صفحه اصلي
ژوند ليک
د توضيح المسائل رساله
ليکل سوی کتابونه
شرعی دستورات
پيغامونه
د معظم له د زوی ليکنی
نندارتون
د سوال او استفتا ليږل
مقالات
 

د شيدی ورکول احکام:

2591- مسأله: که ښځه يو ماشوم په هغه شرايط چی په (2594) مسأله کی به وويل سی، شيدی ورکړی، هغه ماشوم ددغو کسانو سره محرم کيږی:

لومړی:  پخپله هغی ښځه او هغی ته رضاعی مور وائی.

دوهم: د ښځی ميړه چی شيدی د هغه مال دی او هغه ته رضاعی پلار وائی.

دريم: د هغی ښځی پلار او مور هر څه لوړ ولاړسی، که څه هم د هغه رضاعی پلار او مور وی.

څلورم: هغه اولادونه چی د هغی ښځی څه ودنياته راغلی دی، يا ودنياته راځی.

پنځم: د هغی ښځی د اولاد اولادونه او هر څه کښته ولاړسی، څه د هغی د اولاد څه ودنيا ته راغلی وی، يا د هغی اولاد هغه اولادوته شيدی ورکړی وی.

شپږم: د هغی ښځی خور او ورور که څه هم رضاعی وی، يعنی د شيدی خوړل په واسطه د هغی ښځی سره ورور او خور سوی وی.

اووم: د هغی ښځی اکا او عمه که څه هم رضاعی وی.

اتم: د هغی ښځی ماما او خاله که څه هم رضاعی وی.

نهم: د هغی ښځی د ميړه اولاد چی شيدی د هغه ميړه مال دی، هر څه کښته ولاړسی، که څه هم د هغی رضاعی اولاد وی.

لسم: د هغی ښځی د ميړه مور او پلار چی شيدی د هغه ميړه مال دی، او هر څه لوړ ولاړسی.

يوولسم: دهغه ميړه ورور او خور چی شيدی د هغه مال دی که څه هم د هغه رضاعی ورور او خور وی.

دوولسم: د هغه ميړه اکا، عمه، ماما او خاله چی شيدی د هغه مال دی  اوهر څه لوړ ولاړسی، که څه هم رضاعی وی. او هم نور کسان چی په راتلونکی مسائلو ويل کيږی، د شيدی ورکول په واسطه محرم کيږی.

2592- مسأله: د هغی ښځی اولادونه چی يو اولاد په هغه شرايط چی په (2594) مسأله کی ويل کيږی شيدی ورکړی دشيدی خوړنکی ماشوم  د پلار اولادونه په شمير راځی بناپر دی دهغه اولاد پلار نسی کولای د هغی انجونی سره چی د هغی ښځی څه و دنياته راغلی دی ازدواج وکړی. او هم نسی کولای د هغه ميړه انجونی چی شيدی د هغه مال دی د ځان دپاره عقد کړی، بلکه احتياط واجب هغه دی چی رضاعی لوڼی ئی هم د ځان دپاره عقد نکړی ليکن جايز دی د هغی ښځی د رضاعی انجونی سره ازدواج وکړی که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی د هغو سره ازدواج ونکړی، او محرمانه کتل يعنی هغه کتل چی انسان کولای سی وخپل محرم کسانوته وکړی هغوته ونه کړی.

2593- مسأله: که ښځه يو ماشوم په هغه شرايط چی په (2594) مسأله کی ويل کيږی شيدی ورکړی، د هغی ښځی ميړه چی د شيدی خاوند دی د هغه ماشوم د خوندی سره نه محرم کيږی. ليکن احتياط مستحب هغه دی چی د هغو سره ازدواج ونکړی، او هم د ميړه خپلوان د هغه ماشوم د ورور او خور سره نه محرم کيږی.

2594- مسأله: که ښځه يو ماشوم ته شيدی ورکړی د هغه ماشوم د وړونو سره نه محرم کيږی او هم د هغی ښځی خپلوان د هغه ماشوم چی شيدی خوړلی دی د ورور او خور سره نه محرم کيږی.

2595- مسأله: انسان که د هغی ښځی سره چی يوه انجلی ته کامل شيدی ورکړيده ازدواج وکړی او د هغی ښځی سره جماع وکړی، نسی کولای هغی انجلی د ځان د پاره عقد کړی.

