صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د دفاع مسائل:

2118- مسأله: که دشمن د مسلمانانو پر هيوادو او سرحداتو يرغل وکړی، پر ټولو مسلمانانو د هغه دفاع په هر وسيله چی امکان ولری واجب دی: د ځان او مال په ورکول او بخښل او دغه کار د جامع الشرائط مجتهد په اجازه احتياج نسته.

2119- مسأله: که مسلمانان وبيريږی چی پرديو د مسلمانانو د هيوادو د پلاس راوړل نقشی کښلی دی څه بی واسطه يا په واسطه د خپل کسانو او عمال د ننه يا بهر واجب دی په هر وسيله چی امکان ولری د اسلامی هيوادو څه دفاع وکړی.

2120- مسأله: که د اسلامی هيواد په داخل د پرديو له خوا نقشی کښل سوی وی چی د هغه بيره وی چی اسلامی هيوادونه تر لاس لاندی کړی، په هر وسيله چی ممکن دی پر مسلمانانو واجب دی، د هغو نقشی د منځه يوسی، او د هغو د نفوذ او لاس وهنی څه مخ نيوی وکړی.

2121- مسأله: که د پرديو د تجاری، اقتصادی او سياسی نفوذ په واسطه د هغه بيره وی چی د مسلمانانو هيوادونه تر لاس لاندی کړی، دفاع او د پرديو د مزدورانو مخ نيوی په هر ډول چی ممکن دی پر مسلمانانو واجب دی. څه داخلی عمال وی يا بهرنی.

2122- مسأله: که د اسلامی او پردی دولتو د سياسی رابطی په منځ، هغه بيره وی چی پردی پر اسلامی هيوادو تسلط پيدا کوی اوتر لاس لاندی کوی که څه هم سياسی او اقتصادی تسلط وی، پر مسلمانانو لازم دی چی په داسی رابطی مخالفت وکړی او اسلامی دولتونه مجبور کړی چی داسی رابطی قطع کړی.

2123- مسأله: که د پرديو په تجاری رابطی د هغه بيره ده چی د مسلمانانو بازارته اقتصادی تاوان رسيږی او د تجاری او اقتصادی اسارت سبب يعنی تر لاس لاندی کيږی، د داسی رابطی قطع کول واجب دی او داسی تجارت حرام دی.

2124- مسأله: که د اسلامی او پردی هيوادو په منځ  د رابطی قراراداد څه سياسی او څه تجاری د اسلام او مسلمانانو په صلاح او مصلحت نه وی داسی رابطی جايز نه دی، او که يو دولت دغه رابطه ونيسی، پر نورو اسلامی دولتو واجب دی چی هغه مجبور کړی خپل رابطه په هر ډول چی ممکن دی قطع کړی.

2125- مسأله: که د اسلامی هيوادو بعضی رئيسان او بعضی مسئولين د پرديو د نفوذ د پر اختيا سبب سی څه سياسی يا اقتصادی يا نظامی (عسکری) نفوذ چی داسلام او مسلمانانو په صلاح او مصلحت نه دی، ددغه خيانيت په واسطه، د هغه مقام چی لری هر مقام چی وی برکنار او ايسته دی. که فرض او ګمان وسی چی دهغه مقام درلودل په حق وه، او پر مسلمانانو لازم دی په هر ډول چی ممکن سی هغو د شرعی قاعدی او اصول په مراعت مجازات او جزا ورکړی.

2126- مسأله: د بعضی دولتو سره چی د لوی او ظالم دولتو د لاس آلت او وسيله دی لکه د اسرائيل دولت تجاری او سياسی رابطی جايز نه دی. او پر مسلمانانو لازم دی چی په هر ډول ممکن وی د داسی رابطی سره مخالفت وکړی، او هغه تجاران چی و اسرائيل او د اسرائيل د عمال او مزدورانو سره تجارتی رابطی لری، په اسلام او مسلمانانو خائن او د اسلام د احکامو په ورانول مرسته کوونکی دی، او پر مسلمانانو لازم دی چی د دغو خيانت کارانو سره څه دولت او څه تجار وی قطع رابطه يعنی خپل ارتباط قطع کړی، او هغو مجبور کړی چی د داسی دولتو سره رابطه ونلری او رابطی قطع کړی.