صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

واجب لمونځونه:

واجب لمونځونه شپږ دی:

لومړی: ورځنی لمونځونه.

دوهم: د آيات لمونځ.

دريم: د ميت لمونځ.

څلورم: د کعبی د واجب طواف لمونځ، (بلکه په مفردی عمره او تمتع عمره د طواف لمونځ او د نساء د طواف لمونځ).

پنځم: د پلار د قضاء لمونځ چی پر مشر زوی واجب دی، او همدا ډول مور بناپر احتياط واجب.

شپږم: هغه لمونځ چی د اجاری، نذر، قسم او عهد په واسطه واجب کيږی.[1]

ورځنی واجب لمونځونه:

ورځنی واجب لمونځونه پنځه دی: سهار، دوه رکعت. غرمه او مازديګر، هر يو څلور رکعت. ماښام، دری رکعت. ماخُستن، څلور رکعت.

726- مسأله: په سفر بايد څلور رکعتی لمونځونه په هغه شرائط چی ويل کيږی دوه رکعت وسی.

د غرمی او مازديګر دلمانځه وخت:

727- مسأله: که لرګی يا يو شی لکه هغه مستقيم په صافه مځکه ننباسی سهار چی لمر راوځی سيوری ئی د مغرب وخواته لويږی او هر څو لمر لوړ خيږی دغه سيوری لږيږی او زموږ په ښارو د شرعی غرمی په اوله په آخرنی درجی د لږوالی رسيږی او غرمه چی تيره سوه سيوری ئی د مشرق وخواته لويږی او هر څو لمر د مغرب وخواته ځی، سيوری ډيريږی، بناپر دی کله سيوری په آخرنی درجی د لږوالی ورسيد او دوباره مخ په ډيريدو سو، معلوميږی شرعی غرمه سويده. ليکن په بعضی ښارو لکه مکی معظمه چی کله د غرمی په وخت سيوری بيخی د منځه ځی پسله هغه چی دوباره سيوری پيدا سو معلوميږی غرمه سويده.

728- مسأله: لرګی يا بل شی چی د غرمی د ټاکل د پاره په مځکه ننباسی شاخص وائی.

729- مسأله: د غرمی او مازيګر لمونځ هر يو مخصوص او مشترک وخت لری: د غرمی د لمانځه مخصوص وخت د غرمی د اوله څه تر هغه وخته چی د غرمی څه د غرمی دلمانځه د په ځای کول په اندازه تيرسی. او د مازيګر دلمانځه مخصوص وخت هغه وخت دی چی د مازيګر د لمانځه د په ځای کول په اندازه وخت و ماښام ته پاته وی چی که څوک تر دی وخته پوری د غرمی لمونځ نه وی کړی، د غرمی لمونځ ئی قضا سويدی او بايد د مازيګر لمونځ وکړی. او د غرمی دلمانځه مخصوص وخت او د مازيګر د لمانځه مخصوص وخت په منځ د غرمی او مازيګر د لمانځه مشترک وخت دی، او که څوک په دی وخت په اشتباه (خطا) د غرمی يا مازيګر لمونځ د بل پر ځای په ځای کړی لمونځ ئی صحيح دی.

730- مسأله: که د غرمی دلمانځه د په ځای کول د مخه، د مازيګر په لمانځه سهواً مشغول سی او دلمانځه په منځ وپوهيږی اشتباه کړيدی، که په مشترک وخت کی وی، بايد نيت د غرمی په لمانځه وګرځوی يعنی نيت وکړی چی هغه څه تر اوسه په ځای کړی می دی او په هغه څه مشغول يم او هغه څه وروسته وايم ټوله د غرمی لمونځ وی او پسله هغه چی لمونځ ئی پای ته ورسول، د مازيګر لمونځ وکړی. او که دغرمی په مخصوص وخت وی په احتياط واجب د غرمی په لمانځه نيت وګرځوی او لمونځ پای ته ورسوی، او دوباره هغه په ځای کړی.

731- مسأله: د جمعی لمونځ دوه رکعته دی او د جمعی په ورځ د غرمی د لمانځه جانشين کيږی يعنی ځای ئی نيسی او د حضرت پيغمبر (ص) او معصوم امام (ع) او د هغه د خاص نائب د حضور په زمان عينی واجب دی اما د غيبت کبری په زمان واجب تخييری دی يعنی د غرمی او جمعی دلمانځه په منځ مخير دی ليکن په هغه زمان چی د اسلامی عدل حکومت وی او د جمعی لمونځ اقامه سی ښه هغه دی چی د جمعی لمونځ په ځای سی.

732- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی د جمعی لمونځ د هغه وخت چی عرفاً د غرمی اوله ورته وائی ونه ځنډوی او که د غرمی د اول وخته څه تير سو يعنی وڅنډيد د جمعی د لمانځه پر ځای د غرمی لمونځ په ځای کړی.

733- مسأله: هغه ډول چی بيان سويدی د هر يو د غرمی، مازيګر، ماښام او ماخستن د لمونځو د پاره يو مخصوص وخت سته چی که مکلف په قصده د مازيګر لمونځ د غرمی په مخصوص وخت يا د ماخستن لمونځ په قصده د ماښام په مخصوص وخت په ځای کړی لمونځ ئی باطل دی. که وغواړی بل لمونځ لکه قضا، د سهار لمونځ يا بيله هغه دماښام يا غرمی په مخصوص وخت په ځای کړی لمونځ ئی صحيح دی.

د ماښام او ماخستن دلمانځه وخت:

734- مسأله: ماښام هغه وخت دی چی د مشرق د خوا سوروالی چی د لمر د لويدل وروسته پيدا کيږی دانسان پر سر تيرسی.

735- مسأله: د ماښام او ماخستن لمانځه هر يو مخصوص او مشترک وخت لری: د ماښام د لمونځ مخصوص وخت د ماښام د اوله څه تر هغه وخته چی د ماښام د لمانځه د دری رکعته په ځای کول په اندازه تيرسی بناپر دی که څوک مسافر وی او د ماخستن ټول لمونځ په سهوه په دی وخت په ځای کړی لمونځ ئی باطل دی. او د ماخستن دلمانځه مخصوص وخت هغه وخت دی چی د ماخستن دلمانځه د په ځای کول په اندازه و نيمی شپی ته پاته وی چی که څوک تر دی وخت د ماښام لمونځ په قصده په ځای کړی نه وی بايد لومړی د ماخستن لمونځ او پسله هغه د ماښام لمونځ په ځای کړی.

او د ماښام د لمانځه مخصوص وخت او ماخستن دلمانځه مخصوص وخت په منځ دماخستن او ماښام د لمونځ مشترک وخت سته چی که څوک په دی وخت په سهوه دماخستن لمونځ د ماښام تر لمونځ د مخه په ځای کړی او پسله لمانځه پوه سی لمونځ ئی صحيح دی او د ماښام لمونځ بايد پسله هغه په ځای کړی.

736- مسأله: مخصوص او مشترک وخت چی معنی ئی په د مخه مسأله کی وويل سو د خلګو د پاره توپير کوی مثلاً که د دوه رکعته لمونځ د په ځای کول په اندازه د غرمی د اوله څه تير سی د غرمی د لمانځه مخصوص وخت د هغه څوک چی مسافر دی پای ته رسيدلی دی او مشترک وخت ته داخل سويدی، او د هغه څوک د پاره چی مسافر نه دی بايد د څلور رکعته د په ځای کول په اندازه دغرمی د اوله څه تير سی.

737- مسأله: که د ماښام د لمونځ د په ځای کول د مخه په سهوه د ماخستن په لمانځه مشغول سی او دلمانځه په منځ وپوهيږی چی اشتباه کړيدی که ټول هغه څه چی په ځای کړيدی يا يو مقدار دهغه په مشترک وخت په ځای کړيدی او د څلورم رکعت په رکوع نه دی تللی بايدنيت د ماښام په لمونځ وګرځوی او لمونځ پای ته ورسوی او وروسته د ماخستن لمونځ په ځای کړی او که د ماښام په مخصوص وخت وپوهيږی اشتباه کړيدی بناپر احتياط واجب لمونځ ئی باطل دی. او که د څلورم رکعت په رکوع تللی دی بايد د ماخستن لمونځ پای ته ورسوی وروسته د ماښام لمونځ په ځای کړی، دغه ګمان يواځی هغه وخت صحيح دی چی انسان مسافر وی.

738- مسأله: د ماخستن د لمانځه آخر وخت نيمه شپه ده، او احتياط واجب هغه دی چی د ماخستن او ماښام او لکه د دغو د لمانځه د پاره شپه د ماښام د اوله څه د سهار تر اذان حساب کړی، او د شپی او لکه د هغه دلمانځه د پاره د لمر تر اوله حساب کړی.[2]

739- مسأله: که د يو عذر په واسطه د ماښام لمونځ يا د ماخستن لمونځ تر نيمه شپه په ځای نکړی بناپر احتياط واجب بايد د سهار تر اذان د مخه بيله دی چی د قضا او ادا نيت وکړی په ځای کړی.