2596- مسأله: انسان که د يوه انجلی سره ازدواج وکړی، نسی کولای د هغی ښځی سره چی هغی انجلی ته کامل شيدی ورکړيده ازدواج وکړی.

2597- مسأله: انسان نسی کولای د هغی انجلی سره چی د انسان مور يا انا هغی ته کامل شيدی ورکړيده ازدواج وکړی. او هم دانسان د پلار ماينه (ميره) د هغه د پلار د شيدی څه هغی انجلی ته شيدی ورکړی وی، انسان نسی کولای د هغی انجلی سره ازدواج وکړی او که يوه شيدی خوړنکی انجلی د ځان د پاره عقد کړی وروسته د هغه مور يا انا، يا د پلار ماينه د هغه پلار دشيدی څه، هغی انجلی ته شيدی ورکړی، عقد باطل دی.

2598- مسأله: د هغی انجلی سره چی د انسان خور، يا د ورور ماينه د هغه د ورور د شيدی څه هغی ته کامل شيدی ورکړيده نه کيږی ازدواج وکړی، او همدا ډول دی که د انسان خورزه يا وراره يا د خور لمسی يا د ورور لمسی هغه انجلی ته شيدی ورکړی وی.

2599- مسأله: که يوه ښځه د خپل لور اولادته شيدی ورکړی، هغی لور په خپل ميړه حرامه کيږی. او همدا ډول دی که هغه اولاد چی دهغی د لور ميړه د بله ماينی لری شيدی ورکړی. ليکن که د خپل زوی اولادته شيدی ورکړی، د هغی د زوی ماينه چی د هغه شيدی خوړنکی اولاد مور ده پر خپل ميړه نه حرامه کيږی.

2600- مسأله: که د يوه انجلی د پلار ماينه، د هغی انجلی د ميړه اولادته د انجلی د پلار د شيدی څه شيدی ورکړی، هغی انجلی په خپل ميړه حرامه کيږی، څه اولاد د هغی انجلی يا د هغه د ميړه د بله ماينی وی.

د هغه شيدی ورکول شرايط چی د محرم کيدل علت دی:

2601- مسأله: هغه شيدی ورکول چی د محرم کيدل علت دی اته شرطه لری:

لومړی: ماشوم د ژوندی ښځی شيدی وخوری، نوکه د هغی ښځی د تی څه چی مړه ده شيدی وخوری ګټه نلری.

دوهم: د هغی ښځی شيدی د حرام نه وی، نوکه د هغه ماشوم شيدی چی د زنا څه ودنياته  راغلی دی وبل ماشوم ته ورکړی، د هغه شيدی په واسطه، ماشوم د هيڅ څوک سره نه محرم کيږی.

دريم: شيدی د زيږيدل وی، بناپر دی که تی بيله د اولاد د زيږيدل شيدی پيدا کړی او ماشوم د هغه څه شيدی وخوری د محرم کيدل سبب نه کيږی.

څلورم: ماشوم شيدی بايد د تی څه وخوری، نو که شيدی د هغه په ستونی واچوی ګټه نلری.

پنځم: شيدی د يو ميړه وی. نوکه شيدی ورکوونکی ښځه طلاقه سی، وروسته بل ميړه وکړی او د هغه څه اميدواره سی اود زيږيدل تر وخت، هغه شيدی چی د لومړی ميړه څه درلوده پاته وی او مثلاً اته پلا د زيږيدل د مخه د لومړی ميړه د شيدی څه او اوه پلا د زيږيدل وروسته د دوهم ميړه د شيدی څه و يو ماشوم ته ورکړی، هغه ماشوم د هيڅ څوک سره نه محرم کيږی.

شپږم: ماشوم د ناروغی په واسطه شيدی ونه ګرځوی يعنی قی نکړی او که قی کړی، بناپر احتياط واجب هغه کسان چی د شيدی خوړل په واسطه په هغه ماشوم محرم کيږی، بايد د هغه سره ازدواج ونکړی، او محرمانه هم هغه ته ونه ګوری.

