صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د کفالت احکام:

2401- مسأله: که يو څوک پر بل نفر يو حق ولری (لکه پور يا قصاص يا ديه يا يو بل حق) يا د يو حق دعوی وکړی چی دعوی ئی په محکمه کی د طرح او بيان وړ وی او د ثبوت امکان ولری، که انسان ضامن سی چی مدعی يا د حق خاوند، متهم شخص ايله او آزاد کړی او هر وخت هغه وغوښت د هغه په لاس وسپاری دغه قرارداد ته (کفالت) او هغه څوک چی د دغه کار ضامن کيږی (کفيل) وائی.

2402- مسأله: کفالت هغه وخت صحيح دی چی کفيل په هره ژبه که څه هم عربی نه وی يا په يوعمل مدعی پوه کړی چی زه ضامن يم هر وخت متهم وغواړی ستا په لاس درکم او مدعی هم قبول کړی.

2403- مسأله: کفيل بايد مکلف او عاقل وی او هغه په کفالت مجبور کړی نه وی او وکولای سی هغه څوک چی د هغه وکيل سوی دی حاضر کړی.

2404- مسأله: يو د اته شيان، کفالت د منځه وړی:

لومړی: کفيل متهم د مدعی په لاس ورکړی.

دوهم: د مدعی حق ورکړسی.

دريم: مدعی د خپل حق څه تير سی.

څلورم: متهم مړ سی.

پنځم: مدعی کفيل د کفالت څه آزاد کړی.

شپږم: کفيل مړسی.

اووم: څوک چی د حق خاوند دی د حوالی په وسيله يا بل ډول خپل حق بل چاته واګذار او وسپاری.

اتم: داچی کفيل ونسی کولای پسله کفالت هغه څوک چی د هغه کفيل سويدی حاضر کړی.

2405- مسأله: که يو څوک په زور، متهم د مدعی د لاس ايله کړی، بايد هغه يا د مدعی په لاس وسپاری يا د مدعی حق ادا کړی.

2406- مسأله: په کفالت د هغه څوک رضايت چی حق د هغه پر غاړه دی لازم نه دی بناپر دی د پورور رضايت شرط نه دی.

2407- مسأله: کفيل که ونسی کولای متهم په ټاکلی وخت تحويل ورکړی او پور غوښتونکی ئی خپل حق د هغه څه ونيسی که کفالت د پورور اجازه وی حق لری هغه څه چی د پور په ځای ورکړی دی د هغه څه ونيسی ليکن که کفالت د هغه په اجازه نه وه حق نلری چی دهغه څه ونيسی.