هغه ځای چی څو واجب غسل د هغه پر غاړه دی که هير کړی او يو د هغو غسلو نيت وکړی کفايت د نورو غسلو کوی او ټول واجب غسلونه د اودس کفايت کوی مګر د متوسطی استحاضی غسل.