اووم: پنځه لس پلا، يا يوه شپه او ورځ داسی چی په راتلونکی مسأله ويل کيږی موړ شيدی وخوری يا هغه مقدار شيدی هغه ته ورکړی چی ووائی د هغه شيدی څه هډوکی ئی ټينګ سويدی او د بدن غوښی ئی قوی او ډير سويدی، بلکه که لس پلا هم هغه ته شيدی ورکړی که د هغه لس پلا په منځ هيڅ فاصله نه وی يعنی ماشوم د بل چا شيدی يا طعام نه وی خوړلی احتياط واجب هغه دی چی هغه کسان چی د شيدی خوړل په واسطه په هغه محرم کيږی د هغه سره ازدواج ونکړی او محرمانه هم هغه ته ونه ګوری.

اتم: ماشوم دوه کلن نه وی سوی او که د دوه کال پای ته رسيدل وروسته، هغه ته شيدی ورکړی د هيڅ څوک سره نه محرم کيږی. بلکه که مثلاً د دوه کال د پای ته رسيدل د مخه، اته پلا او پسله هغه، اوه پلا شيدی وخوری دهيڅ څوک سره نه محرم کيږی، ليکن که د شيدی ورکونکی ښځی د زيږيدل د وخت څه ډير تر دوه کال تير سوی وی او شيدی ئی پاته سوی وی او يو ماشوم ته شيدی ورکړی احتياط واجب په ازدواج نه کول او د محرميت معامله نه کول دی.

2602- مسأله: ماشوم بايد د يوه شپه او ورځ په منځ طعام او د بل چا شيدی ونه خوری ليکن که يو لږ څه طعام وخوری چی ونه وائی د شيدی ورکول په منځ، طعام خوړلی دی اشکال نلری، او هم بايد پنځه لس پلا د يوه ښځی د شيدی څه وخوری او د پنځه لس پلا په منځ د بل چا شيدی ونه خوری – بناپر احتياط واجب حتی که په ناقص ډول وی – او هره پلا بيله فاصله شيدی وخوری، ليکن که د شيدی خوړل په منځ نفس تازه کړی، يا لږ څه صبر وکړی، چی دهغه اول وخت څه چی تی په خوله نيسی تر هغه وخت چی موړسی، يوه پلا وشميرل سی اشکال نلری.

2603- مسأله: ښځه که د خپل د ميړه د شيدی څه يو ماشوم ته شيدی ورکړی، وروسته بل ميړه وکړی او د هغه ميړه د شيدی څه هم بل ماشوم ته شيدی ورکړی هغه دوه ماشوم يو د بل سره نه محرم کيږی، که څه هم ښه دی يو د بل سره ازدواج ونکړی او يو و بل ته محرمانه ونه ګوری.

2604- مسأله: ښځه که د يو ميړه د شيدی څه څو ماشوم ته شيدی ورکړی، هغو ټوله يو د بل او د ميړه او د هغی ښځی سره چی هغوته شيدی ورکړيدی محرم کيږی.

2605- مسأله: که يو څوک څو ماينی ولری او هغو هر يو په هغه شرايط چی وموويل، يو ماشوم ته شيدی ورکړی، ټول هغه ماشومان يو د بل او د هغه نارينه او دهغو ښځو سره محرم کيږی.

2606- مسأله: يو څوک که دوی شيدی ورکونکی ماينی ولری او يوه د هغو يو ماشوم ته مثلاً اته پلا او بله اوه پلا شيدی ورکړی هغه ماشوم د هيڅ څوک محرم نه کيږی.

2607- مسأله: ښځه که د يو ميړه د شيدی څه هلک او انجلی ته کامل شيدی ورکړی هغو يو د بل سره محرم کيږی ليکن د هغی انجلی ورور او خور د هغه هلک د ورور او خور سره نه محرم کيږی.

2608- مسأله: انسان نسی کولای د خپل ماينی بيله اجازه، د هغو ښځو سره چی د شيدی خوړل په واسطه د هغه د ماينی خورزه يا وراره سويده ازدواج وکړی، او هم که د يو هلک سره لواط وکړی، نسی کولای د هغه هلک د لور، خور، مور او انا سره چی رضاعی دی يعنی د شيدی خوړل په واسطه، دهغه لور، خور او مور سويدی ازدواج وکړی. په هغه ډول چی پخوا په نسبی مور، خور او لور وويل سو.

2609- مسأله: هغی ښځه چی دانسان ورورته شيدی وکړيدی د انسان نه محرم کيږی، که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی د هغی سره ازدواج ونکړی.

