صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د جماعت لمونځ:

1414- مسأله: مستحب دی واجب لمونځونه مخصوصاً ورځنی لمونځونه په جماعت په ځای کړی، او د سهار، ماښام او ماخستن په لمانځه مخصوصاً د مسجد د همسايه د پاره چی د مسجد اذان اوری ډير سفارش سويدی.

1415- مسأله: په يو روايت وارد سويدی چی که يو نفر د جماعت په امام اقتدا وکړی د هغو د لمونځ هر رکعت د يو سل و پنځوس لمونځ ثواب لری او که دوه نفر اقتدا وکړی هر رکعت د شپږ سوه لمونځ ثواب لری او هر څه ډير سی د هغو د لمانځه ثواب ډيريږی تر څو ولس نفروته ورسيږی او د هغو شمير چی د لسو څه تير سو که ټول آسمانونه کاغذ، دريابونه مرکب (رنګ)، درختی قلم او جن او انس او ملائکی ليکونکی سی نسی کولای د هغه د يو رکعت ثواب وليکی.

1416- مسأله: د جماعت په لمونځ حاضر نه کيدل د بی پروائی لرويه جايز نه دی او ښه نه دی چی انسان بيله عذر د جماعت لمونځ ترک کړی.

1417- مسأله: مستحب دی انسان صبر وکړی چی لمونځ په جماعت وکړی، او لمونځ په جماعت د لومړی وخت لمونځ چی فرادی يعنی يواځی په ځای سی ښه دی. او هم هغه جماعت لمونځ چی مختصر په ځای کړی د هغه فرادی لمونځ چی وځنډوی ښه دی.

1418- مسأله: کله چی جماعت شروع کيږی مستحب دی هغه څوک چی خپل لمونځ فرادی په ځای کړيدی، دوباره په جماعت وکړی او که وروسته وپوهيږی چی لومړی لمونځ ئی باطل ؤ دوهم لمونځ کافی دی.

1419- مسأله: که امام يا مأموم وغواړی هغه لمونځ چی په جماعت کړيدی دوباره په جماعت وکړی په هغه صورت چی دوهم جماعت او خلګ ئی بيله لومړی وی او هغه امام وی اشکال نلری.

1420- مسأله: څوک چی په لمونځ وسواس لری فقط کله چی لمونځ په جماعت کوی د وسواس څه راحت کيږی لمونځ بايد په جماعت وکړی.

1421- مسأله: که پلار يا مور په خپل اولاد امر وکړی چی لمونځ په جماعت وکړی که ترک ئی د ناراحتی او آزار يا بی احترامی سبب په مور او پلار وی واجب دی لمونځ په جماعت وکړی.

1422- مسأله: مستحبی لمونځونه نه کيږی په جماعت وکړی مګر د استسقاء لمونځ چی د باران د اوريدل د پاره کوی او همدا ډول د فطر او قربان اختر لمونځ هم کولای سی په جماعت وکړی.

1423- مسأله: کله چی د جماعت امام ورځنی لمونځ کوی هر يو د ورځنی لمونځو کيږی په هغه اقتدا کړی ليکن که امام خپل ورځنی لمونځ احتياطاً دوباره کوی مأموم نسی کولای خپل لمونځ د هغه سره وکړی، مګر داچی هر دوه د احتياط په خاطر لکه هم او په يو خاطر وی.

1424- مسأله: که د جماعت امام خپل د ورځنی لمونځو قضا په ځای کوی کيږی په هغه اقتدا وکړی ليکن که خپل لمونځ احتياطاً قضا کوی يا د بل څوک لمونځ احتياطی قضا په ځای کوی که څه هم د هغه د پاره پيسی نه وی اخيستی اقتدا په هغه اشکال لری مګر داچی مأموم هم احتياطی لمونځ د هغه احتياط په خاطر چی امام لری وکړی، ليکن که انسان وپوهيږی د هغه څوک لمونځ چی د هغه دپاره قضا په ځای کوی فوت (مړ) سويدی اشکال نلری.

