صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د قبلی احکام:

775- مسأله: کعبه چی په مکی معظمه کی ده قبله ده او بايد د هغه و مخامخ لمونځ وکړی او څوک چی ليری دی که داسی ودريږی چی ووائی مخ په قبله لمونځ کوی کافی دی او همدا ډول دی نور کارونه چی لکه د حيوانانو سر پری کول يعنی حلالول بايد مخ په قبله وسی.

776- مسأله: څوک چی واجب لمونځ په ولاړ ادا کوی بايد داسی ودريږی چی ووائی مخ په قبله ولاړ دی او لازم نه دی زنګون او د پښی نوک ئی هم مخ په قبله وی.

777- مسأله: څوک چی بايد په ناست لمونځ وکړی که نسی کولای په معمول ډول کښينی د ناست په وخت، د پښی ارغوی پر مځکه ايږدی بايد دلمانځه په وخت مخ، سينه او نس ئی مخ په قبله وی او لازم نه دی د پښی د زنګون او مچ تر منځ برخه  ئی مخ په قبله وی.

778- مسأله: څوک چی نسی کولای په ناست لمونځ وکړی بايد د لمانځه په حال داسی بايد په راسته خوا پريوزی چی دبدن د مخه خوائی د قبلی وخواته وی او که ممکن نه دی په چپه خوا داسی بايد پريوزی چی د بدن د مخه خوائی مخ په قبله وی او که د غه هم ونسی کولای بايد په شا پريوزی په داسی ډول چی د پښی ارغوی ئی مخ په قبله وی.

779- مسأله: دهيرسوی تشهد، سجدی او احتياط لمونځ بايد مخ په قبله په ځای سی او د سهوی په سجده هم احتياط هغه دی چی مخ په قبله وی.

780- مسأله: مستحبی لمونځ کيږی د تګ او سپاره په حال (د موټر، ريل ګادی، الوتکه او کښتی(بيړی) ) په ځای سی او که انسان په دغه دوه حال، مستحبی لمونځ په ځای کړی لازم نه دی مخ په قبله وی.

781- مسأله: څوک چی غواړی لمونځ وکړی، بايد د قبلی د پيدا کول د پاره کوښښ وکړی، ترڅو يقين وکړی چی قبله کمه خوا ده او کولای سی د دوه عادل شاهد په قول چی د حسی نښی له رويه شهادت ورکوی يا د هغه څوک په قول چی د علمی قاعدی لرويه قبله پيژنی او د اطمينان محل (وړ) دی عمل وکړی او که دغو ممکن نسو بايد په هغه ګمان چی د مسلمانانو د مسجد د محراب يا د هغو قبرونه يا د نور ولارو څه پيدا کيږی عمل وکړی، حتی که د يو کافر او فاسق په قول چی د علمی قاعدی په واسطه قبله پيژنی ګمان په قبله پيدا کړی کافی دی.

782- مسأله: څوک چی په قبله ګمان لری، که وکولای سی ډير قوی ګمان پيدا کړی نسی کولای په خپل ګمان عمل وکړی مثلاً که ميلمه د کور د خاوند په قول په قبله ګمان پيدا کړی ليکن وکولای سی د بله لار (لکه قبله نما) قوی ګمان پيدا کړی نبايد د هغه په خبره عمل وکړی.

783- مسأله: معمولی قبله نما وی که صحيح وی ښی وسيلی دی د قبلی د پيژندل د پاره، او ګمان د هغو څه، لږ تر نورولارو نه دی بلکه ډير هم دقيق دی.

784- مسأله: که د قبلی طرف او خوا نه پيژنی کولای سی د مسجدو د محراب او د مسلمانانو د قبرو له رويه د قبلی طرف پيدا کړی ليکن که په خپل کوښښ يا په ګټه اخيستل د نوی وسيلو لکه قبله نما په بل طرف اطمينان او علم پيدا کړی. بناپر احتياط واجب نسی کولای د محراب او قبرو له رويه قبله وټاکی، ليکن که ډير ظن او ګمان پيدا کړی چی د دی منطقی مسلمانان د مسجدو د محراب او قبرو په جوړول تنبلی کړيدی او ډير پام نه دی کړی، بايد په هغه خوا يا يو طرف لمونځ وکړی چی اطمينان يا قوی ظن (ګمان) په قبله لری.

785- مسأله: که د قبلی د پيدا کول د پاره وسيله نلری يا په دی چی کوښښ کړيدی ګمان ئی و يو طرف ته نه ځی که دلمانځه وخت ډير دی بايد څلور لمونځ په څلور خوا وکړی او که د څلور لمونځ په اندازه وخت نلری په هغه اندازه چی وخت لری لمونځ وکړی که فقط د يو لمونځ په اندازه وخت لری بايد يو لمونځ په هره خوا چی غواړی وکړی، او بايد لمونځونه داسی په ځای کړی چی يقين وکړی يو د هغو مخ په قبله وه.

786- مسأله: که يقين يا ګمان وکړی چی قبله په يو د دوو خوا ده بايد په هر دواړه خوا لمونځ وکړی او احتياط مستحب هغه دی چی د ګمان په درلودل، په څلور خوا لمونځ وکړی.

787- مسأله: هغه څوک چی بايد په څو طرف لمونځ وکړی، که وغواړی د غرمی او مازيګر يا ماښام او ماخستن لمونځ په ځای کړی ښه هغه دی چی لومړی لمونځ په هر څو خوا چی واجب دی په ځای کړی، وروسته دوهم لمونځ شروع کړی.

788- مسأله: څوک چی د قبلی په خوا يقين نلری که وغواړی بيله لمونځ، يو کار وکړی چی بايد مخ په قبله وسی مثلاً وغواړی د يو حيوان سر پری کړی بايد په ګمان عمل وکړی او که ګمان ممکن نه دی په هره خوا چی وکړی صحيح دی.

789- مسأله: که ګمان په قبله پيدا کړ ليکن د لمانځه په وخت ګمان په بل طرف پيدا کړ بايد پاته لمونځ په دوهم طرف په ځای کړی که هغه مقدار چی په ځای کړيدی په راسته يا چپه خوا يا شا په قبله وه په دی حال بناپر احتياط واجب د نوی ګمان په ډول دوباره لمونځ په ځای کړی.

790- مسأله: که بيله دی چی پلټنه وکړی د بی پروائی او بی خبری لرويه په لمانځه ودريږی، که پسله لمانځه وپوهيږی د قبلی طرف صحيح ؤ او د لمانځه په ادا کول هم د قربت قصد ولری لمونځ ئی صحيح دی ليکن که پسله لمانځه وپوهيږی چی د قبلی طرف صحيح نه ؤ لمونځ ئی باطل دی او بايد دوباره په ځای کړی – قبله شامل دی د قبلی خوا او تر لس درجی په چپه يا راسته.

791- مسأله: که پسه يا اوښ په قصده د قبلی په خلاف طرف سر پری کړی يا نحر کړی د هغه پسه او اوښ غوښی خوړل حرام دی. ليکن که د قبلی خوا نه پوهيږی يا د قبلی خوا هير کړيدی او يا جاهل او عذر ولری که د قبلی په خلافه خوا سر پری کړی وی د هغه غوښی خوړل حلال دی.