2610- مسأله: انسان نسی کولای د دوی خوندو سره، که څه هم رضاعی وی يعنی د شيدی خوړل په واسطه د يو او بل خور سوی وی ازدواج وکړی، او که دوی ښځی عقد کړی او وروسته وپوهيږی سره خوندی وه، که د هغو عقد په يو وخت وه هر دواړه باطل دی او که په يو وخت نه وه لومړی عقد صحيح دی او دوهم عقد باطل دی.

2611- مسأله: ښځه که د خپل ميړه د شيدی څه هغه کسانوته چی وروسته ويل کيږی شيدی ورکړی، ميړه ئی پر هغی نه حرام کيږی، که څه هم ښه هغه دی چی دغه کار ونکړی:

لومړی: خپل ورور او خور.

دوهم: خپل اکا، عمه، ماما او خاله.

دريم: خپل د اکا اولاد او د ماما اولاد.

څلورم: خپل وراره.

پنځم: خپل ليور يا خوښينه (دميړه ورور يا خور).

شپږم: خپله خورزه يا د خپل ميړه خورزه.

اووم: د خپل ميړه اکا، عمه، ماما او خاله.

اتم: د خپل ميړه د بله ماينی لمسی.

2612- مسأله: که څوک د انسان دعمه لور يا خاله لورته شيدی ورکړی د انسان نه محرم کيږی ليکن احتياط مستحب هغه دی چی د هغی سره ازدواج ونکړی.

2613- مسأله: هغه نارينه  چی دوی ښځی لری، که يوه د هغی دوی ښځی، د بله ښځی د اکا اولادته شيدی ورکری، هغی ښځه چی د اکا اولاد ئی شيدی خوړلی دی، په خپل ميړه نه حرامه کيږی.

د شيدی ورکول آداب:

2614- مسأله: د اولاد د شيدی ورکول د پاره بهتر او ښه تر هر څوک د هغه مور ده او ښه دی چی مور د شيدی ورکول د پاره د خپل ميړه څه مزد او معاش ونه نيسی او ښه دی چی ميړه مزد ورکړی. او مور کولای سی دخپل اولاد د شيدی ورکول د پاره د ميړه څه مزد وغواړی او که بله ښځه چی راضی وی په لږ تر هغه مزد ماشوم ته شيدی ورکړی، نه وی ميړه بايد د مور مزد ورکړی تر څو خپل ماشوم ته شيدی ورکړی.

2615- مسأله: مستحب دی شيدی ورکوونکی چی د ماشوم د پاره نيسی، دوولس امامی، باعقله، با عفته (پاک لمنه)، ښايستی وی او مکروه دی بی عقله، بيله دوولس امامی، بد مخی، بدخويه يا زنازاده وی، او هم مکروه دی شيدی ورکونکی ونيسی چی د زنا د اولاد خاوند سوی وی او شيدی ئی د زنا وی.

د شيدی ورکول متفرقی مسائل:

2616- مسأله: مستحب دی د ښځو پام وی چی هر ماشوم ته شيدی ورنکړی، ځکه چی ممکن دی هير سی چی و څه کسانوته شيدی ورکړيدی ا وروسته دوه نامحرم کسان يو د بل سره ازدواج وکړی.

2617- مسأله: هغه کسان چی دشيدی خوړل په واسطه، خپلوی پيدا کوی مستحب دی يو د بل احترام وکړی، ليکن يو د بله څه ارث او ميراث نه وړی او د خپلوی حقوق چی انسان د خپل خپلوان سره لری د هغو د پاره نسته.

2618- مسأله: که ممکن وی، مستحب دی ماشوم ته پوره دوه کاله شيدی ورکړی.

2619- مسأله: که دشيدی ورکول په واسطه د ميړه حق د منځه ولاړنسی، ښځه کولای سی د ميړه بيله اجازه، د بل چا ماشوم ته شيدی ورکړی، ليکن جايز نه دی هغه ماشوم ته شيدی ورکړی چی وهغه ماشوم ته د شيدی ورکول په واسطه په خپل ميړه حرام سی. مثلاً که د هغی ميړه شيدی خوړنکی انجلی د ځان د پاره عقد کړی وی ښځه نبايد هغه انجلی ته شيدی ورکړی، ځکه که هغی انجلی ته شيدی ورکړی پخپله هغی ښځه د ميړه خواښی کيږی او پر هغه حرام کيږی.