1425- مسأله: که امام په محراب کی وی او يو څوک دهغه په شا اقتدا کړی وی هغه کسان چی د محراب په دواړه خوا وی د هغو کسانو اقتدا کول چی د هغه په دواړه خوا ولاړدی او د محراب د ديوال په واسطه امام نه وينی بناپر احتياط واجب صحيح نه دی.

1426- مسأله: که د لومړی صف د اوږدوالی په واسطه هغه کسان چی د صف په دواړه خوا ولاړدی امام نه وينی کولای سی اقتدا وکړی او هم که د نور صفو د اوږدوالی په واسطه هغه کسان چی په دواړه خوائی ولاړدی خپل د مخه صف ونه وينی کولای سی اقتدا وکړی.

1427- مسأله: که د جماعت صفونه د مسجد تر دروازی ورسيږی، څوک چی د دروازی مخامخ د صف په شا ولاړدی لمونځ ئی صحيح دی او هم هغه کسان چی د هغو په شا اقتدا کوی صحيح دی ليکن هغه کسان چی د هغو په دواړه خوا ولاړدی او د مخه صف نه وينی بناپر احتياط واجب د هغو اقتدا صحيح نه دی.

1428- مسأله: څوک چی د ستون (پايه) په شا ولاړدی که د راسته يا چپی خوا د بل مأموم په واسطه په امام مښتی نه وی نسی کولای اقتدا وکړی ليکن که د راسته يا چپی خوا مښتی وی کولای سی اقتدا وکړی.

1429- مسأله: د امام د دريدل ځای بايد د مأموم د ځای څه لوړ نه وی ليکن که د امام ځای ډير لږ مقدار لوړ وی اشکال نلری. او هم که مځکه لوړ او کښته وی او امام په هغه خوا چی لوړ دی ودريږی که لوړ ئی ډير نه وی او داسی وی چی وهغه مځکی ته مسطح ووائی مانع نه لری.

1430- مسأله: د اقتدا په صحيح توب د ټولنی وحدت او د صفوفو اتصال معتبر دی بناپر دی په څو طبقه ودانی که پورتنی طبقی ډير لوړ نه وی او د صفوفو اتصال او د جماعت عرفی وحدت صدق وکړی اقتدا صحيح دی او بيله هغه صحيح نه دی.

1431- مسأله: که د هغو کسانو په منځ چی په يو صف ولاړدی مميز ماشوم يعنی هغه ماشوم چی په ښه او بد پوهيږی فاصله سی، که ونه پوهيږی د هغه ماشوم لمونځ باطل دی کولای سی اقتدا وکړی.

1432- مسأله: د امام د تکبير وروسته که د مخه صف ولمونځ ته چمتو او د هغو تکبير ويل نژدی وی څوک چی په بعدی صف ولاړدی کولای سی تکبير ووائی ليکن احتياط مستحب هغه دی چی صبر وکړی ترڅو چی د مخه صف تکبير پای ته ورسيږی.

1433- مسأله: که وپوهيږی د يو صف لمونځ د لومړينو صفو باطل دی په بعدی صفو نسی کولای اقتدا وکړی، او که ونه پوهيږی د هغو لمونځ صحيح دی که يه، کولای سی اقتدا وکړی.

1434- مسأله: که وپوهيږی د امام لمونځ باطل دی مثلاً وپوهيږی امام اودس نلری که څه هم پخپله د امام پام نه وی نسی کولای په هغه اقتدا وکړی.

1435- مسأله: که مأموم پسله لمونځ وپوهيږی چی امام عادل نه وه يا کافر وه يا په يو خاطر لمونځ ئی باطل وه مثلاً بی اودس لمونځ کړی دی د مأموم د جماعت لمونځ صحيح دی.

