صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د فطری زکات:

2034- مسأله: څوک چی د فطر اختر د شپی د ماښام په وخت (که څه هم څو دقيقی او لږ وخت دی) بالغ، عاقل او هوشيار دی او فقير او د بل چا غلام او بنده نه دی، بايد د ځان او هغه کسانو د پاره چی د هغه ډوډی خوری، هر نفر يو صاع چی تقريباً دری کيلو دی غنم يا وربشی يا خرما يا کشمش يا وريجی يا جواری او لکه د دغو ومستحق ته ورکړی او که يو د دغو پيسی هم ورکړی کافی دی.

2035- مسأله: څوک چی د ځان او خپل کورنی د کال خرڅ نلری او کار او کسب هم نلری چی وکولای سی د ځان او خپل کورنی دکال خرڅ ورکړی فقير دی او د فطری زکات ورکول پر هغه واجب نه دی.

2036- مسأله: انسان بايد د هغه کسانو فطره چی د فطر اختر د شپی په ماښام د هغه ډوډی خوړنکی شميرل کيږی ورکړی، کوچنی وی يا لوی، مسلمان وی يا کافر، د هغو خرڅ ورکول پر هغه واجب وی يا نه وی، د هغه په ښارکی وی يا په پل ښار.

2037- مسأله: که يو څوک چی د هغه ډوډی خوړنکی دی او په بل ښارکی دی وکيل کړی چی د هغه د مال څه خپل فطره ورکړی که اطمينان ولری چه خپل فطره ورکوی، لازم نه دی پخپله د هغه فطره ورکړی.

2038- مسأله: د هغه ميلمه فطره چی د فطر د اختر د شپی د ماښام د مخه د کور د خاوند په رضايت راغلی دی که د هغه ډوډی خوړنکی وشميرل سی پر هغه واجب دی، ليکن د يو روژه مات په خوړل د ميلمه فطره د کور پر خاوند واجب نه دی.

2039- مسأله: د هغه ميلمه فطره چی د فطر د اختر د شپی د ماښام د مخه چی د کور خاوند راضی نه دی راځی او يو مدت د هغه سره پاته کيږی که د هغه ډوډی خوړنکی وشميرل سی بناپر احتياط، واجب دی، او همدا ډول دی د هغه څوک فطره چی انسان مجبور کړيدی چی د هغه خرڅی ورکړی.

2040- مسأله: د هغه ميلمه فطره چی د فطر د اختر د شپی د ماښام وروسته راځی د کور پر خاوند واجب نه دی، که څه د ماښام د مخه هغه دعوت او ميلمه کړی وی او د هغه په کورکی هم افطار يعنی روژه مات وکړی.

2041- مسأله: که يو څوک د فطر د اختر د شپی د ماښام په وخت ليونی يا بيهوش وی، د فطری زکات پر هغه واجب نه دی.

2042- مسأله: که د ماښام د مخه ماشوم بالغ سی، يا ليونی عاقل سی، يا فقير غنی سی که د فطری د واجبيدل شرايط ولری بايد دفطری زکات ورکړی.

2043- مسأله: څوک چی د فطر د اختر د شپی د ماښام په وخت، د فطری زکات پر هغه واجب نه دی، که د اختر د ورځی د غرمی د مخه د فطری د واجبيدل شرطونه پيدا کړی، مستحب دی د فطری زکات ورکړی.

2044- مسأله: هغه کافر چی د فطر د اختر د شپی د ماښام وروسته مسلمان سويدی فطره پر هغه واجب نه دی. ليکن هغه مسلمان چی شيعه نه وه، که د مياشتی دليدل وروسته شيعه سی، بايد د فطری زکات ورکړی.

2045- مسلمان: څوک چی د يو صاع په اندازه چی تقريباً دری کيلو غنم او لکه هغه لری مستحب دی د فطری زکات ورکړی، او که کورنی ولری او وغواړی د هغو فطره هم ورکړی کولای سی د فطری په نيت، هغه يو صاع د کورنی و يو نفرته ورکړی او هغه هم په دی نيت وبل ته ورکړی، او همداډول تر څو آخر نفرته ورسيږی، او ښه دی آخر نفر هغه شی چی نيسی يو چاته ورکړی چی پخپله د هغو نه وی. او که يو د هغو صغير وی، ولی ئی د هغه په ځای نيسی او احتياط واجب هغه دی چی هغه شی چی د صغير د پاره نيولی دی بل څوک ته ورنکړی.

2046- مسأله: که د فطر د اختر د شپی د ماښام وروسته د اولاد د خاوند سی، يا يوڅوک د هغه ډوډی خوړنکی وشميرل سی، واجب نه دی د هغه فطره ورکړی. که څه مستحب دی د هغه کسانو فطره چی پسله ماښام او د اختر ورځی تر غرمی د هغه ډوډی خوړنکی وشميرل سی ورکړی.

