صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

اذان او اقامه:

933- مسأله:  د نارينه او ښځی دپاره مستحب دی د ورځنی لمونځو د مخه اذان او اقامه ووائی ليکن د قربان او فطر د اختر د مخه مستحب دی دری پلا ووائی (الصلاة) او په نور واجب لمونځو دری پلا (الصلاة) د رجاء په نيت ووائی.

934- مسأله: مستحب دی په لومړی ورځ چی ماشوم ودنياته راځی يا د مخه تر هغه چی د نو بندئی ولويږی په راسته غوږئی اذان او په چپه غوږئی اقامه ووائی.

935- مسأله: اذان اتلس (18) جملی دی: الله اکبر (4) پلا؛ اشهد ان لا اله الا الله - اشهد ان محمد رسول الله - اشهد ان علياً ولی الله - حی علی الصلاة - حی علی الفلاح - حی علی خير العمل - الله اکبر - لا اله الا الله هر يو (2) پلا؛ اقامه اوولس جملی دی يعنی دوه پلا الله اکبر د اذان د لومړی او يوه پلا لا اله الا الله د هغه د آخره څه لږيږی او پسله حی علی خير العمل ويل دوه پلا بايد قد قامت الصلوة اضافه کړی.

936- مسأله: اشهد ان علياً ولی الله د اذان او اقامی برخه نه کيږی ليکن ښه دی پسله اشهد ان محمداً رسول الله د قربت په قصد وويل سی.

د اذان او اقامی ترجمه (ژباړن):

الله اکبر: يعنی خدای تعالی (ج) ډير لوی تر هغه دی چی د هغه صفت وکړی.

اشهد ان لا اله الا الله: يعنی شهادت ورکوم چی بيله يو خدای چی يواځی او بی ساری دی بل خدای نسته.

اشهد ان محمد رسول الله: يعنی شهادت ورکوم چی حضرت محمد بن عبدالله (ص) د خدای (ج) پيغمبر او استونکی دی.

اشهد ان علياً  اميرالمؤمنين وولی الله: يعنی شهادت ورکوم چی حضرت علی (ع) اميرالمؤمنين او د خدای (ج) ولی پر ټول خلق دی.

حی علی الصلاة: يعنی چابک سه د لمانځه د پاره.

حی علی الفلاح: يعنی چابک سه د نجات او خلاصی د پاره.

حی علی خير العمل: يعنی چابک سه د ډير ښو کارو د پاره چی لمونځ دی.

قد قامت الصلوة: يعنی په تحقيق لمونځ شروع سو.

لا اله الا الله: يعنی نسته بل خدای مګر يو خدای چی يواځی او بی ساری دی.

937- مسأله: داذان او اقامی د جملو په منځ بايد ډيره فاصله نه سی او که د هغو په منځ ډيرتر معمول فاصله واچوی بايد دوباره د سره ونيسی.

938- مسأله: که په اذان او اقامی آواز داسی وی چی غنا سی، يعنی د لهو او بازيګری د مجلسو په ډول چی آواز ويل معمول دی اذان او اقامی ووائی حرام او باطل دی.

939- مسأله: هر لمونځ چی د تيرسوی لمونځ سره يو ځای وسی اذان ئی د منځه ځی څه يو ځای سره په ځای کول مستحب وی يا نه وی، بناپر دی په لاندی ځايو اذان (ساقط) د منځه ځی.

1- د جمعی د ورځی د مازيګر لمونځ اذان کله چی د جمعی يا غرمی د لمانځه سره يو ځای په ځای سی.

2- د عرفی د ورځی د مازيګر لمونځ چی د ذی الحجی نهمه ورځ ده که د غرمی سره يو ځای په ځای سی.

3- د قربان د اختر د شپی د ماخستن لمونځ د هغه څوک دپاره چی په مشعر الحرام کی دی او هغه د ماښام سره په ځای کوی، يوځای سره په ځای کول او د دوو لمانځه منځ جمع کول په دری بيان سوی ځای مستحب دی.

4- د مستحاضی ښځی د مازيګر او ماخستن لمونځ چی بايد سمدستی د غرمی او ماښام د لمانځه وروسته په ځای کړی.