1436- مسأله: که د لمونځ په منځ شک وکړی چی اقتدا کړيدی که يه، که په هغه حال وی چی د مأموم وظيفه دی مثلاً دامام په حمد او سوره غوږ نيسی کولای سی لمونځ په جماعت پای ته ورسوی او که په غه کار مشغول وی چی هم د امام او هم د مأموم وظيفه دی مثلاً په رکوع او سجده وی، لمونځ بايد د فرادی په نيت پای ته ورسوی.

1437- مسأله: انسان د جماعت لمونځ په منځ کولای سی د فرادی نيت وکړی.

1438- مسأله: که مأموم د امام د حمد او سوری وروسته د فرادی نيت وکړی لازم نه دی حمد او سوره ووائی که د حمد او سوری د تماميدل د مخه د فرادی نيت وکړی او يا سمدستی پسله اقتدا قصد درلود چی د امام د حمد او سوری وروسته د فرادی نيت وکړی بناپر احتياط واجب حمد او سوره لومړی ووائی.

1439- مسأله: که د جماعت د لمونځ په منځ د فرادی نيت وکړی نبايد دوباره د جماعت نيت وکړی، حتی که سمدستی پسله نيت فرادی وی  - بناپر احتياط واجب – ليکن که په شک سی چی د فرادی نيت وکړی که يه او وروسته تصميم ونيسی چی لمونځ په جماعت پای ته ورسوی، لمونځ ئی صحيح دی.

1440- مسأله: که شک وکړی چی د فرادی نيت کړيدی که يه، بايد بنا کښيږدی چی د فرادی نيت نه دی کړی.

1441- مسأله: که کله چی امام په رکوع دی اقتدا وکړی او د امام په رکوع ورسيږی، که څه هم د امام ذکر پای ته رسيدلی وی، لمونځ ئی د جماعت په ډول صحيح دی او يو رکعت شميرل کيږی، اما که د رکوع په مقدار کوږ سی او د امام په رکوع ونه رسيږی جماعت ئی باطل دی ليکن لمونځ ئی د فرادی په ډول صحيح دی لهذا هغه د لومړی رکعت رکوع وشميری او خپل لمونځ ته ادامه ورکړی هر څو احتياط مستحب ددغه لمونځ دوباره په ځای کول دی.

1442- مسأله: که کله چی امام په رکوع دی اقتدا وکړی او د رکوع په مقدار کوږ سی او شک وکړی چی د امام په رکوع رسيدلی که يه د مخه مسألی حکم لری.

1443- مسأله: که کله چی امام په رکوع دی اقتدا وکړی او د مخه ترهغه چی د رکوع په اندازه کوږ سی امام د رکوع څه سر پورته کړی کولای سی د فرادی نيت وکړی يا صبر وکړی تر څو امام د بعدی رکعت د پاره ودريږی او هغه د خپل لمونځ لومړی رکعت وشميری. ليکن که د امام دريدل دومره وځنډويږی چی ونه وائی دغه شخص د جماعت لمونځ کوی، بايد فرادی نيت وکړی.

1444- مسأله: که د لمونځ د اوله يا د حمد او سوری په منځ اقتدا وکړی او د مخه تر هغه چی رکوع ته ولاړسی امام د رکوع څه سر پورته کړی لمونځ ئی د جماعت په ډول صحيح دی او بايد رکوع وکړی او امام ته ځان ورسوی.

1445- مسأله: که کله ورسيږی چی امام د لمونځ د آخر تشهد په ويل مشغول دی که وغواړی په ثواب ورسيږی، بايد پسله نيت او تکبيرة الاحرام ويل کښينی او تشهد د امام سره ووائی ليکن سلام ونه وائی او صبر وکړی تر څو امام د لمونځ سلام ورکړی، وروسته ودريږی بيله هغه چی دوباره نيت وکړی او تکبير ووائی حمد او سوره ووائی او هغه د خپل لمونځ لومړی رکعت وشميری.

1446- مسأله: مأموم نبايد تر امام د مخه ودريږی او بناپر احتياط واجب لږ څه د امام شاته ودريږی او که قد (ونه) ئی تر امام لوړ وی په هغه ډول چی د امام شاته دريږی ليکن په رکوع او سجده ئی د مخه تر امام وی اشکال نلری.