2047- مسأله: که انسان د يو چا ډوډی خوړنکی وی او د ماښام د مخه د بل چا ډوډی خوړنکی سی فطره ئی پر هغه څوک چی د هغه ډوډی خوړنکی سويدی واجب دی مثلاً که نجلی د ماښام د مخه د ميړه کورته ورسی، ميړه ئی بايد د هغی فطره ورکړی.

2048- مسأله: څوک چی بل چا د هغه فطره بايد ورکړی واجب نه دی د خپل ځان فطره ورکړی بلکه که څوک د بل چا ډوډی خوړنکی وی چی د فقر په خاطر زکات پر هغه نه واجب کيږی پخپله پر هغه د فطری زکات نه دی واجب هر څو غنی وی.

2049- مسأله: که د انسان فطره پر بل څوک واجب وی او هغه فطره ورنکړی پخپله پر انسان واجب نه دی.

2050- مسأله: که څوک چی د هغه فطره پر بل چا واجب دی پخپله خپل فطره ورکړی د هغه چا چی فطره پر هغه واجب سويدی نه ساقط کيږی يعنی بايد ورکړی مګر داچی د هغه څوک په اجازه وی.

2051- مسأله: ښځه چی ميړه ئی د هغی خرڅ نه ورکوی، که د بل چا ډوډی خوړنکی وی، فطره ئی پر هغه واجب دی. او که د بل چا ډوډی خوړنکی نه ده، که فقير نه وی خپله فطره بايد پخپله ورکړی.

2052- مسأله: څوک چی سيد نه وی نسی کولای وسيدته فطره ورکړی حتی که يو سيد د هغه ډوډی خوړنکی وی نسی کولای د هغه فطره وبل سيدته ورکړی.

2053- مسأله: د هغه ماشوم فطره چی د مور يا دايی شيدی خوری، پر هغه څوک دی چی د مور يا دايی خرڅ ورکوی ليکن که مور يا دايه خرڅ د ماشوم د مال څه اخلی د ماشوم فطره پر څوک واجب نه دی.

2054- مسأله: که انسان يو څوک اجير کړی او شرط وکړی چی د هغه خرڅ او مصرف ورکړی (لکه خدمتکار) که په خپل شرط عمل وکړی او د هغه ډوډی خوړنکی وشميرل سی د هغه فطره هم بايد ورکړی ليکن که شرط وکړی چی يو مقدار د هغه خرڅ ورکړی او مثلاً يو مقدار پيسی هم د هغه د نور خرڅ او مصرف د پاره ورکړی، د هغه د فطری ورکول واجب نه دی لکه کاريګران په کارخانو او ملمستونو چی معمولاً کارکونکی کسان خپل ډوډی هلته خوری د هغو فطره پخپله پر هغو دی نه د کار پر خاوند.

2055- مسأله:که څوک د فطر د اختر د شپی د ماښام وروسته مړسی، د هغه او د هغه د کورنی فطری بايد د هغه د مال څه ورکړی، او که د ماښام د مخه مړسی، واجب نه دی د هغه او د هغه د کورنی فطری د هغه د مال څه ورکړی.

د فطری زکات مصرف:

2056- مسأله: که د فطری زکات په يو د هغه اته مصرف چی د مخه د مال د زکات د پاره وويل سو ورسوی کافی دی ليکن احتياط مستحب هغه دی چی فقط وشيعه فقيرانو ته ورکړی.

2057- مسأله: که يو شيعه ماشوم فقير وی، انسان کولای سی فطره د هغه په مصرف ورسوی، يا د ماشوم ولی ته د ورکول په واسطه، د ماشوم ملک کړی.

2058- مسأله: فقير چی فطره هغه ته ورکوی، لازم نه دی عادل وی. ليکن احتياط واجب هغه دی چی هغه څوک ته چی شراب څښی او معلوم داره معصيت کوی فطره ورنکړی.

2059- مسأله: وهغه څوک ته چی فطره په معصيت مصرفوی نبايد فطره ورکړی.

2060- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی يو فقيرته ډير تر يو کال خرڅ د هغه او لږ تر يو صاع چی تقريباً 3 کيلو دی فطره ورنکړی.

2061- مسأله: که د هغه مال چی قيمت ئی د هغه د معمولی قيمت دوه برابر دی مثلاً د اعلا او ښه غنم څه چی قيمت ئی د معمولی غنم د قيمت دوه برابره دی، نيم صاع چی معنی ئی په تيره مسأله وويل سو ورکړی کافی نه دی. او که هغه د فطری د قيمت په نيت هم ورکړی اشکال لری.

