صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د اجاری احکام:

2249- مسأله: اجاره ورکونکی او هغه څوک چی يو شی اجاره کوی بايد مکلف او عاقل وی، اوپه خپل اختيار اجاره وکړی او هم بايد په خپل مال د تصرف حق ولری، نو يو ناپوه او بی عقل چی خپل مال په بی ګټه کارو مصرفوی ځکه چی حق نلری په خپل مال تصرف وکړی که يو شی اجاره ورکړی صحيح نه دی مګر داچی د هغه ولی اجاره ورکړی. بلکه د هغه بيله اجازه نسی کولای د بل چا اجير سی.

2250- مسأله: انسان کولای سی د بل چا له خوا وکيل سی او د هغه مال اجاره ورکړی يا يو مال د هغه د پاره اجاره کړی.

2251- مسأله: که دماشوم قيم يا ولی د هغه مال اجاره ورکړی، يا پخپله هغه د بل چا اجير کړی اشکال نلری. ليکن که يو مدت د هغه و بالغيدل زمان د اجاری د مدت برخه قرار ورکړی، پسله هغه چی ماشوم بالغ سو، پاته اجاره نسی کولای د مال په نسبت د منځه يوسی، ليکن نسبت پخپله د هغه په اجاره پسله هغه چی بالغ سو د هغه بيله اجازه، اجاره صحيح نه دی اشکال لری ليکن که داسی وه چی که يو مدت د ماشوم د بالغيدل زمان د اجاری د مدت برخه نه وای کړی د ماشوم د لازم الرعايی په مصلحت او صلاح نه ؤ، اجاره صحيح دی او ماشوم چی بالغ سويدی نسی کولای اجاره فسخ او باطل کړی.

2252- مسأله: صغير ماشوم چی ولی نلری د جامع الشرائط مجتهد بيله اجازه نه کيږی اجير کړی، او څوک چی د جامع الشرائط مجتهد څه ليری دی، کولای سی د يو مؤمن نفر چی عادل وی، اجازه ونيسی او هغه اجير کړی که د هغه اجير کول د هغه په خير او صلاح وی.

2253- مسأله: اجاره ورکونکی (مؤجر) او اجاره کوونکی (مستأجر) لازم نه دی عربی صيغه ووائی بلکه که مالک يو چاته ووائی: خپل ملک می تاته اجاره ورکړ، او هغه ووائی: قبول می کړ، اجاره صحيح دی. او هم که خبری ونکړی او مالک په دی نيت چی ملک اجاره ورکړی، هغه مستأجر ته ورکړی او هغه هم د اجاری په نيت ونيسی اجاره صحيح دی.

2254- مسأله: که انسان بيله صيغه ويل وغواړی د يو کار د پاره اجير سی چی د اجاری په عنوان او نامه په هغه کار مشغول سی يا ځان د مؤجر په اختيار قرار ورکړی اجاره صحيح دی.

2255- مسأله: څوک چی نسی کولای خبری وکړی، که په اشاره پوه کړی چی ملک اجاره ورکړيدی يا اجاره کړی دی صحيح دی.

2256- مسأله: که کور يا دکان يا يوه خونه اجاره کړی او د ملک خاوند دهغه سره شرط وکړی چی فقط هغه پخپله د هغو څه ګټه واخلی يا اجاره منصرف او مربوط په دغه معنی وی، مستأجر نسی کولای هغه بل يوته په اجاره ورکړی او که شرط ونکړی او منصرف په دغه معنی نه وی کولای سی هغه بل يوته په اجاره ورکړی. ليکن که وغواړی په ډير تر هغه مقدار چی اجاره کړيدی هغه اجاره ورکړی، بايد په هغه کی، يو کار لکه بنايی يا ګچ کاری کړی وی يا په بيله هغه جنس چی اجاره کړيدی هغه اجاره ورکړی مثلاً که په پيسی اجاره کړيدی په غنم يا بل شی اجاره ورکړی.

2257- مسأله: که اجير د انسان سره شرط وکړی چی فقط پخپله د هغه د پاره کار وکړی يا اجاره منصرف په دغه معنی وی نه کيږی هغه بل چاته په اجاره ورکړی، او که شرط ونکړی، که هغه په يو شی چی د هغه اجرت او معاش قرار ورکړيدی اجاره ورکړی، نبايد ډير ونيسی او که په بل شی اجاره ورکړی، کولای سی ډير ونيسی.