1447- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی که مأموم يو نارينه وی، د امام په راسته خوا ودريږی، او که ښځه وی، د امام په راسته خوا داسی ودريږی چی د سجدی ځای ئی د امام د ګام يا زنګون سره مساوی وی، او که يو نارينه او يوه ښځه او يا يو نارينه او څو ښځی وی نارينه د امام په راسته خوا او پاتی د امام شاته ودريږی او که څو نارينه او څو ښځی وی نارينه د امام شاته او ښځی د نارينه شاته ودريږی.

1448- مسأله: د جماعت په لمونځ د امام او مأموم په منځ نبايد پرده او لکه هغه چی د هغه شا نه ليدل کيږی فاصله وی، او همدا ډول دی د انسان او بل مأموم په منځ چی انسان د هغه په واسطه په امام متصل سويدی ليکن که مأموم ښځه وی او امام نارينه د پردی او لکه هغه فاصله کيدل اشکال نلری او د پردی او لکه هغه فاصله کيدل د ښځه او بل مأموم چی نارينه دی او ښځه د هغه په واسطه په امام متصل سويدی اشکال نلری.

1449- مسأله: که پسله شروع په لمونځ د امام او مأموم په منځ، يا د مأموم او هغه څوک چی د هغه په واسطه مأموم په امام متصل دی، پرده يا بل شی چی د هغه شا نه ليدل کيږی فاصله سی، لمونځ ئی فرادی کيږی او د فرادی وظيفی په ډول بايد خپل لمونځ پای ته ورسوی.

1450- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی د مأموم د سجدی د ځای او د امام د دريدل د ځای په منځ ډير تر معمولی يو ګام فاصله نه وی. او هم که انسان د يو مأموم په واسطه چی د هغه په منځ کی ولاړ دی په امام متصل وی بناپر احتياط واجب بايد د هغه د سجدی ځای فاصله د هغه د دريدل د ځای څه ډير تر معمولی يو ګام نه وی او احتياط مستحب هغه دی چی د مأموم د سجدی ځای د هغه څوک د ځای چی د هغه په مخ کی ولاړدی، هيڅ فاصله ونلری.

1451- مسأله: که مأموم د هغه څوک په واسطه چی د هغه په راسته يا چپه خوا اقتدا کړيدی په امام متصل وی او د مخه خوا په امام متصل نه وی که تر معمولی يو ګام ډير فاصله ونلری لمونځ ئی صحيح دی.

1452- مسأله: که په لمونځ، د امام او مأموم په منځ يا د مأموم او هغه څوک چی مأموم د هغه په واسطه په امام متصل دی په منځ ډير تر يو ګام فاصله پيدا سی لمونځ ئی فرادی کيږی او صحيح دی.

1453- مسأله: که د ټولو هغو کسانو لمونځ چی په لومړی صف کی دی پای ته ورسيږی يا ټوله د فرادی نيت وکړی که فاصله د يو معمولی ګام په اندازه ډير نه وی د بعدی صف لمونځ د جماعت په ډول صحيح دی او که فاصله ډير تر دغه مقدار وی فرادی کيږی او د فرادی وظيفی په ډول خپل لمونځ پای ته ورسوی.

1454- مسأله: که په دوهم رکعت اقتدا وکړی، قنوت او تشهد د امام سره وائی او احتياط هغه دی چی د تشهد د ويل په وخت د لاس ګوتی او د پښی سينه په مځکه کښيږ دی او زنګون پورته کړی، او بايد پسله تشهد د امام سره ولاړ سی او حمد او سوره ووائی، او که د سوری د پاره وقت نلری، حمد پای ته ورسوی او په رکوع يا سجده و امام ته ځان ورسوی، يا د فرادی نيت وکړی او لمونځ ئی صحيح دی.

