صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د حواله ورکول احکام:

2366- مسأله: پورور کولای سی دخپل پور غوښتونکی سره توافق وکړی چی پور غوښتونکی خپل پور د بل چا څه ونيسی او دغه عقدته حواله وائی او پور غوښتونکی او پورور هر دواړه بايد په دغه کار راضی وی او د حوالی د تحقق وروسته هغه څوک چی پر هغه حواله سويدی پورور کيږی او پورور فقط کولای سی خپل پور د هغه څه ونيسی او حق نلری د لومړنی پورور څه ونيسی.

2367- مسأله: پورور او پور غوښتونکی او هغه څوک چی حواله پر سويدی، که قبول ئی هم معتبر وی بايد مکلف او عاقل وی او څوک هغه مجبور کړی نه وی، او هم بايدبی عقل نه وی، يعنی خپل مال په بيهوده او بی ګټه کارو مصرف نکړی. او هم که جامع الشرائط مجتهد يو څوک د مفلسی او ناداری په واسطه په خپل مالو د تصرف څه مخ نيوی کړی وی نه کيږی هغه ته حواله ورکړی چی خپل پور د بل چا څه ونيسی، او پخپله هم نسی کولای يو چاته حواله ورکړی، ليکن که پر يو چا حواله ورکړی چی د هغه پورور نه دی اشکال نلری اوهم په دغه صورت که حواله ورکونکی بی عقل هم وی اشکال نلری.

2368- مسأله: که پر يو څوک حواله ورکړی چی پورور دی احتياط واجب هغه دی چی حواله د هغه په رضايت او قبول وی، ليکن حواله ورکول پر هغه څوک چی پورور نه دی هغه وخت صحيح دی چی هغه قبول کړی. او هم که انسان وغواړی وهغه چاته چی يو جنس پورور دی، بل جنس حواله ورکړی، مثلاً وهغه چاته چی وربشی پورور دی غنم حواله ورکړی، تر څو هغه قبول نکړی حواله صحيح نه دی.

2369- مسأله: کله چی انسان حواله ورکوی بايد قرض داره وی نو که وغواړی د يو چا څه پور وکړی تر څو د هغه څه پور نکړی او د هغه پور ورنسی که د هغه حواله پر يو چا ورکړی چی هغه څه چی وروسته پور ورکوی د هغه نفره څه ونيسی حواله صحيح نه دی.

2370- مسأله: حواله ورکونکی او پور غوښتونکی د حوالی مقدار او د هغه جنس بايد معلوم کړی نو که مثلاً لس من غنم او سل تومان پيسی د يو نفر قرض داره وی او هغه ته ووائی خپل يو پور د دوه پورو د يو چا څه ونيسی او هغه معلوم نکړی حواله صحيح نه دی.

2371- مسأله: که پور صحيح معلوم وی ليکن پورور او پور غوښتونکی د حواله ورکولی په وخت د هغه مقدار يا د هغه جنس ونه پوهيږی حواله صحيح دی. مثلاً که د يو چا پور په کتاب ليکلی وی او د کتاب د ليدل د مخه، حواله ورکړی او وروسته کتاب ووينی او پور غوښتونکی ته د هغه د پور مقدار ووائی، حواله صحيح دی.

2372- مسأله: پور غوښتونکی کولای سی حواله قبول نکړی، که څه هغه څوک چی وهغه ته حواله سويدی فقير نه وی او د حوالی په ورکول هم ټنبلی ونکړی.

2373- مسأله: که پر يو چا حواله ورکړی چی پورور نه دی، که هغه حواله قبول کړی، د حوالی د ورکول د مخه نسی کولای د حوالی مقدار د حواله ورکونکی څه ونيسی او که پور غوښتونکی خپل پور په لږ مقدار صلح کړی، هغه څوک چی حواله قبول کړيدی نسی کولای ډير د ورکړ سوی مقدار د حواله ورکونکی څه وغواړی.

2374- مسأله: پسله هغه چی حواله جوړه سوه، حواله ورکونکی او هغه څوک چی پر هغه حواله سويدی، نسی کولای حواله فسخ او باطل کړی، او هغه څوک چی پر هغه حواله سويدی د حوالی په وخت فقير نه وی يعنی بيله هغه شيان چی په پور مستثنی او ماسوا دی نور مال ولری چی وکولای سی هغه حواله ورکړی که څه هم وروسته فقير سی، پور غوښتونکی نسی کولای حواله د منځه يوسی او همدا ډول دی که د حوالی په وخت فقير وی او پور غوښتونکی وپوهيږی فقير دی، ليکن که ونه پوهيږی فقير دی او وروسته وپوهيږی که څه هم هغه وخت د مال خاوند سوی وی، پور غوښتونکی کولای سی حواله باطل کړی او خپل پور د حواله ورکونکی څه ونيسی.

2375- مسأله: که پورور، پور غوښتونکی او هغه څوک چی پر هغه حواله سويدی، يا يو د هغو دځان د پاره د حوالی د باطلول حق ورکړی وی، د هغه قرارداد مطابق چی کړيدی، کولای سی حواله فسخ او د منځه يوسی.

2376- مسأله: که حواله ورکونکی پخپله د پور غوښتونکی پور، ورکړی که د هغه څوک په خواهش چی پر هغه حواله سويدی غاړه ئی خلاصيږی او کولای سی هغه شی چی ورکړيدی د هغه څه ونيسی. او که بيله خواهش د هغه ورکړيدی او قصدئی داوه چی د هغه عوض ونه نيسی، نسی کولای يو شی چی ورکړيدی د هغه څه ونيسی.