صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د بدن پټول (پوښول) په لمونځ:

792- مسأله: نارينه بايد د لمانځه په حال، (که څه هم څوک هغه ونه وينی) خپل عورتين پټ کړی او ښه دی د نوڅه تر زنګون پټ کړی.

793- مسأله: ښځه بايد د لمانځه په وخت، ټول بدن حتی سر او خپل وريښتان پټ کړی ليکن د مخ پټول په هغه مقدار چی په اودس پريمينځل کيږی او لاسونه او پښی تر موټ لازم نه دی. ليکن د هغه د پاره چی يقين وکړی چی واجب مقدارئی پټ کړيدی، بايد يو مقدار د مخ اطراف او لږ څه کښته تر موټ هم پټ کړی.

794- مسأله: کله چی انسان د هير سوی سجدی قضا او د هيرسوی تشهد قضا په ځای کوی بلکه بناپر احتياط واجب د سهوی سجدی په وخت هم، بايد ځان دلمانځه د وخت په ډول وپوښی يعنی پټ کړی.

795- مسأله: دلمانځه په حال د ښځو د پاره د مصنوعی وريښتانو، پټ زينتونه لکه (بنګړی او اميل) او د مخ زينت لکه (د سترګو سرمه) پټول لازم نه دی، اما واجب دی د نامحرم څخه پټ کړی.

796- مسأله: که انسان په قصده، په لمانځه خپل عورت پټ نکړی لمونځ ئی باطل دی بلکه که د مسألی د نه پوهيدل لرويه هم وی بناپر احتياط واجب بايد خپل لمونځ دوباره په ځای کړی.

797- مسأله: که دلمانځه په منځ وپوهيږی چی عورت ئی معلوم دی بايد هغه پټ کړی او احتياط واجب هغه چی لمونځ پای ته ورسوی او دوباره په ځای کړی. ليکن که پسله لمانځه وپوهيږی چه په لمانځه عورت ئی معلوم وه يعنی ښکاره وه لمونځ ئی صحيح دی.

798- مسأله: که د ولاړ په حالت، کالی ئی د هغه عورت پټوی ليکن ممکن دی په بل حال، لکه د رکوع او سجود په حال پټ نکړی. که کله چی عورت ئی ښکاره کيږی د هغه په وسيله پټ کړی لمونځ ئی صحيح دی، ليکن احتياط مستحب هغه دی چی په هغه کالی لمونځ ونکړی.

799- مسأله: انسان په لمانځه کولای سی ځان په واښه او پاڼه پټ کړی ليکن احتياط مستحب هغه دی، هغه وخت ځان په دغو پټ کړی چی بل شی ونلری.

800- مسأله: که بيله خټی بل شی نلری چی په لمانځه ځان پټ کړی خټی پټونکی ندی او کولای سی لوڅ لمونځ وکړی. ليکن احتياط مستحب جمع دی يعنی يوه پلا په لوڅ حالت لمونځ وکړی او يوه پلا په ګل (خټی) عورتين پټ کړی او لمونځ وکړی.

801- مسأله: که يو شی نلری چی په لمانځه ځان په هغه پټ کړی، که احتمال ورکړی چی پيدا کوی، بناپر احتياط واجب بايد لمونځ وځنډوی او که يو شی پيدا نکړ د وخت په آخر د خپل وظيفی مطابق لمونځ وکړی.

802- مسأله: څوک چی غواړی لمونځ وکړی که د خپل پټول د پاره د ونی پاڼی او واښه ونلری او احتمال ورنکړی چی د وخت تر پای يو شی پيدا کړی چی ځان په هغه پټ کړی که نامحرم هغه وينی بايد په ناست لمونځ وکړی او خپل عورت د پښی په لوړه برخه پټ کړی. او که څوک هغه نه وينی په ولاړ لمونځ وکړی او خپل عورت په لاس پټ کړی او په هر حالت، رکوع او سجود په اشاره وکړی او سر د سجود د پاره يو مقدار کښته راوړی.