2258- مسأله: که يو نفر بيله کور، دکان او خونه بل شی د يو چا څه اجاره کړی، لکه داچی مځکه اجاره کړی او مالک د هغه سره شرط ونکړی چی فقط پخپله دهغه څه ګټه واخلی، مستأجر کولای سی اجاره سوی ځای په هر قيمت چی وغواړی وبل چاته په اجاره ورکړی، هر څو د دغه اجاری قيمت د مخنی اجاری د قيمت څه ډيروی او احتياط واجب په ژرنده او بيړی هم دغه دی چی ګران تر هغه څه چی اجاره کړيدی بل چاته اجاره ورنکړی.

2259- مسأله: که يو کور يا دکان مثلاً يو کال په سل تومان اجاره کړی او د هغه د نيمی څه پخپله ګټه واخلی، کولای سی بل نيمی ئی په سل تومان يا لږ اجاره ورکړی، ليکن که وغواړی د هغه نيم په ډير تر هغه مقدار چی اجاره کړيدی مثلاً  په سل و شل تومان اجاره ورکړی، بايد په هغه کی، يو کار لکه بنايی کړی وی يا په بيله هغه جنس چی اجاره کړيدی اجاره ورکړی.

د هغه مال شرايط چی هغه اجاره ورکوی:

2260- مسأله: هغه مال چی اجاره ورکوی بايد څو شرط ولری:

لومړی: معلوم او ټاکلی وی، نوکه ووائی: د خپل کورو يو کور می اجاره ورکړ، صحيح نه دی ليکن که هغه کورونه لکه هم او سره يوشی وی او ډير اختلاف مربوط په اجاره ونلری اجاره صحيح دی.

دوهم: مستأجر هغه ووينی، يا هغه څوک چی هغه اجاره ورکوی داسی د هغه خصوصيات او څرنګه توب بيان کړی چی صحيح معلوم وی.

دريم: تحويل ورکول دهغه ممکن وی، نو اجاره ورکول د هغه آس چی تښتيدلی دی باطل دی.

څلورم: هغه جنس د ګټه اخيستل په واسطه د منځه ولاړنسی، نو د ډوډی، ميوی او نور خوړنکی شيان اجاره ورکول صحيح نه دی.

پنځم: هغه ګټه چی مال د هغه د پاره اجاره ورکړيدی ممکن وی، نو د مځکی اجاره ورکول د کرهنی د پاره د باران اوبه هغه ته کافی او بس نه وی او په وياله او رود هم اوبه نسی صحيح نه دی.

شپږم: هغه شی چی اجاره ورکوی پخپله د هغه مال وی، او که د بل چا مال اجاره ورکړی، په هغه صورت صحيح دی چی خاوند ئی راضی وی.

2261- مسأله: د ونی اجاره ورکول د هغه د پاره چی دهغه د ميوی څه ګټه واخلی اشکال نلری.

2262- مسأله: ښځه کولای سی د هغه د پاره چی د خپل شيدی څه ګټه واخلی اجيره سی او لازم نه دی چی د خپل ميړه څه اجازه واخلی، ليکن که د شيدی ورکول په واسطه، دميړه حق د منځه ولاړسی، بيله اجازه د هغه نسی کولای اجيره سی.

د هغه ګټی شرايط چی مال دهغه د پاره اجاره ورکوی:

2263- مسأله: هغه ګټه چی مال د هغه دپاره اجاره ورکوی بايد څلور شرط ولری:

لومړی: حلال وی، بناپردی د دکان اجاره ورکول د شراب خرڅول او شراب ساتل د پاره او د موټر کرايه ورکول د شراب دوړل او راوړل د پاره باطل دی.

دوهم: پيسی ورکول د هغه ګټی د پاره، د خلګو په نظر بيهوده نه وی.

دريم: که هغه شی چی اجاره ورکوی څو ګټی لری، بايد هغه ګټه چی مستأجر ځينی وړی معلوم کړی مثلاً هغه حيوان چی د سپريدل د پاره دی او بار هم وړی اجاره ورکړی د اجاری په وخت بايد معلوم کړی سپريدل ئی يا بار وړل ئی د مستأجر حق دی يا ټوله ګټی ئی.

څلورم: د ګټی مدت وټاکی او معلوم کړی او که مدت معلوم نه وی ليکن عمل معلوم وی مثلاً خياط ټاکلی کالی په مخصوص ډول وګنډی کافی دی.