2620- مسأله: که يو څوک وغواړی ورينداری ئی په هغه محرم سی، شيدی خوړنکی انجلی بايد مثلاً دوی ورځی د ځان د پاره صيغه کړی او په هغه دوی ورځی په هغه شرايط چی (2594) مسأله کی وويل سو ورينداری ئی هغه انجلی ته شيدی ورکړی چی په دی صورت د انجلی عقد باطل او د هغه د پاره محرم او ابدی حرامه کيږی او د ورور ماينه ئی په هغه محرم کيږی.

2621- مسأله: که نارينه وپوهيږی چی د يوه ښځه سره رضاعی خور او ورور دی د هغی سره د ازدواج حق نلری او که ازدواج وکړی باطل دی او که پسله ازدواج ووائی چی د خپل ماينی سره رضاعی خور او ورور دی که ښځه هم قبول کړی د هغو عقد باطل دی او بايد سمدستی يو د بل څه جلا سی او په تير ګمان که سره نژدی توب نه وی کړی ښځه د مهريی نه مستحقه کيږی او که نژدی توب کړی وی که ښځه نه پوهيدله يا هير کړيده د مهر المثل مستحقه کيږی. او که پسله ازدواج نارينه ووائی د خپل ماينی سره رضاعی خور او ورور دی او ښځه قبوله نکړی نارينه بايد خپل ادعا په محکمه کی ثابت کړی او حتي که ونسی کولای ثابت کړی که پوهيږی چی ماينه ئی رښتيا د هغه رضاعی خور ده بايد هغی ښځه طلاق کړی او نور د هغی سره ژوند ونکړی.

2622- مسأله: که ښځه وپوهيږی يو نارينه دهغی رضاعی ورور دی نسی کولای د هغه سره ازدواج وکړی او که ازدواج وکړی باطله ده او ښځه که پسله ازدواج ووائی نارينه د هغی رضاعی ورور دی او نارينه هم هغه قبول کړی سمدستی بايد يو د بل څه جلا سی او په دی ګمان که نژدی توب نه وی کړی ښځه د مهريی نه مستحقه کيږی ليکن که نژدی توب کړی وی که ښځه نه پوهيدله د رضاعی ورور سره ازدواج باطله ده يا هير کړيده د مهر المثل مستحقه کيږی ( د نور ښځو په مطابق) او بيله هغه يه.

2623- مسأله: که ښځه پسله ازدواج ادعا وکړی چی ميړه د هغی رضاعی ورور دی او ميړه منکر سی ښځه بايد خپله ادعا ثابته کړی او که ونسی کولای خپله ادعا ثابته کړی د هغه ماينه پاته کيږی ليکن که په دی ګمان هم که کولای سی خپل ميړه بايد د خلع په طلاق راضی کړی چی هغی طلاقه ورکړی.

2624- مسأله: هغه شيدی ورکول چی د محرم کيدل علت دی په دوه شی ثابت کيږی:

لومړی: د خلګو خبر ورکول چی انسان دهغو د خبری څه يقين يا اطمينان پيدا کړی.

دوهم: د دوه عادل نارينه کسان يا يو نارينه او دوی ښځی يا څلور ښځی چی ټول عادل وی شاهدی ورکول، ليکن د شيدی ورکول شرايط هم بايد ووائی، مثلاً هغو ووائی موږ ليدلی يو چی هغه ماشوم څلور ويشت ساعت د هغی ښځی دتی څه شيدی خوړلی دی او هيڅ شی هم د هغه په منځ نه دی خوړلی، او همدا ډول نور شرطونه چی په (2594) مسأله کی وويل سو بيان کړی، ليکن که معلوم وی چی شرايط پوهيږی او په عقيده سره مخالف نه دی او د نارينه او ښځی سره هم په عقيده مخالفت نلری لازم نه دی شرايط بيان کړی.

2625- مسأله: که شک وکړی ماشوم په هغه مقدار چی د محرم کيدل علت دی شيدی خوړلی دی که يه، يا ګمان ولری چی په هغه مقدار شيدی خوړلی دی ماشوم د هيڅ څوک سره نه محرم کيږی ښه هغه دی چی احتياط وکړی.