صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د فطر او قربان اختر لمونځ:

1582- مسأله: د فطر او قربان اختر لمونځ د امام (عليه السلام) د حضور په زمان واجب دی او بايد په جماعت په ځای سی او زموږ په زمان چی امام (عليه السلام) غائب دی، مستحب دی او کيږی هغه په جماعت يا فرادی په ځای کړی.

1583- مسأله: د فطر او قربان د اختر د لمونځ وخت د اختر د سهار څه تر غرمی پوری دی.

1584- مسأله: مستحب دی د قربان د اختر لمونځ پسله لمر راختل په ځای کړی، او د فطر په اختر مستحب دی پسله لمر راختل روژه مات وکړی او د فطری زکات هم ورکړی، وروسته د اختر لمونځ وکړی.

1585- مسأله: د فطر او قربان د اختر لمونځ دوه رکعت دی چی په لومړی رکعت پسله حمد او سوره پنځه تکبير ووائی، او پسله هر تکبير يو قنوت ووائی او پسله پنځم قنوت يو بل تکبير ووائی او رکوع ته ولاړسی، او دوی سجدی وکړی او ودريږی او په دوهم رکعت څلور تکبير ووائی او پسله هر تکبير قنوت ووائی او پنځم تکبير ووائی او رکوع ته ولاړسی او پسله رکوع دوی سجدی وکړی او تشهد ووائی او د لمونځ سلام ورکړی.

1586- مسأله: د فطر او قربان د اختر د لمونځ په قنوت هر دعا او ذکر ووائی کافی دی او ښه دی دغه دعا ووائی «اَللّهمَّ اَهْلَ الْكِبْرِياءِ وَالْعَظَمَةِ، وَاَهْلَ الْجُودِ وَالْجَبَروتِ، واَهْلَ الْعَفْوِ وَالرَّحْمَةِ، وَاَهْلَ التَّقوى وَالْمَغْفِرَةِ، اَسْألُكَ بِحَقِّ هذَا الْيَومِ الَّذِي جَعَلْتَهُ لِلْمُسلِمينَ عيداً، وَلِمُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ ذُخْراً وَشَرَفَاً وَكَرامَةً وَمَزيداً، اَنْ تُصَلِّىَ عَلَى مُحَمَّد وَآلِ مُحَمَّد، وَاَنْ تُدخِلَنِي في كُلِّ خَيْر اَدْخَلْتَ فيهِ مَحَمَّداً وَآلَ مُحَمَّد، وَاَنْ تُخْرِجَنِي مِنْ كُلِّ سُوء اَخْرَجْتَ مِنْهُ مُحَمَّداً وَآلَ مُحَمَّد، صَلَواتُكَ عَلَيْهِ وَعَلَيْهِمْ، اَلّلهُمَّ اِنّي اَسْألُكَ خَيْرَ ما سَألَك َ بهِ عِبادُكَ الصَّالِحُونَ وَاَعُوذُبِكَ مِمَّا اسْتَعاذَ مِنْهُ عِبادُكَ الْمُخْلَصُونَ».

1587- مسأله: مستحب دی د فطر او قربان داختر په لمونځ قرائت په لوړ آواز ووائی.

1588- مسأله: د اختر لمونځ مخصوصه سوره نلری ليکن ښه دی چی په لومړی رکعت د شمس سوره (91سوره) او په دوهم رکعت د غاشيی سوره (88 سوره) ووائی يا په لومړی رکعت د سبح اسم (87 سوره) او په دوهم رکعت د شمس سوره ووائی.

1589- مسأله: مستحب دی د فطر د اختر په ورځ د لمونځ د مخه په خرما روژه مات (افطار) وکړی او د قربان په اختر پسله لمونځ قربانی غوښی وخوری.

1590- مسأله: مستحب دی د اختر د لمونځ د مخه غسل وکړی، پياده او لوڅه پښه په وقار سره اختر لمونځ ته ولاړسی او سپينه لنګوټه پر سر کښيږدی.

1591- مسأله: مستحب دی د اختر په لمونځ پر مځکه سجده وکړی او د تکبيرو د ويل په حال لاسونه پورته کړی او لمونځ په لوړ آواز په ځای کړی.

1592- مسأله: مستحب دی د اختر لمونځ په صحرا وکړی او په مکی معظمی مستحب دی په مسجد الحرام په ځای سی.

1593- مسأله: د فطر د اختر په شپه د ماښام او ماخستن د لمونځ وروسته او د اختر په ورځ د سهار، غرمه او مازيګر د لمونځ وروسته او هم د فطر د اختر د لمونځ وروسته مستحب دی دغه تکبيرونه ووائی: (الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر ولله الحمد الله اکبر علی ما هدنا).

1594- مسأله: مستحب دی انسان د قربان په اختر پسله لس لمونځ چی لومړی د هغو د اختر د ورځی د غرمی لمونځ او آخر د هغو د دوولسمه ورځ د سهار لمونځ دی تکبيرونه چی په د مخه مسأله کی وويل سو ووائی او پسله هغه ووائی: (الله اکبر علی ما رزقنا من بهيمة الانعام والحمدلله علی ما ابلانا) ليکن که قربان اختر په منی کی وی مستحب دی پسله پنځلس لمونځ چی لومړنی د هغو د اختر د ورځی د غرمی لمونځ او آخر د هغو د ذيحجی ديرلسمه ورځ د سهار لمونځ دی، دغه تکبيرونه ووائی.

1595- مسأله: کراهت لری د اختر لمونځ د پوښښ او چت لاندی په ځای کړی.

1596- مسأله: که شک وکړی د لمونځ په تکبيرو او قنوتو ئی، که ډير ويلی دی په خپل شک اعتنا او پروا ونکړی، ليکن که لږ ويلی دی بناپر لږ کښيږدی او که وروسته معلوم سو چی ويلی دی اشکال نلری.

1597- مسأله: که قرائت يا تکبيرونه يا قنوتونه هير کړی او په ياد را نه وړی پسله تلل په رکوع يادئی راسی لمونځ ئی صحيح دی.

1598- مسأله: که رکوع يا دوی سجدی يا تکبيرة الاحرام هير کړی لمونځ ئی باطل دی.

1599- مسأله: که داختر په لمونځ يوه سجده يا تشهد هير کړی احتياط مستحب هغه دی چی پسله لمونځ هغه (رجاءً) په ځای راوړی او که يو کار وکړی چی د هغه د پاره د سهو سجدی په ورځنی لمونځو لازم دی، احتياط مستحب هغه دی چی د رجاء  د لمونځ وروسته د سهو دوی سجدی د هغه د پاره وکړی.