2264- مسأله: که د اجاری د مدت ابتدا او شروع معلوم نکړی، ابتدا د هغه د اجاری د صيغی د ويل وروسته دی.

2265- مسأله: که يو کور مثلاً يو کال په اجاره ورکړی او د هغه ابتدا يوه مياشت د صيغی د ويل وروسته قرار ورکړی صحيح دی، که څه هم هغه وخت چی صيغه وائی د بل چا په اجاره وی.

2266- مسأله: که د اجاری مدت معلوم نکړی او ووائی هر وخت په کور کښينستی اجاره ئی هره مياشت (100) سل تومان دی اجاره صحيح ده، او د لومړی مياشت په نسبت اجاره ده او په نور مياشتو شرط په اجاره کی سته او دغه مقدار جهالت په اجاره مانع نلری اوهم که ومستأجرته ووائی: کور يوه مياشت په زر تومان وتاته په اجاره درکوم او هر څو مره ډير پاته سی په دغه قيمت دی.

2267- مسأله: هغه کور چی مسافرين او زوار (هغه کسان چی زيارت کوی) په هغه کی څو ورځی هستوګنه کوی اومعلوم نه دی څو مره په هغه کی پاته سی که قرار کښيږدی چی مثلاً هره شپه سل تومان ورکړی او د کور خاوند راضی سی ګټه اخيستل د هغه کور څه اشکال نلری او اجاره صحيح ده او د کور خاوند نسی کولای هغو وباسی مګر ډير تر معمول پاته سی.

د اجاری متفرقی مسائل:

2268- مسأله: هغه مال چی مستأجر د اجاری د پاره ورکوی بايد معلوم وی. نوکه د هغه شيانو دی چی لکه غنم په وزن معامله کيږی، د هغه وزن بايد معلوم وی او که د هغه شيانو دی چی لکه هګی يا لوټ په شمير معلوميږی بايد شميرئی معلوم وی او که لکه آس او پسه دی اجاره ورکونکی بايد هغه ووينی، يا مستأجر د هغه خصوصيات هغه ته ووائی.

2269- مسأله: که يوه مځکه د وربشی يا غنم يا بل محصول دکرل د پاره اجاره ورکړی او مال الاجاره د هغه مځکی د محصول څه قرار ورکړی اجاره صحيح نه ده.

2270- مسأله: څوک چی يو شی اجاره ورکړيدی تر څو هغه شی تحويل ورنکړی د اجاره اخيستل حق نلری، او هم که د يو کار د پاره اجير سوی وی، د کار د مخه د اجرت نيول حق نلری. مګر داچی د شرط خلاف وسی او يا هغه ډول چی معمول وی.

2271- مسأله: هر وخت يو شی چی اجاره ورکړيدی تحويل ورکړی، که څه هم مستأجر تحويل ونه نيسی يا تحويل ونيسی او د اجاری د مدت تر پای د هغه څه ګټه ونکړی، د هغه مال الاجاره بايد ورکړی.

2272- مسأله: که انسان اجير سی چی په يوه ټاکلی ورځ يو کار کوی او په هغه ورځ د هغه کار د پاره حاضر سی، که هغه څوک چی هغه اجير کړيدی هغه ته مراجعه ونکړی، بايد د هغه اجرت ورکړی مثلاً که يو خياط په يوه ټاکلی ورځ د کالی ګنډل د پاره اجير کړی او خياط په هغه ورځ کارته حاضروی که څه هم ټکر هغه ته ورنکړی چی وګنډی، بايد د هغه اجرت ورکړی څه خياط بيکار وی، څه د ځان يا د بل د پاره کار وکړی.

2273- مسأله: که د اجاری د مدت د پای ته درسيدلی وروسته معلوم سی چی اجاره باطله وه، مستأجر بايد د معمولی قيمت په مقدار مال الاجاره د ملک وخاوندته ورکړی، مثلاً که يو کور يو کال په زر تومان  اجاره کړی وروسته وپوهيږی اجاره باطله وه، که د هغه کور اجاره معمولاً پنځه سوه تومان دی لازم نه دی ډير تر پنځه سوه تومان ورکړی او هم که د اجاری د مدت د يو مقدار تيريدل وروسته معلوم سی چی اجاره باطله وه، بايد دهغه مدت اجاره په معمول مقدار د کور خاوندته ورکړی.