5- د هغه څوک د مازيګر او ماخستن لمونځ چی نسی کولای د بولی او غائط د راوتله څه مخ نيوی وکړی پدغه پنځه لمانځه په هغه صورت اذان ساقط کيږی چی د مخنی لمانځه سره فاصله نسی يا لږ فاصله د هغو په منځ کی وی او ظاهراً د نافلی په ادا کول فاصله حاصل کيږی.

940- مسأله: که دجماعت د لمانځه د پاره اذان او اقامه ويل سوی وی څوک چی په هغه جماعت لمونځ کوی نبايد د خپل لمونځ د پاره اذان او اقامه ووائی که څه هم اذان او اقامه نه وی اوريدلی او يا د ويل په وخت ئی په جماعت حاضر نه وی.

941- مسأله: که د لمونځ کول دپاره مسجدته ولاړسی او ووينی د جماعت لمونځ چی په مسجد په ځای سوی ؤ پای ته رسيدلی دی تر هغه وخت چی د جماعت صفونه سته او خلګ نه دی تللی په هغه صورت چی د جماعت د لمانځه دپاره اذان او اقامه ويل سوی وی نسی کولای د خپل لمونځ دپاره اذان او اقامه ووائی.

942- مسأله: په هغه ځای چی يو جمعيت د جماعت په لمانځه مشغول دی يا د هغو لمونځ پای ته رسيدلی دی چی صفونه د منځه نه دی تللی که انسان وغواړی فرادی يا د بل جماعت سره چی شروع کيږی لمونځ وکړی په پنځه شرطه اذان و اقامه ئی ساقط کيږی يعنی نه غواړی:

1- د لومړی جماعت لمونځ دپاره اذان اواقامه ويلی وی.

2- د هغه جماعت لمونځ باطل نه وی.

3- د هغه لمونځ او د جماعت لمونځ په يو مکان وی نو که د جماعت لمونځ د ننه په مسجد کی وی او وغواړی د مسجد پر بام لمونځ وکړی مستحب دی اذان او اقامه ووائی.

4- د هغه لمونځ او د جماعت لمونځ هر دواړه اداء وی.

5- د جماعت د لمانځه او د هغه د لمونځ وخت مشترک وی يعنی هر دواړه د غرمی لمونځ يا هر دواړه د مازيګر لمونځ په ځای کړی يا هغه لمونځ چی په جماعت کيږی د غرمی لمونځ وی او هغه د مازيګر لمونځ په ځای کړی يا هغه د غرمی لمونځ وکړی او د جماعت لمونځ د مازيګر لمونځ وی.

943- مسأله: که په دوهم شرط د هغو شرطو چی په تيرسوی مسأله کی وويل سو شک وکړی يعنی شک وکړی چی د جماعت لمونځ صحيح ؤ که يه،اذان او اقامه ئی ساقط دی ليکن که په نور څلور شرط شک وکړی ښه دی د رجاء په قصد اذان او اقامه ووائی.

944- مسأله: څوک چی د بل چا اذان او اقامه اوری مستحب دی هره برخه چی اوری ووائی ليکن د (حی علی الصلوة) څه تر (حی علی خيرالعمل) د ثواب په اميد ووائی.

945- مسأله: څوک چی د بل چا اذان او اقامه اوريدلی وی څه د هغه سره ويلی وی که يه، د هغه اذان او اقامی او هغه لمونځ چی غواړی په ځای کړی ډيره فاصله نه وی سوی کولای سی دخپل لمونځ د پاره اذان او اقامه ونه وائی.

946- مسأله: که نارينه د ښځی اذان د خوند اخيستل په قصد واوری اذان د هغه څه نه ساقط کيږی بلکه که د خوند اخيستل قصد هم ونلری بنا پر احتياط واجب اذان د هغه څه نه ساقط کيږی، ليکن که ښځه د نارينه اذان واوری اذان د هغی څه ساقط کيږی يعنی اذان ونه وائی.

947- مسأله: د جماعت لمونځ اذان او اقامه نارينه بايد ورکړی.

948- مسأله: اقامه بايد پسله اذان وويل سی او که د اذان د مخه وويل سی صحيح نه دی.