1455- مسأله: که کله چی امام د څلور رکعتی لمونځ په دوهم رکعت کی دی اقتدا وکړی بايد د خپل لمونځ په دوهم رکعت چی دامام دريم رکعت دی پسله دوی سجدی کښينی او تشهد په واجب مقدار ووائی او ودريږی او که د تسبيحات د دری پلا ويل د پاره وخت نلری، يوه پلا ووائی او په رکوع يا سجده ځان امام ته ورسوی.

1456- مسأله: که امام په دريم يا څلورم رکعت وی او مأموم وپوهيږی چی که اقتدا وکړی اوحمد ووائی د امام په رکوع نه رسيږی بناپر احتياط واجب بايد صبر وکړی تر څو امام رکوع ته ولاړسی، وروسته اقتدا وکړی.

1457- مسأله: که د امام په دريم يا څلورم رکعت اقتدا وکړی حمد او سوره بايد ووائی او که د سوری د پاره وخت نلری حمد بايد پای ته ورسوی او په رکوع ځان امام ته ورسوی، ليکن که په سجده امام ته ورسيږی ښه هغه دی چی احتياطاً لمونځ دوباره وکړی.

1458- مسأله: څوک چی يقين لری، که سوره يا قنوت ووائی د امام په رکوع رسيږی که سوره يا قنوت ووائی او په رکوع ونه رسيږی لمونځ ئی صحيح دی.

1459- مسأله: څوک چی اطمينان لری چی که سوره شروع کړی يا پای ته ورسوی د امام په رکوع رسيږی بايد سوره شروع کړی يا که شروع کړيدی پای ته ورسوی ليکن که په ډير تأخير په رکوع رسيږی لازم نه دی سوره ووائی او يا که شروع کړيدی لازم نه دی هغه پای ته ورسوی.

1460- مسأله: که امام ولاړدی او مأموم ونه پوهيږی چی په کم رکعت دی کولای سی اقتدا وکړی، ليکن حمد او سوره بايد د قربت په نيت ووائی او که څه وروسته وپوهيږی چی امام په لومړی يا دوهم رکعت وه، لمونځ ئی صحيح دی.

1461- مسأله:  که په دی خيال چی امام په لومړی يا دوهم رکعت دی حمد او سوره ونه وائی او پسله رکوع وپوهيږی چی په دريم يا څلورم رکعت وه لمونځ ئی صحيح دی، او که د رکوع د مخه وپوهيږی حمد او سوره بايد ووائی او که وخت نلری، فقط حمد ووائی او ځان امام ته ورسوی.

1462- مسأله: که په دی خيال چی امام په دريم يا څلورم رکعت دی حمد او سوره ووائی او د مخه د رکوع يا پسله هغه وپوهيږی چی په لومړی يا دوهم رکعت وه لمونځ ئی صحيح دی، او که د حمد او سوری په منځ وپوهيږی لازم نه دی هغو پای ته ورسوی.

1463- مسأله: که کله چی په مستحبی لمونځ مشغول دی جماعت شروع سی، که اطمينان نلری چی که لمونځ پای ته ورسوی و جماعت ته ورسيږی مستحب دی لمونځ پريږدی او په جماعت لمونځ مشغول سی بلکه که اطمينان ونلری چی په لومړی رکعت رسيږی مستحب دی په دغه دستورعمل وکړی.

1464- مسأله: که کله چی په څلور رکعتی يا دری رکعتی لمونځ مشغول دی جماعت شروع سی که د دريم رکعت په رکوع نه دی تللی او اطمينان نلری چه که لمونځ پای ته ورسوی و جماعت ته ورسيږی، مستحب دی د مستحبی لمونځ په نيت، لمونځ دوه رکعتی پای ته ورسوی او ځان و جماعت ته ورسوی.

1465- مسأله: که د امام لمونځ پای ته ورسيږی او مأموم په لومړی سلام يا تشهد مشغول وی لازم نه دی دفرادی نيت وکړی.