2274- مسأله: که هغه شی چی اجاره کړيدی د منځه ولاړسی، که د هغه په ساتل ټنبلی نه دی کړی او د هغه څه ډيره ګټه نه دی کړی ضامن نه دی. مثلاً ټکر چی خياط ته ورکړيدی د منځه ولاړسی يا په اور وسوځی که خياط بی احتياطی نه دی کړی او د هغه په ساتل هم ټنبلی نه دی کړی، واجب نه دی د هغه عوض ورکړی.

2275- مسأله: که صنعتګر هغه شی چی نيولی دی ضايع او د منځه يوسی، ضامن دی.

2276- مسأله: که قصاب د يو حيوان سر پری کړی او هغه حرام کړی څه په پيسی، څه موت سر پری کړی وی، بايد قيمت ئی د هغه وخاوند ته ورکړی.

2277- مسأله: که يو حيوان اجاره کړی اومعلوم کړی چی څو مره بار پر هغه کښيږدی، که ډير تر هغه مقدار بار کړی او هغه حيوان مړسی يا معيوب سی ضامن دی. او هم که د بار مقدار ټاکلی نه وی او ډير تر معمول بار کړی او حيوان مړسی، يا معيوب سی ضامن دی او د اضافه مقدار اجرت هم پورور دی.

2278- مسأله: که يو حيوان د ماتيدونکی بار د وړل د پاره اجاره ورکړی که هغه حيوان وښويږی يا تور وخوری او بار مات کړی، د حيوان خاوند ضامن نه دی. ليکن که د وهل او لکه هغه په واسطه يو کار وکړی چی حيوان غزار سی او بار مات سی ضامن دی.

2279- مسأله: که يو څوک يو ماشوم سنت کړی او تاوان هغه ماشوم ته ورسيږی، يا مړسی که ډير تر معمول پری کړی وی ضامن دی او که متخصص وه او ډير تر معمول نه وی پری کړی ضامن نه دی، اما که د تاوان درلودل او تاوان نه درلودل تشخيص هم د هغه پر غاړه ايښی وی جراح ضامن دی.

2280- مسأله: که ډاکتر په خپل لاس ناروغ ته دوا ورکړی يا پيچکاری وکړی، يا د طبابت په نامه د ناروغ د پاره نسخه وليکی يا دستور ورکړی او ناروغ دوا وخوری، که په خپل طبابت او معالجه خطا وکړی او ناروغ ته تاوان ورسيږی يا مړسی، ډاکتر ضامن دی. ليکن که د طبابت او معالجی په مقام نه وی بلکه د ډاکتری نظريی په نامه په کتاب وليکی يا ووائی هغه دوا د هغه مرض د پاره ښه دی او ګټه لری او د دوا خوړل په واسطه ناروغ ته تاوان ورسيږی يا مړسی ډاکتر ضامن نه دی.

2281- مسأله: که ډاکتر وناروغ يا ولی ته ئی ووائی چی که تاوان و ناروغ ته ورسيږی ضامن نه وی که خپل احتياط او کوښښ وکړی او ناروغ ته تاوان ورسيږی، يا مړ سی، ډاکتر ضامن نه دی.

2282- مسأله: مستأجر او هغه څوک چی يو شی اجاره ورکړيدی د يو او بل په رضايت معامله فسخ او باطل کړی او هم که په اجاره شرط وکړی چی هر دواړه يا يو د هغو د معاملی د باطلول حق ولری، کولای سی د قرارداد په مطابق اجاره فسخ کړی.

2283- مسأله: که اجاره ورکونکی، يا مستأجر وپوهيږی چی مغبون سويدی، که د صيغی دويل په وخت ملتفت او پام ئی نه وی چی مغبون دی کولای سی اجاره فسخ کړی، ليکن که د اجاری په صيغه شرط وکړی چی که مغبون هم وی د معاملی د فسخ کول حق ونلری، نسی کولای اجاره باطل کړی.

2284- مسأله: که يو شی اجاره ورکړی او د مخه تر هغه چی تحويل ورکړی، يا يو څوک هغه غصب کړی، مستأجر کولای سی اجاره فسح کړی او هغه شی چی واجازه ورکونکی ته ورکړيدی بيرته ونيسی، يا اجاره فسخ ونکړی ليکن د هغه مدت اجاره چی د غصب کونکی په تصرف او تر لاس لاندی وه په معمول اندازه د هغه څه ونيسی، نوکه يوحيوان يوه مياشت په زر تومان اجاره کړی او يو څوک لس ورځی هغه غصب کړی او د هغه د لس ورځی معمول اجاره يو زر و پنځه سوه تومان وی کولای سی يو زر و پنځه سوه تومان د غصب کونکی څه ونيسی.