د سهار دلمانځه وخت:

740- مسأله: د سهار و اذان ته نژدی د مشرق له خوا، يوه سپينه لوړ وخواته حرکت کوی چی هغه ته لومړی فجر وائی کله چی هغه سپينه د مشرق وخوا او په افق (د آسمان کناری) پراختيا او خپريږی هغه ته دوهم فجر وائی چی د سهار دلمونځ لومړی وخت دی او د سهار د لمونځ آخر وخت هغه وخت دی چی لمر راوځی.

د لمونځ د وخت احکام:

741- مسأله: هغه وخت انسان کولای سی په لمونځ مشغول سی چی يقين وکړی وخت داخل سويدی يا دوه عادل نارينه د وخت په داخليدل خبر ورکړی په شرط د دی چی د هغو خبر او شهادت حسّی وی لکه داچی شهادت ورکړی چی د شاخص سيوری پسله لږيدل شروع په ډيريدل کړيدی. د وخت پيژندونکی او د اطمينان وړ انسان اذان هم کافی دی.

742- مسأله: ړوند او هغه څوک چی په محبس کی دی او لکه د دغو بناپر احتياط واجب تر څو د وخت په داخليدل يقين ونه کړی بايد په لمونځ مشغول نسی. ليکن که انسان د مانع د پيدايښت په واسطه په آسمان (لکه وريځی، دوړی او لکه د دغو) چی د ټولو د پاره مانع د يقين کول دی ونسی کولای د لمانځه د لومړی وخت په داخليدل د وخت يقين وکړی که ګمان ولری چی وخت داخل سويدی، کولای سی په لمونځ مشغول سی.

743- مسأله: که انسان يقين وکړی چی دلمانځه وخت سويدی يا دوه عادل نارينه د حسّ له رويه د وخت په داخليدل خبر ورکړی او په لمانځه مشغول سی او د لمانځه په منځ وپوهيږی چی تر اوس وخت نه دی داخل سويدی لمونځ ئی باطل دی. او همدارنګه که پسله لمانځه وپوهيږی چی ټول لمونځ د مخه تر وخت کړيدی لمونځ ئی باطل دی او بايد قضائی په ځای کړی. که دلمانځه په منځ وپوهيږی وخت داخل سو، يا پسله لمانځه وپوهيږی چی دلمانځه په منځ وخت داخل سويدی لمونځ ئی صحيح دی.

744- مسأله: که انسان د ټنبلی او هيروالی په خاطر توجه ونلری چی بايد په يقين د وخت په داخليدل په لمانځه مشغول سی، که پسله لمانځه وپوهيږی چی ټول لمونځ په وخت کړيدی لمونځ ئی صحيح دی او که وپوهيږی چی د لمانځه په منځ وخت داخل سويدی احتياط واجب هغه دی چی دوباره هغه لمونځ په ځای کړی.

745- مسأله: که يقين وکړی چی وخت داخل سويدی او په لمانځه مشغول سی او دلمانځه په منځ شک وکړی چی وخت داخل سويدی که يه، لمونځ ئی باطل دی. که دلمانځه په منځ يقين ولری چی وخت سويدی او شک وکړی چی هغه څه د لمونځ په ځای کړيدی په وخت وه که يه لمونځ ئی صحيح دی.

746- مسأله: که دلمانځه وخت دومره لږ دی چه د لمانځه بعضی مستحب اعمال په ځای کول باعث کيږی يو مقدار د واجبات د وخته څه تير په ځای  سی بايد هغه مستحب اعمال ترک کړی لکه، که د قنوت د ويل په واسطه، يو مقدار د لمونځ پسله وخت په ځای کيږی نبايد قنوت ووائی او که ووائی معصيت کړيدی او لمونځ ئی صحيح دی.

747- مسأله: څوک چی د يو رکعت لمونځ په اندازه وخت لری، لمونځ بايد د ادا په نيت په ځای کړی او نبايد په قصده لمونځ تر دی وخته وځنډوی.