1466- مسأله: څوک چی يو رکعت د امام څه وروسته پاته دی کله چی امام د آخر رکعت تشهد وائی کولای سی د فرادی نيت وکړی او ودريږی او لمونځ پای ته ورسوی او يا د لاسو ګوتی او د پښی سينه پر مځکه کښيږ دی او زنګون لوړ ونيسی او صبر وکړی چی امام د لمونځ سلام ووائی او وروسته ودريږی.

د جماعت امام شرايط:

1467- مسأله: د جماعت امام بايد بالغ، عاقل، دوولس امامی شيعه، عادل او حلال زاده وی او لمونځ په صحيح ډول په ځای کړی او هم د جماعت امام نارينه وی حتی د ښځو د پاره – بناپر احتياط واجب – او د مميز ماشوم چی ښه او بد پوهيږی اقتدا کول په بل مميز ماشوم مانع نلری.

1468- مسأله: د جماعت امام عدالت د مأموم د پاره بايد ثابت او معلوم داره وی او په شک د عدالت په اصل نسی کولای په هغه اقتدا وکړی او که هغه امام چی عادل بلل، که شک وکړی په خپل عدالت پاته دی که يه، کولای سی په هغه اقتدا وکړی.

1469- مسأله: څوک چی په ولاړ لمونځ کوی، نسی کولای په هغه څوک چی ناست دی يا پريوته لمونځ کوی اقتدا وکړی. او څوک چی په ناست لمونځ کوی نسی کولای په هغه څوک چی پريوته لمونځ کوی اقتدا وکړی.

1470- مسأله: څوک چی په ناست لمونځ کوی، کولای سی په هغه څوک چی په ناست لمونځ کوی اقتدا وکړی ليکن بناپر احتياط واجب څوک چی پروت دی نبايد په هغه څوک چی ناست او يا پريوته لمونځ کوی اقتدا وکړی.

1471- مسأله: که د جماعت امام د يو عذر په واسطه په تيمم يا جبيره اودس لمونځ وکړی، کيږی په هغه اقتدا وکړی ليکن که د عذر په واسطه په نجس کالی لمونځ کوی بناپر احتياط واجب نبايد په هغه اقتدا وکړی.

1472- مسأله: که د جماعت امام يو مرض لری چی نسی کولای د بولی او غايط د راوتل څه مخ نيوی وکړی بناپر احتياط واجب، نه کيږی په هغه اقتدا وکړی.

1473- مسأله: بناپر احتياط واجب هغه څوک چی د جذام (خوره) يا برص (پيسی) ناروغی لری او هغه څوک چی شرعی حدّ خوړلی دی نبايد د جماعت امام وسی.

د جماعت احکام:

1474- مسأله: کله چی مأموم نيت کوی، بايد امام وټاکی ليکن د هغه نوم پيژندل لازم نه دی، مثلاً که نيت وکړی اقتدا کوم په حاضر امام لمونځ ئی صحيح دی.

1475- مسأله: مأموم بايد بيله حمد او سوره د لمونځ ټول شيان په خپله ووائی، ليکن که د هغه لومړی يا دوهم رکعت د امام دريم يا څلورم رکعت وی حمد او سوره بايد ووائی.

1476- مسأله: که مأموم د سهار، ماښام اوماخستن لمونځ په لومړی او دوهم رکعت د امام حمد او سوره واوری، که څه هم کليمات تشخيص ورنکړی، نبايد حمد او سوره ووائی او که د امام ږغ وانه وری، مستحب دی حمد او سوره ووائی ليکن بايد کښته ووائی او که سهواً لوړ ووائی اشکال نلری.

1477- مسأله: که مأموم د امام د حمد او سوری بعضی کليمات واوری، احتياط واجب هغه دی چی حمد او سوره ونه وائی.

1478- مسأله: که مأموم سهواً حمد او سوره ووائی، يا خيال وکړی ږغ چی اوری د امام ږغ دی او حمد او سوره ووائی او وروسته وپوهيږی دامام ږغ وه، لمونځ ئی صحيح دی.