2062- مسأله: انسان نسی کولای نيم صاع د يو جنس مثلاً غنم او نيم صاع د بل مال لکه وربشی ورکړی. او که هغه د فطری په نيت هم ورکړی اشکال لری.

2063- مسأله: مستحب دی د فطری د زکات په ورکول، خپل فقير خپلوان پر نورو د مخه ولری او وروسته فقير همسايه ګان، وروسته فقير عالمان، ليکن که نور په يو خاطر ښه وی، مستحب دی هغوته ورکړی.

2064- مسأله: که په دی عقيده چی يو څوک فقير دی هغه ته فطره ورکړی او وروسته معلوم سی چی فقير نه وه يا د مسألی د نه پوهيدل په خاطر وهغه څوک ته چی فقير نه دی فطره ورکړی که هغه مال چی هغه ته ورکړيدی د منځه نه وی تللی کولای سی بيرته ونيسی او مستحق ته ورکړی او که د منځه تللی دی هغه څوک چی هغه شی نيولی دی پوهيدل يا احتمال ورکاوه چی فطره ده بايد د هغه په ځای ورکړی چی مستحق ته ورسوی، او که د فطری په نامه نه دی ورکړی نسی کولای هيڅ شی د هغه څه ونيسی او که د مستحق په پيژندنه تنبلی نه وی کړی مثلاً شرعی دليل (بينه شرعيه) د هغه پر فقر شاهدی ورکړی وی لازم نه دی دوباره د خپل مال څه فطره ورکړی.

2065- مسأله: که څوک ووائی: فقيريم، نه کيږی هغه ته فطره ورکړی، مګر داچی اطمينان پيدا کړی چی فقير دی يا انسان وپوهيږی چی پخوا فقير وه.

د فطری زکات متفرقی مسائل:

2066- مسأله: انسان بايدد فطری زکات د قربت په نيت يعنی د خدای (ج) د فرمان په ځای کول د پاره ورکړی او کله چی هغه ورکوی، د فطری ورکول نيت وکړی.

2067- مسأله: که د رمضان د مياشتی د مخه فطره ورکړی صحيح نه دی او احتياط واجب هغه دی چی د رمضان په مياشت هم فطره ورنکړی او که د رمضان د مياشت د مخه يا د رمضان په مياشت فقيرته پور ورکړی او پسله هغه چی فطره پر هغه واجب سو، خپل پور د فطری په ځای وشميری مانع نه لری.

2068- مسأله: غنم يا بل شی چی د فطری د پاره ورکوی بايد خالص وی او عرفاً د بل شی سره لکه خاوری مخلوط او ګډ نه وی او که يو مقدارخاوره يا بل شی ولری ليکن خلګ هغه خالص وشميری اشکال نلری او دغه شی ښه دی په هغه مقدار ورکړی چی خالص ئی يو صاع وی.

2069- مسأله: که فطری د معيوب يعنی عيب داره شی څه ورکړی کافی نه دی.

2070- مسأله: څوک چی د څو کسو فطری ورکوی، لازم نه دی ټوله د يو جنس ورکړی او که مثلاً د بعضو فطری غنم او د بعضو فطری وربشی ورکړی کافی دی.

2071- مسأله: څوک چی د فطر اختر لمونځ کوی بناپر احتياط واجب فطره بايد د اختر د لمونځ د مخه ورکړی ليکن که د اختر لمونځ نه کوی کولای سی د فطری ورکول تر غرمی پوری وځنډوی.

2072- مسأله: که د فطری په نيت يو مقدار د خپل مال څه جلا کړی او د اختر د ورځی تر غرمی پوری مستحق ته ورنکړی هر وخت هغه ورکوی د فطری نيت وکړی.

2073- مسأله: که کله چی د فطری زکات ورکول واجب دی، فطره ورنکړی او جلا هم نکړی احتياط واجب هغه دی چی وروسته بيله دی چی د اداء او قضا نيت وکړی د قربت په نيت ورکړی.

2074- مسأله: که فطره جلا کړی، نسی کولای هغه د ځان د پاره واخلی او بل مال د فطری د پاره ورکړی.

2075- مسأله: که انسان يو مال ولری چی قيمت ئی تر فطری ډيروی، که فطره ورنکړی او نيت وکړی چی د هغه مال يو مقدار د فطری د پاره وی اشکال لری.

2076- مسأله: که هغه مال چی د فطری د پاره جلا کړيدی د منځه ولاړسی، که فقيرته لاس ئی رسيده او د فطری ورکول ئی ځنډولی دی، بايد د هغه په ځای فطره ورکړی او که فقيرته لاس ئی نرسيده ضامن نه دی.

2077- مسأله: که په خپل ځای ئی مستحق پيدا سی، احتياط واجب هغه دی چی فطری بل ځای ته يو نسی، او که بل ځای ته يوسی او د منځه ولاړسی بايد د هغه په ځای ورکړی.