748- مسأله: څوک چی مسافر ندی که تر ماښام د پنځه رکعت لمونځ د په ځای کول په اندازه وخت لری بايد غرمی او مازيګر لمونځ هر دواړه په ځای کړی، او که لږ وخت لری بايد فقط د مازيګر لمونځ په ځای کړی او وروسته دغرمی لمونځ قضا په ځای کړی، او که تر نيمی شپی د څلور رکعته لمونځ په اندازه وخت لری بايد ماښام او ماخستن لمونځ په ځای کړی، او که لږ وخت لری لومړی بايد د ماخستن لمونځ د ادا په نيت په ځای کړی او وروسته د ماښام لمونځ وکړی او بناپر احتياط واجب د ماښام په لمونځ د ادا او قضا نيت ونکړی.

749- مسأله: څوک چی مسافر دی که تر ماښام د دری رکعته لمونځ په اندازه وخت لری بايد د غرمی او مازيګر لمونځ په ځای کړی، او که لږ وخت لری بايد فقط مازيګر په ځای کړی او وروسته د غرمی لمونځ قضا په ځای کړی. او که تر نيمی شپی د څلور رکعته لمونځ په اندازه وخت لری بايد د ماښام او ماخستن لمونځ په ځای کړی، او که لږ وخت لری بايد فقط ماخستن په ځای کړی او وروسته ماښام بيله نيت د قضا او ادا په ځای کړی، او که د ماخستن د په ځای کول وروسته معلوم سی چی د يو رکعت په اندازه يا ډير تر هغه ونيمی شپی ته وخت پاته دی بايد سمدستی د ماښام لمونځ د ادا په نيت په ځای کړی.

750- مسأله: مستحب دی انسان لمونځ د هغه په لومړی وخت په ځای کړی او د هغه په باره ډير سفارش سويدی او هر څه په لومړی وخت نژدی وی ښه دی، مګر داچی ځنډول ئی ښه دليل ولری، مثلاً صبر وکړی چی لمونځ په جماعت په ځای کړی.

751- مسأله: که انسان عذر لری چی که وغواړی په لومړی وخت لمونځ په ځای کړی ناچاره دی په تيمم لمونځ وکړی که وپوهيږی يا احتمال ورکړی چی عذرئی تر آخر وخته پوری پاته کيږی، کولای سی په لومړی وخت لمونځ وکړی، که مثلاً کالی ئی نجس وی يا بل عذر ولری او احتمال ورکړی چی عذرئی د منځه ځی بناپر احتياط واجب بايد صبر وکړی چی عذرئی د منځه ولاړسی او که عذرئی د منځه نه ولاړ په آخر وخت لمونځ په ځای کړی. او لازم نه دی دومره صبر وکړی چی فقط وکولای سی دلمانځه واجب کارونه وکړی. بلکه که دلمانځه د مستحباتو د پاره لکه اذان، اقامی او قنوت د پاره هم وخت لری کولای سی په نجس کالی مثلاً په لمونځ هغه مستحبات په ځای کړی.

752- مسأله: څوک چی دلمانځه مسائل، شکيات او سهويات نه پوهيږی او احتمال ورکوی چی يو ددغو په لمانځه منځ ته راسی بناپر احتياط واجب د هغو د زده کول د پاره بايد لمونځ د لومړی وخت څه وځنډوی. او که اطمينان لری چی لمونځ په صحيح ډول تماموی کولای سی په لومړی وخت په لمونځ مشغول سی، که په لمانځه يوه مسأله چی حکم ئی نه پوهيږی منځ ته راسی کولای سی په يو د دوو خوا چی احتمال ورکوی عمل وکړی او لمونځ پای ته ورسوی. پسله لمانځه بايد د مسألی پوښتنه وکړی چی که لمونځ ئی باطل وه دوباره په ځای کړی.

753- مسأله: که دلمانځه وخت ډير دی او پور غوښتونکی خپل پور غواړی که امکان سته لومړی بايد خپل پور ورکړی وروسته لمونځ په ځای کړی. او همدارنګه دی که يو بل واجب کار چی بايد سمدستی په ځای کړی منځ ته راسی، مثلاً و وينی مسجد نجس دی چی بايد لومړی مسجد تطهير (پاک) کړی وروسته لمونځ په ځای کړی او که لومړی لمونځ په ځای کړی معصيت کړيدی ليکن لمونځ ئی صحيح دی.

هغه لمونځونه چی بايد په ترتيب په ځای سی:

754- مسأله: انسان بايد د مازيګر  لمونځ پسله د غرمی لمونځ او د ماخستن لمونځ پسله د ماښام لمونځ په ځای کړی او که په قصده مازيګر لمونځ د مخه د غرمی د لمونځ او د ماخستن لمونځ د مخه د ماښام د لمونځ په ځای کړی باطل دی.