1479- مسأله: که شک وکړی چی د امام ږغ اوری که يه، يا ږغ واوری او ونه پوهيږی د امام ږغ دی يا بل څوک ږغ، کولای سی د مطلقی قربت په قصد حمد او سوره ووائی.

1480- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی مأموم د غرمی او مازيګر لمونځ په لومړی او دوهم رکعت حمد او سوره ونه وائی او مستحب دی د هغه په ځای ذکر ووائی.

1481- مسأله: مأموم نبايد تکبيرة الاحرام د مخه تر امام ووائی بلکه احتياط واجب هغه دی چی تر څو د امام تکبير پای ته ونه رسيږی تکبير ونه وائی.

1482- مسأله: که مأموم عمداً د مخه تر امام سلام ورکړی لمونځ ئی اشکال لری[1]. ليکن که د فرادی نيت وکړی يا سهواً د مخه تر امام سلام ورکړی، لمونځ ئی صحيح دی او لازم نه دی دوباره سلام ورکړی.

1483- مسأله: که مأموم بيله تکبيرة الاحرام او سلام د لمونځ نور شيان د مخه تر امام ووائی اشکال نلری، ليکن که هغو واوری يا وپوهيږی امام څه وخت وائی، احتياط مستحب هغه دی چی د مخه تر امام ونه وائی.

1484- مسأله: مأموم بايد بيله هغه څه په لمونځ ويل کيږی، نور کارونه ئی لکه رکوع او سجود د امام سره يا لږ څه پسله امام په ځای راوړی. او عمداً د مخه تر امام يا په ډير تأخير پسله امام په ځای کړی معصيت کړيدی او احتياط واجب هغه دی چی لمونځ پای ته ورسوی او دوباره په ځای کړی.

1485- مسأله: که سهواً د مخه تر امام سر د رکوع څه پورته کړی که امام په رکوع وی بايد بيرته رکوع ته ولاړسی او د امام سره يو ځای سر پورته کړی په دی صورت د رکوع ډيريدل چی رکن دی لمونځ نه باطلوی ليکن که رکوع ته ولاړسی او د مخه تر هغه چی رکوع ته ورسيږی امام سر پورته کړی لمونځ ئی باطل دی.

1486- مسأله: که سهواً سر پورته کړی او ووينی امام په سجده کی دی بايد بيرته سجدی ته ولاړسی او که په دواړه سجده دغه کار وسی د دوی سجدی د ډيريدل د پاره چی رکن دی لمونځ نه باطل کيږی.

1487- مسأله: څوک چی سهواً د مخه تر امام سر د سجدی څه پورته کړيدی هر وخت بيرته سجدی ته ولاړسی تر څو سجدی ته نه دی رسيدلی امام سر پورته کړی لمونځ ئی صحيح دی ليکن که په هر دواړه سجده د يو رکعت دغه کار وسی لمونځ ئی باطل کيږی.

1488- مسأله: که سهواً سر د رکوع يا سجدی څه پورته کړی او سهواً يا په دی خيال چی امام ته نه رسيږی رکوع يا سجدی ته ولاړ نسی، لمونځ ئی صحيح دی.

1489- مسأله: که سر د سجدی څه پورته کړی او ووينی امام په سجده کی دی که په دی خيال چی دامام اوله سجده ده په دی نيت چی د امام سره سجده وکړی سجدی ته ولاړسی او وپوهيږی د امام دوهمه سجده وه د هغه دوهمه سجده شميرل کيږی، او که په دی خيال چی د امام دوهمه سجده ده سجدی ته ولاړسی او پسله سر پورته کول د سجدی څه وپوهيږی د امام اوله سجده وه د جماعت امام متابعت شميرل کيږی او بايد بله پلا د امام سره سجدی ته ولاړسی او په هر دواړه صورت احتياط واجب هغه دی چی لمونځ په جماعت پای ته ورسوی او دوباره په ځای کړی.

