صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د جُعالی احکام:

2293- مسأله: جعاله هغه دی چی انسان قرار کښيږدی د هغه کار په مقابل چی د هغه د پاره کوی ټاکلی او معلوم مال ورکړی، مثلاً ووائی هر څوک زما ورک سوی پيدا کړی، لس تومان هغه ته ورکوم او وهغه څوک ته چی دغه قرار ايږدی جاعل او وهغه څوک ته چی کار کوی عامل وائی، او د جعالی او هغه څوک چی د يو کار د پاره اجير کيږی په منځ توپير، دا دی چی په اجاره د صيغی د ويل وروسته، اجير بايد هغه کار وکړی او هغه څوک هم چی هغه اجير کړيدی د هغه اجرت ورکړی، ليکن په جعاله که څه هم عامل ټاکلی شخص وی کولای سی په عمل مشغول نسی او تر څو هغه عمل په ځای نکړی جاعل نه پورور کيږی.

2294- مسأله: جاعل بايد بالغ او عاقل وی او د قصد او اختيار لرويه قرارداد وکړی او شرعاً وکولای سی په خپل مال تصرف وکړی، بناپر دی د ناپوه او بی عقل انسان جعاله چی خپل مال په بی ګټه کارو مصرفوی صحيح نه دی.

2295- مسأله: هغه کار چی جاعل وائی دهغه د پاره وکړی بايد حرام نه وی، او هم بايدبی ګټه نه وی داسی چی عقلايی او عقلی قصد په هغه تعلق نه وی نيولی، يا د هغه واجبات چی شرعاً لازم دی مجاناً راوړل سی نه وی مګر په هغه ځای چی يو عقلايی قصد نسبت په جاعل په هغه موجود وی نوکه ووائی هر څوک شراب وخوری يا شپه په تاريکه ځای ولاړسی لس تومان هغه ته ورکوم، جعاله نده صحيح.

2296- مسأله: که هغه مال چی ورکوی وټاکی او معلوم کړی مثلاً ووائی هر څوک زما آس پيدا کړی، دغه غنم هغه ته ورکوم، لازم نه دی ووائی هغه ځای د کم ځای مال دی او قيمت ئی څومره دی. ليکن که مال معلوم نکړی مثلاً ووائی څوک چی زما آس پيدا کړی لس من غنم ورکوم، بناپر احتياط واجب بايد د هغه خصوصيات کامل معلوم کړی.

2297- مسأله: جاعل که يو معلوم شی د کار د پاره ونه ټاکی، مثلاً ووائی هر څوک زما زوی پيدا کړی پيسی يا زيری هغه ته ورکوم او د هغه مقدار معلوم نکړی جعاله نده صحيح ليکن که څوک هغه کار وکړی، د هغه اجرت بايد په هغه مقدار چی کارئی د خلګو په نظر ارزی ورکړی.

2298- مسأله: عامل که د قرارداد د مخه کار کړی وی، يا پسله قرارداد په دی قصد چی پيسی ونه نيسی وکړی، د پيسی حق نلری.

2299- مسأله: د مخه تر هغه چی عامل شروع په کار وکړی، جاعل کولای سی جعاله باطل او فسخ کړی.

2300- مسأله: پسله هغه چی عامل شروع په کار وکړ، که جاعل وغواړی جعاله فسخ کړی اشکال لری.

2301- مسأله: عامل کولای سی عمل ناتمام پريږدی، ليکن که دکار پای ته نه رسول د جاعل د تاوان سبب سی، بايد هغه پای ته ورسوی مثلاً که يو څوک ووائی زما سترګی هر څوک عمليات وکړی يو مقدار پيسی هغه ته ورکوم او جراح ډاکتر شروع په عمليات وکړی، که داسی وی چی که عمليات پای ته ونه رسوی، سترګی معيوب کيږی، بايد هغه پای ته ورسوی، او که ناتمام پريږدی، هيڅ حق پر جاعل نلری. او د هغه عيب چی حاصل کيږی ضامن هم دی.

2302- مسأله: عامل که کار ناتمام پريږدی، که هغه کار لکه د آس پيدا کول دی چی تر څو پای ته ونه رسيږی، د جاعل د پاره ګټه نلری عامل نسی کولای شی وغواړی، او همدا ډول دی که جاعل د عمل د پای ته رسيدل دپاره اجرت او معاش قرار کښيږدی مثلاً ووائی هر څوک زما کالی وګنډی لس تومان هغه ته ورکوم. ليکن که مقصدئی داوی چی هر مقدار کار وسی دهغه مقدار اجرت ورکړی، جاعل بايد هغه مقدار کار چی سويدی اجرت وعامل ته ورکړی، که څه احتياط دا دی چی د مصالحی په ډول يو او بل راضی کړی.