755- مسأله: که د غرمی د لمونځ په نيت په لمونځ مشغول سی او د لمانځه په منځ ياد ئی راسی چی د غرمی لمونځ په ځای کړيدی نسی کولای نيت د مازيګر په لمونځ وګرځوی بلکه بايد لمونځ مات کړی او د مازيګر لمونځ په ځای کړی او همدا ډول دی د ماښام او ماخستن لمونځ.

756- مسأله: که د مازيګر د لمونځ په منځ يقين وکړی چی د غرمی لمونځ نه دی په ځای کړی او نيت د غرمی په لمونځ وګرځوی او لمونځ ته ادامه ورکړی او وروسته متوجه سی چی د غرمی لمونځ کړيدی بايد خپل نيت د مازيګر په لمانځه وګرځوی او که د لمونځ يو مقدار د غرمی په نيت په ځای کړيدی پر رکن شامل وه بايد لمونځ پای ته ورسوی او دوباره د مازيګر لمونځ په ځای کړی. که پر رکن شامل نه وه بايدهغه برخه د مازيګر په نيت په ځای کړی او لمونځ ئی صحيح دی هر څو احتياط مستحب د هغه په قضا دی.

757- مسأله: که د مازيګر د لمانځه په منځ شک وکړی چی د غرمی لمونځ کړيدی که يه، بايد نيت د غرمی په لمانځه وګرځوی، ليکن که وخت دوره لږ دی چی د لمانځه د پای ته رسيدل وروسته، ماښام کيږی بايد د مازيګر د لمانځه په نيت لمونځ پای ته ورسوی او بناپر احتياط د غرمی لمونځ قضا کړی.

758- مسأله: که د ماخستن په لمانځه، د څلورم رکعت د رکوع د مخه شک وکړی چی د ماښام لمونځ په ځای کړيدی که يه که وخت دومره لږ دی چی پسله د لمانځه د پای ته رسيدل نيمه شپه کيږی بايد لمونځ د ماخستن په نيت پای ته ورسوی، او که ډير وخت لری، بايد نيت د ماښام په لمانځه وګرځوی او لمونځ دری رکعتی پای ته ورسوی وروسته د ماخستن لمونځ په ځای کړی.

759- مسأله: که د ماخستن په لمونځ پسله رسيدل د څلورم رکعت په رکوع شک وکړی چی د ماښام لمونځ په ځای کړيدی که يه بايد لمونځ پای ته ورسوی وروسته د ماښام لمونځ په ځای کړی. او که دغه شک د ماخستن لمونځ په مخصوص وخت وی بناپر احتياط د ماخستن لمونځ قضا کړی.

760- مسأله: انسان که يو لمونځ چی په ځای کړيدی احتياطاً دوباره په ځای کړی او دلمانځه په منځ ياد ئی راسی هغه لمونځ چی بايد د مخه تر هغه په ځای کړی نه دی کړی، نسی کولای نيت په هغه لمونځ وګرځوی. مثلاً کله چی د مازيګر لمونځ احتياطاً په ځای کوی که په يادئی راسی د غرمی لمونځ نه دی کړی نسی کولای د غرمی په لمونځ نيت وګرځوی.

761- مسأله: د نيت ګرځول د قضا لمونځ په ادا لمونځ او د مستحب لمونځ په واجب لمونځ جايز نه دی.

762- مسأله: احتياط واجب دا دی چی که يو لمونځ قضا سويدی د وروستی ادا لمونځ د مخه هغه قضا کړی. او که په ادا لمونځ مشغول سويدی او وروسته متوجه سو چی يو لمونځ د هغی ورځ قضا سويدی په احتياط واجب خپل نيت په قضا وګرځوی. او که په ادا لمونځ مشغول سی او وروسته متوجه سی چی د قضا لمونځ د پخوا لری مستحب دی خپل نيت د قضا په لمونځ وګرځوی. په د مخه د دوه  دليل که وخت لږ وی يا د راګرځيدل(عدول) د ځای تيرسوی وی مثلاً د سهار لمونځ قضا سويدی او د دريم رکعت د رکوع وروسته متوجه سی نسی کولای عدول وکړی.


[1] هغه لمونځونه چی د اجاری، نذر، قسم او عهد په واسطه واجب کيږی پخپله واجب لمونځ نه دی بلکه وفا کول په عقد د اجاری، نذر، قسم او عهد (وعده) واجب دی.

[2] بناپر دی تقريباً يوولس ساعت او يو ربع (15/11) پسله شرعی غرمی د ماښام او ماخستن دلمانځه آخر وخت دی.