1490- مسأله: که د مخه تر امام سهواً رکوع ته ولاړسی او داسی وی چی که سر پورته کړی د امام د قرائت په يومقدار رسيږی که سر پورته کړی او د امام سره رکوع ته ولاړسی لمونځ ئی صحيح دی او که عمداً ونه ګرځی او دغه باعث سی چی د امام د قرائت په يو مقدار ونه رسيږی لمونځ ئی باطل دی او بناپر احتياط مستحب په هر دواړه رکوع ذکر ووائی ليکن احتياط واجب هغه دی چی په لومړی رکوع ډيرتر يو صغير ذکر ونه وائی.

1491- مسأله: که سهواً د مخه تر امام رکوع ته ولاړسی او داسی وی چی که راوګرځی دامام د قرائت په هيڅ شی نه رسيږی، په احتياط واجب بايد صبر وکړی چی امام هغه ته ورسيږی او لمونځ ئی صحيح دی.

1492- مسأله: که سهواً د مخه تر امام سجدی ته ولاړسی که صبر وکړی ترڅو امام هغه ته ورسيږی لمونځ ئی صحيح دی.

1493- مسأله: که امام په هغه رکعت چی قنوت نلری سهواً قنوت ووائی، يا په هغه رکعت چی تشهد نلری سهواً د تشهد په ويل مشغول سی مأموم نبايد قنوت او تشهد ووائی ليکن د مخه تر امام نسی کولای رکوع ته ولاړسی، يا د امام د دريدل د مخه ودريږی بلکه بايد په اشاره هغه خبر کړی او که نسو صبر وکړی تر څو امام تشهد يا قنوت پای ته ورسوی او پاته لمونځ د هغه سره په ځای کړی.

هغه شيان چی د جماعت په لمونځ مستحب دی:

1494- مسأله: مستحب دی امام د صف په نيمائی ودريږی او د علم، کمال او تقوی خاوندان په لومړی صف ودريږی.

1495- مسأله: مستحب دی د جماعت صفونه منظم وی او د هغو کسانو په منځ چی په يو صف کی ولاړدی فاصله نه وی او د هغو وږی په يو ليک وی.

1496- مسأله: مستحب دی د (قد قامت الصلوة) د ويل وروسته مأمومين ودريږی.

1497- مسأله: مستحب دی د جماعت امام د هغه مأموم حال چی تر نورو ضعيف دی مراعت وکړی او تلوار ونکړی تر څو ضعيف کسان هغه ته ورسيږی او هم مستحب دی قنوت، رکوع او سجود ونه ځنډوی مګر وپوهيږی ټول کسان چی په هغه اقتدا کړی دی راضی دی.

1498- مسأله: مستحب دی د جماعت امام په حمد او سوره او نور ذکرونه چی په لوړ آواز وائی خپل آواز دومره لوړ کړی چی نور کسان واوری، ليکن بايد ډير تر اندازه آواز لوړ نکړی.

1499- مسأله: که امام په رکوع وپوهيږی يو څوک تازه رسيدلی او غواړی اقتدا وکړی مستحب دی دوه برابر وځنډوی او ودريږی، که څه هم وپوهيږی بل څوک هم د اقتدا د پاره داخل سويدی يعنی راغلی دی.

هغه شيان چی د جماعت په لمونځ مکروه دی:

1500- مسأله: که د جماعت په صفو کی ځای وی، مکروه دی انسان يواځی ودريږی.

1501- مسأله: مکروه دی مأموم د لمونځ ذکرونه داسی ووائی چی امام واوری.

1502- مسأله: هغه مسافر چی د غرمی، مازيګر او ماخستن لمونځ دوه رکعت په ځای کوی مکروه دی په دغه لمونځو په هغه څوک چی مسافر نه دی اقتدا وکړی او څوک چی مسافر نه دی مکروه دی په دغه لمونځو په مسافر اقتدا وکړی يعنی لږ ثواب لری که څه هم د جماعت لمونځ افضل تر فرادی لمونځ دی.


[1] يعنی بناپر احتياط واجب دغه لمونځ کافی نه دی او لمونځ دوباره په ځای کړی.