2285- مسأله: که هغه شی چی اجاره کړيدی تحويل ونيسی، او وروسته بل يو هغه غصب کړی، نسی کولای اجاره فسخ کړی او فقط حق لری د هغه شی کرايه په معمول مقدار د غصب کونکی څه ونيسی.

2286- مسأله: که د مخه تر هغه چی د اجاری مدت پای ته ورسيږی، ملک پر مستأجر خرڅ کړی اجاره د منځه نه ځی او مستأجر بايد مال الاجاره و خرڅونکی ته ورکړی او همدا ډول دی که هغه پر بل يو خرڅ کړی.

2287- مسأله: که د اجاری د مدت د شروع د مخه ملک داسی خراپ اوونړيږی چی هيڅ د ګټی وړ نه وی يا د هغه ګټی وړ چی شرط کړيدی نه وی، اجاره باطل کيږی. او هغه پيسی چی مستأجر و مؤجرته ورکړيدی، هغه ته بيرته ورکول کيږی، بلکه که داسی وی چی کولای سی مختصراً او لږ ګټه هم د هغه څه يوسی، کولای سی اجاره فسخ کړی.

2288- مسأله: که يو ملک اجاره کړی او د اجاری د مدت د يو مقدار تيريدل وروسته داسی خراپ سی چی هيڅ د ګټی وړ نه وی، يا دهغه ګټی وړ چی شرط کړيدی نه وی د هغه مدت اجاره چی پاته دی باطل کيږی، او همدا ډول دی که مختصر ګټه هم وکولای سی د هغه څه يوسی، او کولای سی د ټول مدت اجاره د منځه يوسی او نسبت په هغه مقدار چی ګټه اخيستی دی اجرت المثل ورکړی.

2289- مسأله: که يو کور چی مثلاً دوی خونی لری اجاره ورکړی او يوه خونه ئی خراپ سی که سمدستی هغه جوړ کړی او د هغه دګټی څه هيڅ مقدار د منځه ولاړ نسی اجاره نه باطل کيږی او مستأجر هم نسی کولای اجاره فسخ کړی. ليکن که ورانول ئی يو مقدار وځنډيږی چی د مستأجر يو مقدار ګټه د منځه ولاړسی، اجاره په هغه مقدار باطل کيږی (او مستأجر کولای سی ټوله اجاره د منځه يوسی او نسبت په هغه څه چی ګټه کړيدی اجرت المثل ورکړی).

2290- مسأله: که اجاره ورکونکی يا مستأجر مړسی، اجاره نه باطل کيږی ليکن که شرط کړيدی چی مستأجر پخپله د هغه ملک څه ګټه واخلی نه بل څوک، د ملک خاوند حق لری پاته مدت فسخ کړی او که کور د اجاره ورکونکی مال نه وی مثلاً بل څوک وصيت کړی وی چی تر څو هغه ژوندی دی که د کور منفعت او ګټه د هغه وی که هغه کور اجاره ورکړی او داجاری د مدت د پای ته رسيدل د مخه مړسی، د هغه وخت چی مړ سويدی اجاره باطله ده.

2291- مسأله: که د کار خاوند بنا وکيل کړی چی د هغه د پاره مزدور او کاريګر ونيسی که بنا لږ تر هغه مقدار چی د کار د خاوند څه نيسی وکاريګرته ورکړی اضافه ئی پر هغه حرام دی او هغه بايد د کار وخاوندته ورکړی. ليکن که اجير سی چی د کور بنايی پای ته ورسوی او اختيار ولری چی پخپله جوړ کړی، يا وبل ته ورکړی که لږ تر هغه مقدار چی اجير سويدی وبل ته ورکړی او هغه پخپله هم يو کار چی ارزښت لری وکړی اضافه ئی پر هغه حلال دی.

2292- مسأله: که رنګريز ووائی چی ټکر په نيل رنګوم، که په بل رنګ هغه ټکر رنګ کړی حق نلری هيڅ شی ونيسی بلکه که د ټکر د ارزانی او خراپی سبب سی ضامن دی.