949- مسأله: که د اذان او اقامی کليمی بی ترتيب ووائی، لکه (حی علی الفلاح) د مخه تر (حی علی الصلاة) ووائی بايد وګرځی او د هغه ځايه څه چی ترتيب د منځه تللی دی سر دوباره ووائی.

950- مسأله: د اذان او اقامی په منځ فاصله بايد ورنکړی او که د هغو په منځ دومره فاصله ورکړی چی هغه اذان چی ويلی دی د دغی اقامی اذان ونه شميرل سی مستحب دی اذان او اقامه سر دوباره ووائی او هم که د اذان او اقامی او لمونځ تر منځ دومره فاصله ورکړی چی د هغه لمانځه اذان او اقامه ونه شميرل سی مستحب دی سر دوباره د هغه لمونځ د پاره، اذان او اقامه ووائی.

951- مسأله: اذان او اقامه بايد د لمونځ وخت داخل سی وويل سی که په قصده يا هير کړی د وخت د مخه ووائی باطل دی.

952- مسأله: اذان او اقامه بايد په صحيح عربی وويل سی نوکه په غلط عربی وويل سی يا د يو توری پر ځای بل توری ووائی يا د هغو ترجمه په فارسی يا بله ژبه ووائی صحيح نه دی.

953- مسأله: که د اقامی د مخه شک وکړی چی اذان ويلی دی که يه بايد اذان ووائی او که په اقامی مشغول سی او شک وکړی چی اذان ويلی دی که يه، د اذان ويل لازم نه دی.

954- مسأله: که د اذان او اقامی په منځ د مخه تر هغه چی يوه برخه ووائی شک وکړی چی د مخه برخه ئی ويلی دی که يه، بايد هغه برخه چی په ويل ئی شک کړيدی ووائی او که د اذان او اقامی د يوی برخی د ويل په حال شک وکړی چی هغه څه د مخه تر هغه دی ويلی دی که يه ويل ئی لازم نه دی.

955- مسأله: مستحب دی انسان د اذان د ويل په وخت مخ په قبله ودريږی او په اودس يا غسل وی او لاسونه پر غوږ کښيږ دی او آواز لوړ کړی او وکاږی او د آذان د جملو په منځ لږ څه فاصله ورکړی او د هغو په منځ خبری ونکړی.

956- مسأله: مستحب دی د انسان بدن د اقامی د ويل په وخت آرام وی او هغه تر آذان کښته ووائی او د هغه جملی سره ونه مښلوی او په هغه اندازه چی د اذان د جملو په اندازه فاصله ورکوی د اقامی د جملو په منځ فاصله ورنکړی.

957- مسأله: مستحب دی د اذان او اقامی په منځ يو ګام واخلی، يا يو مقدار کښينی يا سجده وکړی يا ذکر ووائی يا دعا وکړی يا يو مقدار چْپ وی يا خبری وکړی يا دوه رکعته لمونځ وکړی، ليکن د سهار دلمانځه د اذان او اقامی تر منځ خبری کول او د ماښام د لمانځه د اذان او اقامی تر منځ لمونځ کول مستحب نه دی.

958- مسأله: مستحب دی هغه څوک چی د اذان د ويل د پاره ټاکی عادل، وخت پيژندونکی او آواز ئی لوړ وی او اذان په لوړ ځای ووائی. او که د لودسپيکرو څه ګټه واخيستل سی مانع نلری چی د اذان ويونکی په کښته ځای ودريږی.

959-مسأله: د اذان اوريدل د راډيو او ټيپ او لکه هغه د لمونځ د پاره کافی نه دی بلکه پخپله لمونځ کوونکی بايد اذان ووائی.

 960-مسأله: احتياط واجب هغه دی چی هميشه اذان د لمونځ په قصد ووائی، او د اذان ويل دوخت د داخليدل د اعلان د پاره بيله د لمانځه د قصد پسله هغه مشکل دی.

961- مسأله: که اذان او اقامه د فرادی لمونځ په قصد ووائی، وروسته يو جماعت يعنی څو کسان د هغه څه وغواړی چی د هغو د جماعت امام سی يا وغواړی د مأموم په صفت خپل لمونځ په جماعت وکړی هغه اذان او اقامه کافی نه دی او مستحب دی دوباره ووائی.